۲۰۲۳ سېپتمبر ۱۵
ورځنۍ رڼا, سېپتمبر ۱۶: خو مالِک خُدائ د زړُونو جاج اخلى
ورځنۍ رڼا
خو مالِک خُدائ د زړُونو جاج اخلى.
متلونه ۲۱:۲
بېشکه مالِک خُدائ د صادقانو د لارې خيال ساتى، په لار د تباهۍ خو بدعمله ورروان وى.
زبور ۱:۶
مالِک خُدائ به سبا سحر مونږ ته وښائى چې څوک د هغۀ دى او څوک مقدس دى.
شمېر ۱۶:۵
ستاسو خېرات دې ضرور په پړده کښې وى نو ستاسو آسمانى پلار چې دا هر څۀ وينى چې تاسو يې په پړده کښې کوئ، هغه به د دې بدل درکړى.
متى ۶:۴
پاکه خُدايه، ما ولټوه، او زما زړۀ وپېژنه، او تۀ زما امتحان واخله او زما د پرېشانۍ په خيالونو ځان پوهه کړه. ما ته وګوره کۀ چرې کومه غلطه طريقه په ما کښې وى، ما د تل ژوندون لارو ته رهنمائى کړه.
زبور ۱۳۹:۲۳–۲۴
په مينه کښې هيڅ يره نشته، خو کامله مينه يره اخوا کوى ځکه چې يره د سزا سره تعلق ساتى.
اول يوحنا ۴:۱۸
اے مالِکه خُدايه، زما ټول ارمانونه ستا په وړاندې ښکاره دى، او زما اسويلى آهونه ستا نه پټ نۀ دى.
زبور ۳۸:۹
کله چې زما روح په ما کښې کمزورے شى، نو دا تۀ يې چې زما په لارو پوهېږې.
زبور ۱۴۲:۳
او خُدائ پاک څوک چې د زړُونو په رازونو پوهه دے، هغۀ ته دا معلومه ده چې د روحُ القُدس سوچ څۀ دے ځکه چې روحُ القُدس د مقدسينو دپاره د خُدائ پاک د مرضۍ په مطابق شفاعت کوى.
روميان ۸:۲۷
خو بيا هم د خُدائ پاک بنياد مضبوط دے او په هغې دا ليکلى دى چې، ”مالِک خپل هغه خلق پېژنى،“ او، ”څوک چې د هغۀ دى د مالِک نوم اخلى، هغه دې د شرارت نه واوړى.“
دوېم تيموتيوس ۲:۱۹
ژړا صرف د شپې وى، خو سحر کښې بيا خوشحالى وى.
زبور ۳۰:۵
نو چې څوک د دې مصيبتونو په وجه خطا نۀ شئ، ځکه چې تاسو ته پته ده چې دا مصيبتونه زمونږ په نصيب کښې ليکلے شوى دى. په حقيقت کښې کله چې مونږ تاسو سره وُو نو مونږ تاسو ته ووئيل چې په مونږ به دا تکليفونه ضرور راځى او دا هم دغه شان وشو لکه څنګه چې تاسو ته ښۀ پته ده.
اول تِسالونيکيان ۳:۳–۴
ما تاسو ته دا هر څۀ ووئيل نو چې تاسو په ما کښې سلامتيا حاصله کړئ. په دې دُنيا کښې به تاسو زحمتونو سره مخامخ شئ. خو زړَور شئ ځکه چې زۀ په دُنيا غالب شوے يم.“
يوحنا ۱۶:۳۳
زۀ چې کله راپاڅم ستا ديدن به وکړم په ليدو ستا به مطمئن شم.
زبور ۱۷:۱۵
شپه په ختمېدو ده، ورځ په راتلو ده.
روميان ۱۳:۱۲
هغه داسې دے لکه چې بېوريځو سحر کښې نمر پړقيږى، هغه نمر چې د باران نه پس واښۀ ځلوى.“
دوېم سموئيل ۲۳:۴
مالِک خُدائ پاک به مرګ د تل دپاره ختم کړى. او د هر يو کس په مخ باندې به اوښکې اوچې کړى او د ټولې دُنيا نه به د خپلو خلقو بېعزتى لرې کړى.
يشعياه ۲۵:۸
هلته به نور نۀ مرګ، نۀ وير، نۀ ژړا او نۀ درد وى ځکه چې وړومبى څيزونه تېر شوى دى.“
رويا ۲۱:۴
او بيا مونږ څوک چې ژوندى يُو او پاتې يُو به د هغوئ سره يو ځائ په وريځو کښې پورته کړے شُو د دې دپاره چې په هوا کښې د مالِک سره مِلاو شُو ... نو ځکه تاسو په دې خبرو سره يو بل له ډاډګيرنه ورکوئ.
اول تِسالونيکيان ۴:۱۷–۱۸
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۳ سېپتمبر ۱۴
يشعياه ۵۱:۱۲ · دوېم کورنتيان ۱:۳–۴
۲۰۲۳ سېپتمبر ۱۳
يوحنا ۷:۳۷ · زبور ۸۴:۲
۲۰۲۳ سېپتمبر ۱۲
يشعياه ۵۷:۱۸ · هِجرت ۱۵:۲۶
۲۰۲۳ سېپتمبر ۱۱
روميان ۱۲:۲ · هِجرت ۲۳:۲
۲۰۲۳ سېپتمبر ۱۰
يرمياه ۳۲:۹ · حزقىايل ۳۶:۲۶
۲۰۲۳ سېپتمبر ۹
لوقا ۱:۵۳ · رويا ۳:۱۷–۱۹
