ورځنۍ رڼا, جنوري ۱۶: کولوسيان ۱:۱۹

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

ځکه چې د خُدائ پاک دا خوښه وه چې د هغۀ ټول الوهيت دې په مسيح کښې وى.

پلار د زوئ سره مينه کوى او هغۀ ته يې ټول اختيار ورکړے دے.

هم په دې وجه خُدائ پاک هغۀ له د ټولو نه اوچت مقام ورکړو او هغۀ له يې هغه نوم ورکړو چې د ټولو نومونو نه اعلىٰ دے. نو چې د عيسىٰ په نوم ټول مخلوق په سجده شى، کۀ هغه په آسمان کښې وى، يا په زمکه، يا کۀ د زمکې د لاندې وى، او د خُدائ پلار د جلال دپاره دې هر څوک دا اقرار وکړى چې عيسىٰ مسيح مالِک دے.

هلته يې مسيح د هر قسم حکومت او اختيار او قدرت او رياست او د هر يو نوم نه زيات اوچت کړو کوم چې به نۀ تش په دې دُنيا کښې بلکې په راتلونکې دُنيا کښې هم اوچت وى.

ځکه چې د هغۀ په وسيله ټول څيزونه پېدا شول چې په آسمان کښې دى يا په زمکه، ليدونکى دى يا ناليدونکى دى، تختونه دى کۀ رياستونه کۀ حکومتونه يا اختيارات دى، هر څۀ د مسيح په وسيله او د هغۀ دپاره پېدا شُو.

ځکه چې مسيح د هم دې دپاره مړ شو او بيا ژوندے شو، نو چې هغه د مړو او ژوندو دواړو مالِک شى.

او تاسو په مسيح کښې معمور شوى يئ څوک چې د هر حاکِم او اختيار سر دے.

ځکه چې مونږ ټولو د هغۀ د ټولې معمورتيا نه په فضل دپاسه فضل وموندلو.

د دې دپاره دا هر څۀ وليکه څۀ چې تۀ وينې، څۀ چې اوس دى او څۀ چې وروستو به وشى.

بلکې بنى آدمو د روحُ القُدس په وجه د خُدائ پاک د طرف نه خبرې کولې.

څۀ چې مونږ ليدلى او اورېدلى دى، مونږ هغه تاسو ته بيانوو د دې دپاره چې تاسو مونږ سره په کښې شريک شئ او په رښتيا مونږ د پلار او د هغۀ د زوئ عيسىٰ مسيح سره شراکت وساتو.

زما لاسونو او پښو ته خيال وکړئ چې دا زۀ په خپله يم. ما له لاس راوړئ او وګورئ، د پيرى بدن نۀ وى لکه څنګه چې زما دے.“ کله چې هغۀ دا خبرې وکړې نو خپل لاسونه او پښې يې هغوئ ته وښودل.

هغه سړى چې دا وکتل هغۀ ګواهى ورکړه او د هغۀ ګواهى رښتيا ده. هغه رښتيا خبرې کوى د دې دپاره چې تاسو هم ايمان راوړئ.

ځکه چې مونږ په هغه قيصو پسې نه ځو چې په چالاکۍ سره جوړې شوې دى کله چې مونږ تاسو د خپل مالِک عيسىٰ مسيح د قدرت او د راتلو په حقله خبر کړئ، بلکې مونږ د هغۀ جلال په خپلو سترګو ليدلے دے.

نو ما دا ځکه وکړل چې ستاسو ايمان د انسان د حِکمت په بنياد نه بلکې د خُدائ پاک په قدرت ولاړ وى.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ