ستا بادشاهى دې راشى، ستا مرضى دې په زمکه هم پوره شى څنګه چې په آسمان کښې پوره کيږى.
متى ۶:۱۰
ورځنی رڼا

ستا بادشاهى دې راشى، ستا مرضى دې په زمکه هم پوره شى څنګه چې په آسمان کښې پوره کيږى.
متى ۶:۱۰
فرښتو د مالِک خُدائ ثناء صِفت ادا کړئ، تاسو چې زورَورې يئ او د هغۀ په حُکمونو عمل کوئ، او د هغۀ د کلام تابعدارى کوئ. اے د فرښتو لښکرو، تاسو د مالِک خُدائ ثناء ووايئ، اے د هغۀ خِدمتګارانو چې د هغۀ رضا پوره کوئ.
زبور ۱۰۳:۲۰–۲۱
ځکه چې زۀ د آسمان نه د خپلې رضا پوره کولو دپاره نۀ يم راکوز شوے بلکې د هغۀ د رضا پوره کولو دپاره چا چې زۀ رالېږلے يم.
يوحنا ۶:۳۸
پاکه خُدايه، چې زۀ ستا رضا پوره کړم، ستا قانون زما په زړۀ کښې ليکلے شوے دے.“
زبور ۴۰:۸
هغه په دوېم ځل لاړو او دُعا يې وغوښته چې، ”اے زما پلاره، کۀ چرې دا د تکليف پياله زما د څښلو نه بغېر اخوا کېدے نۀ شى، نو ستا رضا دې وشى.“
متى ۲۶:۴۲
هر هغه څوک چې ما ته مالِک مالِک وائى هغه به د آسمان په بادشاهۍ کښې ورداخل نۀ شى، خو صرف هغه کس چې زما د آسمانى پلار په رضا کار کوى.
متى ۷:۲۱
ځکه چې نۀ صرف د شريعت په اورېدو بلکې په هغې د عمل کولو په وسيله سړے د خُدائ پاک په نظر کښې صادق کيږى.
روميان ۲:۱۳
اوس تاسو په دې خبره پوهه شوئ نو تاسو بختور يئ کۀ چرې عمل پرې وکړئ.
يوحنا ۱۳:۱۷
نو بيا کۀ څوک په ښۀ کولو پوهيږى او نۀ يې کوى، نو هغه ګناه کوى.
يعقوب ۴:۱۷
خپل ځان د دې موجوده دُنيا په شان مۀ جوړَوئ، بلکې خُدائ پاک له دا موقع ورکړئ چې ستاسو زاړۀ خيالونه بدل کړى. بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې د خُدائ پاک رضا څۀ ده او دا به وپېژنئ چې څۀ ښۀ او قبلېدونکى او کامِل دى.
روميان ۱۲:۲
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۴ جولای ۱۴
متى ۱۲:۳۴
۲۰۲۴ جولای ۱۳
غزلې ۷:۱۰
۲۰۲۴ جولای ۱۲
هِجرت ۳۳:۱۴
۲۰۲۴ جولای ۱۱
يرمياه ۱۵:۲۰
۲۰۲۴ جولای ۱۰
متى ۱۰:۲۴
۲۰۲۴ جولای ۹
زکرياه ۳:۴
۲۰۲۴ جولای ۸
اول يوحنا ۱:۹