مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به تا د دې خلقو په وړاندې د پيتلو قوى دېوال جوړ کړم. هغوئ به ستا خِلاف جنګ کوى، خو هغوئ به تا له شکست نۀ شى درکولے، ځکه چې زۀ تا سره يم چې تا وساتم او خلاصون درکړم.
يرمياه ۱۵:۲۰
ورځنی رڼا

څوک د جنګيالى نه مالِ غنيمت اخستلے شى څۀ؟ يا څوک د يو ظالم کس نه قېديان خلاصولے شى څۀ؟ خو مالِک خُدائ وفرمائيل، ”يقيناً چې د جنګيالى نه به قېديان بوتلے شى، او د ظالم کس مالِ غنيمت به ونيولے شى. هر څوک هم چې تا سره جنګ کوى نو زۀ به هغوئ سره جنګ کوم، او هم زۀ به ستا د بچو حِفاظت کوم. چا چې په تا ظلم کړے دے زۀ به په هغوئ باندې د هغوئ خپله غوښه وخوروم، هغوئ به د خپلې وينې په څښلو سره د ميو په شان په نشه کښې وى. نو داسې به بيا ټولو انسانانو ته پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم، زۀ هغه ذات يم څوک چې تاسو بچ کوى او تاسو آزادوى او د بنى اِسرائيلو طاقتور ذات يم.“
يشعياه ۴۹:۲۴–۲۶
په دې کِتاب کښې د يهوداه او د يروشلم په حقله هغه پېغامونه دى کوم چې خُدائ پاک د آموص زوئ يشعياه باندې په هغه وخت کښې څرګند کړل کله چې عُزياه، يوتام، احاز او حزقياه د يهوداه بادشاهان وُو. مالِک خُدائ وفرمائيل، ”اے زمکې او آسمانه، زۀ چې څۀ وايم نو هغه واورئ. ما چې د کومو بچو پالنه کړې ده او خيال مې ساتلے دے نو هغوئ زما خِلاف بغاوت کړے دے. غوَيے خپل مالِک پېژنى او خر د خپل مالِک اخور پېژنى. خو بنى اِسرائيل خپل مالِک نۀ پېژنى، زما خلق د عقل نه خلاص دى.“ اے ګناهګار قومه، تاسو خپلو ګناهونو رالاندې کړى يئ. بدعمله نسله، بدکرداره بچو، تاسو خپل مالِک خُدائ رد کړے دے. کوم چې د بنى اِسرائيلو مقدس خُدائ پاک دے او تاسو د هغۀ نه مخ اړولے دے. تاسو خپله سرکشى ولې نۀ پرېږدئ؟ تاسو غواړئ چې نوره سزا هم درته مِلاو شى؟ ستاسو سرونه په زخمونو باندې پټ دى او ستاسو زړونه بيمار دى. د سر نه واخله تر پښو پورې ستاسو په بدن کښې يو ځائ هم روغ نشته. تاسو ټول ټکېدلى يئ، زخمى يئ او تغمې درباندې ولاړې دى. نۀ ستاسو زخمونه صفا کړے شوى دى، او نۀ ورباندې مرهم پټۍ شوې ده. ستاسو مُلک شاړ شوے دے، ستاسو ښارونه سوزولے شوى دى. ستاسو په وړاندې د پردى مُلک خلق ستاسو پټى لوټ کوى، او هر څۀ چې وينى هغه تباه کوى. صرف صيون لور باقى پاتې ده، لکه چې د انګورو په باغ کښې د څوکيدار جومپړۍ پاتې وى يا د بادرنګو په پټى کښې يو څپر بېاسرى وى، او د محاصرې لاندې بېاسرى ښار وى. کۀ مالِک خُدائ ربُ الافواج يو څو کسان ژوندى نۀ وے پرېښے، نو يروشلم به د سدوم او عموره په شان تباه شوے وو. اے يروشلمه، ستا حکمرانان او ستا خلق د سدوم او د عموره په شان دى. چې مالِک خُدائ درته څۀ فرمائى نو هغې ته غوږ ونيسه او چې خُدائ پاک درته څۀ ښودنه کوى نو هغې ته توجو وکړه. مالِک خُدائ فرمائى، ”کۀ تاسو بېشمېره قربانيانې پېش کړئ نو زما پرې څۀ؟ زۀ د ښو ځناورو وازګې او د ګډانو د سوزېدونکو قربانو نه پوزې له راغلے يم. په دې زۀ نۀ خوشحالېږم چې تاسو ما ته د غوَيانو، ګډو او د چېلو وينې پېش کوئ. کله چې تاسو زما حضور ته راځئ نو ولې ستاسو خيال دا دے څۀ چې زۀ دا غواړم چې ستاسو ځناور دې زما په دربار کښې ګرځى؟ تاسو چې ما له کومې نذرانې راوړئ دا بېفائدې دى. تاسو چې د خوشبويۍ کومې مصالحې سوزوئ نو د هغې نه زۀ نفرت کوم. زۀ ستاسو د نوې مياشتې اخترونه، ستاسو د سبت ورځې او ستاسو مذهبى اجتماعګانې نۀ شم برداشت کولے، دا هر څۀ ستاسو د ګناهونو په وجه خراب شوى دى. ستاسو د نوې مياشتې د اخترونو او ستاسو د مقدسو ورځو نه زۀ نفرت کوم، دا په ما باندې يو بوج جوړ شوے دے او د دې برداشت کولو نه زۀ تنګ راغلے يم. کله چې تاسو د دُعا دپاره لاسونه پورته کړئ، نو زۀ به ستاسو نه مخ واړوم. تاسو چې هر څومره دُعاګانې وکړئ، نو زۀ به يې نۀ قبلوم، ځکه چې ستاسو لاسونه په وينو رنګ دى. اول ولامبئ او خپل ځان صفا کړئ. خپلې بد عملى زما د سترګو نه لرې کړئ. آو، نور بد عمل مۀ کوئ، نېکى کول زده کړئ. او ګورئ چې اِنصاف کيږى، د چا سره چې ظلم شوے وى د هغوئ مدد کوئ، يتيمانانو له خپل حقُونه ورکوئ او د کونډو د حق دِفاع کوئ.“ مالِک خُدائ فرمائى، ”راځئ چې اوس دا مسئله حل کړُو. اګر چې ستاسو ګناهونو تاسو تک سرۀ داغى کړى يئ، خو زۀ به تاسو صفا کړم او لکه د واورې په شان به مو سپين کړم، اګر چې ستاسو داغونه تک سرۀ دى، خو تاسو به د وړۍ په شان تک سپين شئ. خو کۀ تاسو خپلې رضا سره تابعدار يئ، نو چې زمکه کوم ښۀ څيزونه پېدا کوى، هغه به تاسو خورئ. خو کۀ تاسو اِنکار او سرکشى کوئ، نو د تُورې لاندې به ګېر شئ او مړۀ به شئ. دا د مالِک خُدائ د خولې کلام دے.“ هغه ښار چې په يو وخت کښې وفادار وو اوس د کنجرې په شان شوے دے. په يوه زمانه کښې دا د صداقت او اِنصاف نه ډک وو، خو اوس په کښې صرف قاتِلان پاتې دى. اے يروشلمه، ستا خالص سپين زر اوس د ملاوټ نه ډک دى، او ستا بهترينو ميو کښې اوبۀ ګډې شوې دى. ستا مشران باغيان شوى دى او د غلو ملګرى شوى دى، هغوئ هر وخت تُحفې او رشوتونه اخلى. هغوئ په عدالت کښې هيڅکله د يتيمانانو دفاع نۀ کوى او نۀ هغوئ ته د کونډو فرياد را رسى. نو هغې ته غوږ ونيسئ څۀ چې مالِک خُدائ ربُ الافواج، د بنى اِسرائيلو خُدائ تعالىٰ فرمائى، ”زۀ به خپلو دشمنانو نه انتقام واخلم، او مخالفينو نه به بدل واخلم. زۀ به ستاسو خِلاف خپل طاقت استعمال کړم. زۀ به تاسو داسې صفا کړم لکه څنګه چې اوسپنه په اور کښې صفا کيږى او زۀ به ستاسو نه ټول ملاوټ لرې کړم. زۀ به تا له هغه شان قاضيان او مشيران درکړم لکه څنګه چې دې پخوا لرل. نو بيا به يروشلم د صادقانو او وفادارو خلقو ښار وبللے شى.“ مالِک خُدائ به اِنصاف سره يروشلم بيا آباد کړى او چې څوک هلته توبه وباسى هغه به بچ کړى. خو مالِک خُدائ به هغه هر يو کس ريزې ريزې کړى څوک چې ګناه کوى او د هغۀ خِلاف بغاوت کوى، او څوک چې مالِک خُدائ ته شا کړى نو هغه به تباه شى. د څېړۍ د مقدسو ونو عبادت سره به چې تاسو خوشحالېدئ نو د هغې په وجه به تاسو وشرمېږئ، او کوم باغونه چې تاسو د بُت پرستۍ دپاره غوره کړى دى نو د هغې په وجه به تاسو وشرمېږئ. تاسو به د څېړۍ د داسې ونې په شان يئ چې پاڼې يې اوچې شوى وى او د يو داسې باغ په شان به يئ چې هيڅ اوبۀ په کښې نۀ وى. نو هغه تکړه سړى به لکه د بوسو په شان وى او د هغوئ بد عملونه به د اور د بڅرکى په شان وى. دواړه به يو ځائ داسې اور واخلى چې هيڅ څوک به يې مړ کولے نۀ شى.
يشعياه ۴۱:۱۰
په تېره زمانه کښې خُدائ پاک زمونږ پلار نيکۀ ته ډېر ځله په مختلفو طريقو د نبيانو په وسيله خبرې وکړې. خو په دې آخره زمانه کښې هغۀ مونږ ته د خپل زوئ په وسيله خبرې وکړې چا چې هغه د ټولو څيزونو وارث مقرر کړو او د هغۀ په وسيله يې کائنات پېدا کړل. هغه د خُدائ د جلال مظهر او هغه د خُدائ د ذات تصوير دے او هغه ټول کائنات په خپل زورَور کلام سمبالوى. کله چې هغۀ زمونږ ګناهونه پاک کړل نو په آسمان کښې د قادر مطلق خُدائ ښى لاس ته کښېناستو. نو څنګه چې زوئ د فرښتو نه لوئ دے نو دغه شان د هغۀ نوم د هغوئ نه لوئ دے کوم چې هغۀ ته په ميراث کښې مِلاو شوے دے. ځکه چې خُدائ پاک کله هم کومې فرښتې ته دا نۀ دى فرمائيلى چې، ”تۀ زما زوئ يې، او د نن نه زۀ ستا پلار شوم.“ او بيا دا چې، ”زۀ به د هغۀ پلار يم او هغه به زما زوئ وى.“ او بيا چې خُدائ پاک خپل اول پېدا شوے، دُنيا ته راولى نو هغه فرمائى چې، ”د خُدائ پاک ټولې فرښتې دې هغۀ ته سجده وکړى.“ او د فرښتو په حقله فرمائى چې، ”هغه د خپلو فرښتو نه هواګانې جوړوى او د خپلو خادِمانو نه د اور شُغلې جوړوى.“ خو خپل زوئ ته فرمائى چې، ”اے خُدايه پاکه، ستا تخت به تل تر تله وى او د صداقت امسا ستا د بادشاهۍ امسا ده. تا د صداقت سره مينه او د شرارت نه نفرت وکړو، په دې وجه خُدائ پاک، يعنې ستاسو خُدائ پاک، تۀ د خوشحالۍ په تېلو د خپلو ملګرو په نسبت زيات مسح کړې.“ او، ”اے مالِکه، تا د زمکې بنياد د ازل نه کېښودو او آسمان ستا د لاس کار دے. هغه به فنا شى خو تۀ به باقى پاتې يې، او هغه ټول به د جامو په شان زاړۀ شى. تۀ به هغوئ د زړې چُوغې په شان راونغاړې او د جامو په شان به هغوئ بدل کړے شى. خو تۀ به تل تر تله هم هغه يې او د تل دپاره به قائم دائم يې.“ خو خُدائ پاک فرښتې ته کله هم نۀ دى فرمائيلى چې، ”تۀ زما ښى لاس ته کښېنه ترڅو چې زۀ ستا دشمنان ستا د پښو د لاندې چوکۍ جوړ نۀ کړم.“ ولې ټولې فرښتې خِدمت ګزار روحونه نۀ دى کوم چې د هغه خلقو د خِدمت دپاره رالېږلے شوى دى څوک چې د خلاصون وارثان دى؟
عبرانيان ۴:۱۵

عبرانيان ۲:۱۸
نو هغه بختور دے او بختور به وى څوک چې د بدعملو په خبرو عمل نۀ کوى، په لار د ګناهګارو چې تلل نۀ کوى، د مسخره کوونکو په ډله کښې چې نۀ کښېنى. خو په قانون د مالِک خُدائ چې خوشحاليږى، شپه او ورځ چې د هغۀ په شريعت غور کوى. نو هغه به د داسې ونې په مثال وى، کومه ونه چې د ولې په غاړه نال وى، مېوه کوى په موسم کښې مېوه داره وى پاڼې يې تل شنې وى او په ژوندون کښې کاميابه وى. خو بدعمله داسې نۀ دى، دوئ لکه د بوسو په شان وى، د هوا سره الوځى په ځائ به پاتې نۀ شى. نو ځکه په وخت د عدالت به بدعمله مجرم شى، ګناهګاران به د صادقانو سره شمېرلے نۀ شى. بېشکه مالِک خُدائ د صادقانو د لارې خيال ساتى، په لار د تباهۍ خو بدعمله ورروان وى.
زبور ۳۷:۲۳–۲۴
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۴ جولای ۱۰
متى ۱۰:۲۴
۲۰۲۴ جولای ۹
زکرياه ۳:۴
۲۰۲۴ جولای ۸
اول يوحنا ۱:۹
۲۰۲۴ جولای ۷
متى ۴:۱
۲۰۲۴ جولای ۶
کولسیان ۴:۶
۲۰۲۴ جولای ۵
اول يوحنا ۴:۱۶
۲۰۲۴ جولای ۴
يوحنا ۱۳:۲۳