۲۰۲۳ نومبر ۲۵
ورځنۍ رڼا, نومبر ۲۶: خو مات روح به څوک وزغمى؟ (متلونه ۱۸:۱۴)
ورځنۍ رڼا
ځکه چې مالِک خُدائ ستا نه خوشحال دے او ستا نه به خپله ناوې جوړه کړى.
يشعياه ۶۲:۴
اے بنى اِسرائيلو، هغه مالِک خُدائ چا چې تاسو پېدا کړى يئ هغه فرمائى چې، ”يرېږئ مه، ځکه چې ما تاسو په بيعه اخستى يئ. ما تاسو ته په نوم آواز کړے دے، تاسو زما يئ.
يشعياه ۴۳:۱
”هيڅکله نه. يو مور خپل د پيو ماشوم هېرولے شى څۀ؟ او چې کوم بچے ترې نه پېدا شوے وى نو د هغۀ سره به مينه نۀ کوى څۀ؟ کۀ يوه مور خپل بچے هېر هم کړى، خو زۀ به تاسو هيڅکله هم هېر نۀ کړم. ګوره ما ستا نوم د خپلو لاسونو په تلو باندې ليکلے دے، او ستا دېوالونه همېشه زما په وړاندې دى.
يشعياه ۴۹:۱۵–۱۶
کۀ مالِک خُدائ د نېکانو د کردار نه خوشحاله وى، هغه د هغوئ قدمونه سموى.
زبور ۳۷:۲۳
او د انسانانو نه مې خوشحالى حاصلوله.
متلونه ۸:۳۱
او مالِک د هغوئ نه خوشحاله وى څوک چې د هغۀ نه يريږى، او څوک چې د هغۀ په نۀ ختمېدونکې مينه باندې اُميد ساتى.
زبور ۱۴۷:۱۱
مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”هغوئ به زما وى. په هغه ورځ کله چې زۀ هغوئ خپل خاص ملکيت جوړوم، زۀ به هغوئ سره همدردى وکړم، لکه څنګه چې يو کس د خپل هغه زوئ سره همدردى کوى څوک چې د هغۀ خِدمت کوى.
ملاکى ۳:۱۷
يو وخت تاسو پخپله هم د خُدائ پاک نه لرې وئ او د خپلو سوچونو او بدو اخلاقو په وجه د هغۀ مخالفين وئ. خو اوس د مسيح د جسمانى مرګ په وسيله تاسو د هغۀ سره پخلا شوئ د دې دپاره چې هغه تاسو د هغۀ په حضور کښې مقدس، بېداغه او بېاِلزامه حاضر کړى.
کولوسيان ۱:۲۱–۲۲
خو د دُنيا غم مرګ پېدا کوى.
دوېم کورنتيان ۷:۱۰
کله چې اخىتُفل ته پته ولګېده چې د هغۀ په مشوره عمل نۀ دے شوے، نو هغۀ خپل خر کته کړو او خپل ښار ته واپس لاړو. کله چې هغۀ خپلې ټولې معاملې هوارې کړې نو هغۀ خپل ځان پهانسى کړو او مړ شو.
دوېم سموئيل ۱۷:۲۳
خو مات روح به څوک وزغمى؟
متلونه ۱۸:۱۴
آيا په جِلعاد کښې مرهم نشته؟ آيا هلته طبيبان نشته څۀ؟ نو بيا ولې زما د قوم د زخمونو دپاره شفا نشته څۀ؟
يرمياه ۸:۲۲
د مالِک خُدائ روح په ما نازل دے ځکه چې زۀ هغۀ مسح کړے يم، او دې له يې رالېږلے يم چې غريبانانو ته زېرے ورکړم ... او د خُدائ پاک د بدل اخستلو ورځ راغلې ده چې ټولو ماتم کوونکو ته تسلى ورکړم. څوک چې په صيون کښې ماتم کوى نو هغوئ له به د ايرو په ځائ ښائسته تاج ورکړم، او د غم په ځائ به خوشحالى ورکړم، او د پرېشانۍ په ځائ به حمدوثناء ورکړم.
يشعياه ۶۱:۱–۳
اے تاسو ټول چې خوارى کوئ او پنډ مو دروند دے، ما له راشئ او زۀ به آرام درکړم. زما جغ په غاړه کړئ او زما نه زده کړئ، ځکه چې زۀ په زړۀ نرم او په روح کښې عاجز يم، او تاسو به په زړۀ کښې آرام حاصل کړئ. ځکه چې زما جغ په وړلو کښې پوست دے او زما پنډ سپک دے.“
متى ۱۱:۲۸–۳۰
نو فيليپوس د صحيفې د دې برخې نه خبرې شروع کړې او هغۀ ته يې د عيسىٰ په حقله زيرے ورکړو.
اعمال ۸:۳۵
هغه مات زړونه روغوى، او د هغوئ په زخمونو پټئ لګوى.
زبور ۱۴۷:۳
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۳ نومبر ۲۴
لوقا ۸:۲۱ · عبرانيان ۲:۱۱–۱۲
۲۰۲۳ نومبر ۲۳
متلونه ۱:۳۳ · زبور ۹۰:۱
۲۰۲۳ نومبر ۲۲
يهوداه ۲۰ · يوحنا ۴:۲۴
۲۰۲۳ نومبر ۲۱
يوحنا ۶:۳۷ · هِجرت ۲۲:۲۷
۲۰۲۳ نومبر ۲۰
ميکاه ۷:۸ · يشعياه ۴۳:۲–۳
۲۰۲۳ نومبر ۱۹
متى ۷:۲۰ · اول يوحنا ۳:۷
