۲۰۲۳ دسمبر ۴
ورځنۍ رڼا, دسمبر ۵: سړے په خپل طاقت باندې نۀ بريالے کيږى
ورځنۍ رڼا
دا زما دپاره ښه وه چې په تکليف شوم نو دغه شان به زۀ ستا قانون زده کړم.
زبور ۱۱۹:۷۱
اګر چې هغه زوئ وو، خو د تکليفونو په تېرولو هغۀ فرمانبردارى زده کړه.
عبرانيان ۵:۸
خو کۀ چرې مونږ د هغۀ سره په جلال کښې شريک يُو نو د هغۀ په تکليف کښې به هم شريک يُو. زما په دې باور دے چې دا کوم تکليفونه چې مونږ يې اوس زغمو د هغه جلال په مقابله کښې هيڅ نۀ دى کوم چې مونږ ته ملاوېدونکے دے.
روميان ۸:۱۷–۱۸
خو هغۀ ته د هغې لارې پته ده چې کومه ما اختيار کړې ده، او کله چې هغه ما وآزمائى نو زۀ به د سرو زرو په شان صفا يم. زۀ د هغۀ په نقشِ قدم روان وم، او زۀ هيڅکله د هغۀ د لارې نه نۀ يم اوړېدلے.
ايُوب ۲۳:۱۰–۱۱
هغه راياد کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په تېرو څلوېښتو کالونو کښې څنګه په بيابان کښې په دې اوږد سفر کښې ستاسو لارښودنه وکړه، او په تاسو يې سختۍ راولېږلې چې په تاسو کښې عاجزى وى او تاسو وآزمائى، نو چې هغه په دې پوهه شى چې ستاسو په زړۀ کښې څۀ دى نو چې د هغۀ په حُکمونو عمل کوئ او کۀ نه. ياد لرئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو د اصلاح دپاره سزا درکوى لکه چې يو پلار خپلو بچو له تربيت ورکوى. نو بيا، هم هغه شان کوئ چې څنګه مالِک خُدائ حُکم درکړے دے، د هغۀ د قانون په مطابق ژوند تېروئ او د هغۀ تابعدارى کوئ.
ګردان ۸:۲, ۵–۶
سړے په خپل طاقت باندې نۀ بريالے کيږى.
اول سموئيل ۲:۹
داؤد جواب ورکړو، ”تۀ ما له د تُورې، نېزې او وړې نېزې سره راروان يې، خو زۀ ستا خِلاف د ربُ الافواج د نوم سره درځم، چې د بنى اِسرائيلو د لښکر خُدائ پاک دے، چې تا د هغۀ مخالفت کړے دے. هغۀ خپلې بوجۍ ته لاس وردننه کړو او يو کاڼے يې ترې نه راوويستو ... نو داسې داؤد بغېر د تُورې نه.
اول سموئيل ۱۷:۴۵, ۴۹–۵۰
يو بادشاه به هم د خپل لښکر په ډيروالى بچ نۀ شى، او نۀ به کوم تکړه سپاهى په خپل زور تښتېدے شى. مالِک خُدائ په هغوئ نظر ساتى څوک چې د هغۀ نه يريږى، په هغوئ باندې چې د هغۀ په ازلى مينه اُميد ساتى.
زبور ۳۳:۱۶, ۱۸
عزت او دولت ستا نه راځى، تۀ په خپل طاقت او قوت سره په هر څۀ حکومت کوې، او تۀ کولے شې چې هر څوک لوئ او طاقتور کړې.
اول تواريخ ۲۹:۱۲
زما فضل ستا دپاره کافى دے ځکه چې زما طاقت په کمزورتياو کښې پوره کيږى. نو زۀ به په خوشحالۍ په خپلو کمزورتياو فخر وکړم نو چې د مسيح قوت په ما کښې پاتې شى. په دې وجه زۀ د مسيح د خاطره په کمزورتيا کښې، په بېعزتۍ کښې، په سختو کښې، په تکليفونو کښې او په افتونو کښې خوشحاله يم، نو کله چې زۀ کمزورے يم نو بيا هغه وخت هم زورَور يم.
دوېم کورنتيان ۱۲:۹–۱۰
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۳ دسمبر ۳
ايُوب ۵:۸ · پېدايښت ۱۸:۱۴
۲۰۲۳ دسمبر ۲
اول يوحنا ۲:۲۰ · اعمال ۱۰:۳۸
۲۰۲۳ دسمبر ۱
يشعياه ۳۲:۲ · عبرانيان ۲:۱۴
۲۰۲۳ نومبر ۳۰
رويا ۱:۴ · فيليپيانو ۴:۷
۲۰۲۳ نومبر ۲۹
زبور ۶۵:۴ · زبور ۲۷:۴
۲۰۲۳ نومبر ۲۸
يعقوب ۲:۲۶ · متى ۷:۲۱
