۲۱ بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک په آدم دروند خوب راوستلو او چې آدم اودۀ شو، نو هغۀ د آدم نه يوه پوښتۍ راوويسته او هغه ځائ يې ورله په غوښه ډک کړو. ۲۲ بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک د آدم د پوښتۍ نه يوه ښځه پېدا کړه او هغۀ له يې راوستله. ۲۳ نو آدم وفرمائيل، ”واه، دا هم زما په شان ده. او زما په شان بدن دے. د دې نوم ”ښځه“ دے، ځکه چې دا د بنى آدم نه راويستلے شوې ده.“ ۲۴ په دې وجه به سړے خپل مور پلار پرېږدى او د خپلې ښځې سره به يو ځائ شى، او دواړه به يو بدن شى. ۲۵ سړے او ښځه دواړه بربنډ وُو، خو د يو بل نه يې پړده نۀ کوله.
۱۷ او هغۀ آدم ته وفرمائيل، ”تا د ښځې خبره ومنله او هغه مېوه دې وخوړه چې د کومې نه ما منع کړے وې. ستا د عمل په وجه زمکه لعنتى شوه. د خپل خوراک دپاره به تۀ ټول عُمر په دې زمکه سخته خوارى کوې. ۱۸ دا به ازغى او مرکونډۍ زرغونوى او تۀ به ځنګلى بوټى خورې. ۱۹ د سخت محنت او د تندى په خولو به خپله روټۍ ګټئ. تاسو د خاورو نه جوړ يئ او بيا به خاورې شئ.“