۲۰۲۳ دسمبر ۶
ورځنۍ رڼا, دسمبر ۷: او د هغۀ په زخمونو تاسو شفا وموندله
ورځنۍ رڼا
خُدائ پاک مسيح زمونږ د ګناهونو دپاره فديه کړو چا چې کله هم ګناه نۀ وه کړې، د دې دپاره چې مونږ د هغۀ په وسيله د خُدائ پاک په وړاندې صادق ثابت شُو.
دوېم کورنتيان ۵:۲۱
خو بيا هم مالِک خُدائ زمونږ د ټولو ګناهونه په هغۀ باندې واچول.
يشعياه ۵۳:۶
هغۀ په خپله زمونږ ګناهونه سولۍ ته د خپل ځان سره يوړل د دې دپاره چې مونږ ګناهونو نه آزاد شُو او د صداقت دپاره ژوند تېر کړُو. او د هغۀ په زخمونو تاسو شفا وموندله.
اول پطروس ۲:۲۴
ځکه چې د يو سړى په نافرمانۍ ډېر ګناه ګار شول نو هم دغه شان د يو سړى په فرمانبردارۍ به ډېر صادقان هم شى.
روميان ۵:۱۹
خو کله چې زمونږ د خلاصوونکى خُدائ پاک فضل او د انسان سره د هغۀ مينه څرګنده شوله، نو هغۀ مونږ له خلاصون راکړو، خو د صداقت د کارونو په سبب نۀ، کوم چې مونږ په خپله کړى وُو، بلکې د خپل رحم په وسيله يې ووينځلُو او د روحُ القُدس په وسيله يې نوے ژوند راکړو. خُدائ پاک روحُ القُدس زمونږ د خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په وسيله په مونږ ډېر زيات نازل کړو، نو د هغۀ د فضل په وسيله مونږ صادقان شُو او د تل ژوندون د اُميد وارثان شُو.
تيطوس ۳:۴–۷
نو په دې وجه اوس هغوئ مجرم کېدے نۀ شى څوک چې په عيسىٰ مسيح کښې ژوند کوى.
روميان ۸:۱
مالِک خُدائ زمونږ خلاصونکے دے.“
يرمياه ۲۳:۶
زۀ به د بنى اِسرائيل دپاره د پرخې په شان يم.
هوسيع ۱۴:۵
زۀ پولوس په خپله تاسو ته د مسيح په عاجزۍ او نرمۍ کښې خواست کوم.
دوېم کورنتيان ۱۰:۱
هغه به يوه کږه لوخه هم نۀ ماتوى او نۀ به کمه بلېدونکې ډيوه مړه کوى.
يشعياه ۴۲:۳
”د مالِک خُدائ روح په ما نازل دے ځکه چې زۀ هغۀ مسح کړے يم، او دې له يې رالېږلے يم چې غريبانانو له زيرے ورکړم، چې قېديانو ته د آزادۍ اعلان وکړم او ړندو ته د بينائى اِعلان وکړم، او چې مظلومان آزاد کړم، او په دې کال به د مالِک خُدائ د احساناتو اعلان وکړم.“ بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”نن چې تاسو کوم کلام واورېدلو، نو هغه پوره شو.“ هغوئ ټولو د هغۀ صِفت وکړو او د هغۀ د خولې نه د داسې برکتناک کلام په اورېدو حېران شول.
لوقا ۴:۱۸–۱۹, ۲۱–۲۲
بيا مالِک پطروس ته وکتل او پطروس ته د مالِک خبرې رايادې شوې چې ورته يې فرمائيلى وُو، ”نن هم په دې شپه د چرګ د بانګ وئيلو نه مخکښې به تۀ درې ځله زما نه اِنکارى شې.“ نو هغه بهر ووتو او په چغو چغو يې وژړل.
لوقا ۲۲:۶۱–۶۲
هغه به د يو شپون په شان د خپلو ګډو ساتنه کوى، هغه به ګډُورى په خپل غېږ کښې وړى او زړۀ سره به يې نزدې نيولى وى او ګډې به يې ډېر په خيال سره ځان سره روانې کړې وى.
يشعياه ۴۰:۱۱
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۳ دسمبر ۵
زبور ۱۱۹:۷۱ · عبرانيان ۵:۸
۲۰۲۳ دسمبر ۴
ايُوب ۲۸:۱۲ · يعقوب ۱:۵–۶
۲۰۲۳ دسمبر ۳
ايُوب ۵:۸ · پېدايښت ۱۸:۱۴
۲۰۲۳ دسمبر ۲
اول يوحنا ۲:۲۰ · اعمال ۱۰:۳۸
۲۰۲۳ دسمبر ۱
يشعياه ۳۲:۲ · عبرانيان ۲:۱۴
۲۰۲۳ نومبر ۳۰
رويا ۱:۴ · فيليپيانو ۴:۷
