۲۰۲۳ نومبر ۳۰
ورځنۍ رڼا, دسمبر ۱: د بادشاه هر يو کس به د سيلۍ نه د حِفاظت
ورځنۍ رڼا
د بادشاه هر يو کس به د سيلۍ نه د حِفاظت، او د طوفان نه د پټېدو د ځائ په شان وى.
يشعياه ۳۲:۲
بيا لکه چې د هغۀ بچى انسانان دى، دغه شان عيسىٰ هم انسان شو د دې دپاره چې د مرګ په وسيله هغه څوک چې په مرګ يې قُدرت حاصل وو.
عبرانيان ۲:۱۴
د هغه سړى خلاف چې زما ملګرے دے. مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
زکرياه ۱۳:۷
زۀ او زما پلار يو يُو.“
يوحنا ۱۰:۳۰
هغه څوک چې د خُدائ تعالىٰ په پناه کښې اوسيږى، هغه به د قادر خُدائ د سورى لاندې په امان وى.
زبور ۹۱:۱
د هغۀ جلال به په هغه ښار باندې لکه د خېمې په شان وى چې د ورځې د ګرمۍ نه سورے جوړ کړى او دا به د امن ځائ وګرځوى او د باران او طوفان نه به يې محفوظ وساتى.
يشعياه ۴:۶
مالِک خُدائ لکه د سورې په شان تا سره دے. په ورځ کښې به نمر تکليف نۀ درکوى، او نۀ به سپوږمۍ په شپه کښې نقصان درکوى.
زبور ۱۲۱:۵–۶
کله چې زړۀ زما بېحاله شى. اوچت ګټ ته مې بوځه او ما ته هلته پناه راکړه.
زبور ۶۱:۲
تۀ زما پناه ګاه يې او د تکليفونو نه دې بچ کړم.
زبور ۳۲:۷
تۀ د غريبانانو حفاظت کوونکے يې، او د مصيبت په وخت کښې د ضرورتمندو حِفاظت کوونکے يې. تا هغوئ له د طوفانونو نه پناه ورکړې ده، او د سوزونکى ګرمۍ نه دې سورے ورکړے دے. د ظالمانو پوکى لکه د ژمى د طوفانى باران په شان وى.
يشعياه ۲۵:۴
زۀ نوى آسمانونه او نوې زمکه جوړوم.
يشعياه ۶۵:۱۷
مالِک خُدائ فرمائى، ”لکه څنګه به چې زما نوى آسمانونه او نوې زمکه زما په وړاندې قائمه وى، نو هم داسې به ستاسو اولاد او ستاسو نوم تر همېشه پورې قائم وى.“
يشعياه ۶۶:۲۲
خو د هغۀ د لوظ په مطابق مونږ د نوؤ آسمانونو او نوې دُنيا اِنتظار کوُو چې د صداقت نه ډکه وى.
دوېم پطروس ۳:۱۳
بيا ما يو نوے آسمان او يوه نوې دُنيا وليدله ځکه چې اول آسمان او اوله دُنيا غېب شوى وُو او سمندر هم نۀ وو. ما پاک ښار، يعنې نوے يروشلم وليدلو چې د خُدائ پاک د طرفه د آسمان نه راکوزېدو، او دا داسې تيار کړے شوے وو لکه چې ناوې د خپل خاوند دپاره سنګار شوې وى. ما د تخت نه يو اوچت آواز واورېدو چې دا يې فرمائيل چې، ”ګورئ، اوس به د خُدائ پاک حضور د بنى آدمو په مينځ کښې وى او هغوئ به د هغۀ اُمت وى او خُدائ پاک به په خپله د هغوئ سره وى. هغه به د هغوئ د سترګو ټولې اوښکې وچې کړى، هلته به نور نۀ مرګ، نۀ وير، نۀ ژړا او نۀ درد وى ځکه چې وړومبى څيزونه تېر شوى دى.“ او هغه څوک چې په تخت ناست وو هغۀ وفرمائيل چې، ”وګورئ، زۀ ټول څيزونه نوى کوم.“ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”زما دا کلام وليکه ځکه چې زما خبرې د اِعتبار لائقې او رښتيا دى.“
رويا ۲۱:۱–۵
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۳ نومبر ۲۹
زبور ۶۵:۴ · زبور ۲۷:۴
۲۰۲۳ نومبر ۲۸
يعقوب ۲:۲۶ · متى ۷:۲۱
۲۰۲۳ نومبر ۲۷
يوحنا ۱۷:۲۲ · يشعياه ۶:۱–۳
۲۰۲۳ نومبر ۲۶
يشعياه ۶۲:۴ · يشعياه ۴۳:۱
۲۰۲۳ نومبر ۲۵
روميان ۶:۱۸ · متى ۶:۲۴
۲۰۲۳ نومبر ۲۴
لوقا ۸:۲۱ · عبرانيان ۲:۱۱–۱۲
