۲۰۲۳ فبروري ۶
ورځنۍ رڼا, فبروري ۷: او هغه يو سامرى وو (لوقا ۱۷:۱۵–۱۸)
ورځنۍ رڼا
تاسو چې د خوراک دپاره څۀ غواړئ هغه هر څۀ به درته ملاويږى او چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک کوم آباد مُلک درکړے دے د هغې دپاره به تاسو د هغۀ شُکر ادا کړئ.
ګردان ۸:۱۰
پام کوئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هېر نۀ کړئ.
ګردان ۸:۱۱
نو په هغوئ کښې چې يو تن خپل ځان روغ وليدلو نو واپس شو او په چغو چغو يې د خُدائ پاک ثناء ووئيله. هغه د عيسىٰ په پښو کښې پرېوتو او د هغۀ شکريه يې ادا کړه. او هغه يو سامرى وو. بيا عيسىٰ وفرمائيل چې، ”ولې لس واړه پاک نۀ کړے شوئ؟ نو هغه نور نهۀ څۀ شول؟ بې له دې يو مسافر نه بل يو هم داسې نۀ وو چې واپس راغلے وے او د خُدائ پاک ثناء يې وئيلے وے؟“
لوقا ۱۷:۱۵–۱۸
ځکه هر څۀ چې خُدائ پاک پېدا کړى دى هغه ښۀ دى او د څۀ نه هم اِنکار کول نۀ دى په کار، او څۀ چې ملاويږى په شُکر ګزارۍ سره يې خورئ، ځکه چې دا د خُدائ پاک په کلام او د دُعا په وسيله پاک شوى دى.
اول تيموتيوس ۴:۴–۵
ځکه چې هغوئ پرې د خُدائ پاک شُکر کوى.
روميان ۱۴:۶
د مالِک خُدائ برکت انسان مالداره کوى، او په کښې هيڅ قسم غم نۀ سېوا کوى.
متلونه ۱۰:۲۲
اے زما روحه، د مالِک خُدائ ثناء ووايه، اے زما ټول ځانه، د مالِک خُدائ د مقدس نوم ثناء ووايه. اے زما روحه، د مالِک خُدائ ثناء ووايه ... څوک چې ستا ټول ګناهونه معاف کوى ... او خپل د مينې او رحم تاج ستا په سر ږدى.
زبور ۱۰۳:۱–۴
زړۀ يې پرې وسوزېدو او چې په کښې څوک بيماران وُو هغه يې روغ کړل.
متى ۱۴:۱۴
عيسىٰ مسيح پرون، نن او تل تر تله يو شان دے.
عبرانيان ۱۳:۸
ځکه چې زمونږ داسې مشر اِمام نۀ دے څوک چې زمونږ په کمزورتياو کښې مونږ سره همدردى ونۀ کړى بلکې هغه په ټولو خبرو کښې زمونږ په شان وآزمائيلے شو خو بيا هم بېګناه وو.
عبرانيان ۴:۱۵
او هغه د دې جوګه دے چې د ناپوهه او ګمراهانو سره په نرمۍ سلوک وکړى ځکه چې په هغۀ کښې هم هغه شان کمزورتيا شته دے.
عبرانيان ۵:۲
هغه واپس راغلو او هغوئ يې اودۀ وموندل. نو هغۀ پطروس ته وفرمائيل، ”شمعونه، اودۀ يې څۀ؟ ولې تاسو ما سره يوه ګينټه قدرې هم بېدار نۀ شوئ پاتې کېدے؟ بېدار شئ، او دُعا وکړئ چې د آزمېښت په وخت ناکامه نۀ شئ. ځکه چې روح خو تيار دے خو بدن کمزورے دے.“
مرقوس ۱۴:۳۷–۳۸
څومره چې پلار په خپلو بچو باندې مهربان وى، نو دومره مالِک خُدائ په هغوئ مهربانه دے څوک چې د هغۀ نه يريږى. ځکه چې هغۀ ته پته ده چې مونږ څنګه جوړ شوى يُو، هغۀ ته دا ياد دى چې مونږ خاورې يُو.
زبور ۱۰۳:۱۳–۱۴
خو تۀ، اے مالِکه خُدايه، رحيم او مهربانه يې. په غصه کښې تېزى نۀ کوې او د ډېرې مينې او وفادارۍ نه کار اخلې. ما ته راوګرځه او په ما باندې رحم وکړه، خپل خِدمت کوونکى له طاقت ورکړه، د خپلې وينځې زوئ بچ کړه.
زبور ۸۶:۱۵–۱۶
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۳ فبروري ۵
يوحنا ۱۰:۱۰ · پېدايښت ۲:۱۷
۲۰۲۳ فبروري ۴
ګردان ۱۷:۱۶ · عبرانيان ۱۱:۱۵–۱۶
۲۰۲۳ فبروري ۳
حجى ۲:۴ · يوحنا ۱۵:۵
۲۰۲۳ فبروري ۲
اول تواريخ ۴:۱۰ · لوقا ۲۲:۴۶
۲۰۲۳ فبروري ۱
اول پطروس ۱:۸ · دوېم کورنتيان ۵:۷
۲۰۲۳ جنوري ۳۱
شمېر ۳۳:۵۵ · اول تيموتيوس ۶:۱۲
