ورځنۍ رڼا, دسمبر ۳۱: او په دې باندې يې ”د مدد کاڼے“ نوم کېښودو

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

نو تاسو په خپلو سترګو وليدل چې هغۀ تاسو په حِفاظت سره تر دې ځائ پورې داسې راوستلئ، لکه چې پلار خپل زوئ بوځى.

”تاسو په خپله هغه څۀ وليدل چې ما د مِصريانو سره وکړل او تاسو مې داسې بوتلئ لکه چې باز خپل بچى په وزرو کښې اوړى او دلته مې خپل ځان له راوستلئ.

د خپلې مينې او زړۀ سواندى له وجې يې هغوئ په بيعه واخستل، او ټوله پخوانۍ زمانه کښې يې هغوئ اوچت کړى وُو او ګرځول يې.

لکه چې يو باز خپل بچى ته د الوتلو چل ښائى، او په حِفاظت سره يې په خورو وزرو کښې نيسى، مالِک خُدائ اِسرائيليان د غورزېدو نه وساتل. يواځې مالِک خُدائ د خپلو خلقو لارښودنه وکړه د هغۀ سره د پردى خُدائ مدد نۀ وو.

زۀ ستاسو خُدائ پاک يم او زۀ به ستاسو ساتنه کوم چې تاسو بوډاګان او سپين سَرى هم شئ. نو ما تاسو پېدا کړى يئ او ستاسو خيال به ساتم، زۀ به ستاسو ملاتړ يم او تاسو به بچ کوم.“

ځکه چې هم دا خُدائ د تل دپاره زمونږ خُدائ پاک دے، هغه تر آخر وخته زمونږ رهنما دے.

خپل مشکلات مالِک خُدائ ته پرېږده، او هغه به ستا حفاظت وکړى.

ځکه زۀ تاسو ته دا وايم چې د خپل ژوندون دپاره دا اندېښنه مۀ کوئ چې څۀ به وخورو، څۀ به وڅښو، او يا څۀ به اغوندو. ... خو ستاسو آسمانى پلار ستاسو د حاجتونو نه ښۀ خبر دے.

مالِک خُدائ زمونږ هر قِسم مدد کړے دے.“ او په دې باندې يې ”د مدد کاڼے نوم کېښودو.

تۀ ډېر بوډا شوے يې خو تر اوسه پورې په ډېره علاقه باندې قبضه کول پاتې دى.

زۀ دا نۀ وايم چې ما دا هر څۀ حاصل کړى دى او يا زۀ کمال ته ورسېدم، بلکې زۀ منډه د دې دپاره وهم چې هغه هر څۀ حاصل کړم ځکه چې عيسىٰ مسيح زۀ خپل کړے يم.

تاسو کامِل شئ لکه څنګه چې ستاسو آسمانى پلار کامِل دے.“

په دې وجه تاسو خپل پوره کوشش وکړئ چې په خپل ايمان کښې نېکى زياته کړئ، او په نېکۍ کښې عِلم، او په عِلم کښې پرهيزګارى، او په پرهيزګارۍ کښې صبر، او په صبر کښې ديندارى، او په ديندارۍ کښې ورورولى عزيزولى، او په ورورولۍ او عزيزولۍ کښې مينه زياته کړئ.

او زۀ دا دُعا کوم چې ستاسو مينه دې د عِلم او پوره پوهې سره نوره هم زياته شى.

څۀ چې نۀ سترګو ليدلى، نۀ غوږُونو اورېدلى او نۀ د انسان په زړۀ کښې راغلى دى، هغه څيزونه خُدائ پاک د هغوئ دپاره تيار کړى دى څوک چې د هغۀ سره مينه کوى. دا ټولې خبرې خُدائ پاک په مونږ د روح په وسيله ښکاره کړې.

نو بيا د خُدائ پاک د خلقو دپاره د سبت ورځ د آرام ورځ تر اوسه انتظار کوى.

تاسو به وګورئ بادشاه به د شان او شوکت سره په يو داسې مُلک باندې حکومت کوى چې تر لرې لرې پورې خور وى.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).