۶ هغۀ خپل زوئ سليمان راوغوښتلو او حُکم يې ورکړو چې د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دپاره يو کور تيار کړى. ۷ داؤد هغۀ ته وفرمائيل، ”زما زويه، ما دا غوښتل چې د مالِک خُدائ زما د خُدائ پاک د درناوى دپاره يو کور جوړ کړم. ۸ خو د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې، تا ډېر خلق وژلى دى او ډېر جنګونه دې کړى دى. نو چې ما کومه وينه تويه کړې ده د هغې په وجه به هغه ما دې ته پرې نۀ ږدى چې د هغۀ دپاره کور جوړ کړم. ۹ خو هغۀ بيا هم ما سره يوه وعده وکړه چې، ستا به يو زوئ پېدا شى چې هغه به په امن سره حکومت کوى، ځکه چې زۀ به هغۀ له د هغۀ د ټولو ګېرچاپېره دشمنانو نه امن ورکړم. د هغۀ نوم به سليمان وى، ځکه چې د هغۀ په بادشاهۍ کښې به زۀ بنى اِسرائيلو له امن او سلامتى ورکړم. ۱۰ هغه به زما دپاره يو کور جوړ کړى. هغه به زما زوئ وى او زۀ به د هغۀ پلار يم. هغه او د هغۀ اولاد به د تل دپاره په بنى اِسرائيلو باندې بادشاهى کوى.“ ۱۱ داؤد خپله خبره جارى وساتله، ”نو زما زويه، مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک دې ستا مل شى او هغه دې خپله وعده پوره کړى چې تا د هغۀ دپاره په کور جوړولو کښې کامياب کړى. ۱۲ او مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک دې پوهه او حِکمت درکړى نو تۀ به د هغۀ د قانون په مطابق په بنى اِسرائيلو باندې حکومت وکړې. ۱۳ کۀ تۀ هغه ټول قانون ومنې کوم چې مالِک خُدائ موسىٰ له د بنى اِسرائيلو دپاره ورکړے وو، نو تۀ به کامياب يې. تکړه شه او حوصله مضبوطه کړه او چې د هيڅ نه هم ونۀ يرېږې. ۱۴ او د مالِک خُدائ د کور دپاره ما په خپل ډېر کوشش سره څلور زره ټنه سرۀ زر او کم از کم څلوېښت زره ټنه سپين زر راغونډ کړى دى چې د دې په جوړولو کښې استعمال شى. د دې نه علاوه بېحسابه اوسپنه او زېړ هم دى. ما څۀ لرګى او کاڼى هم تيار کړى دى، خو تۀ به نور هم تياروې. ۱۵ تا سره ډېر د کار والا سړى دى. د کاڼو جوړولو دپاره سړى شته او ګِلکاران او ترکاڼان شته، هم داسې په لوئ شمېر کښې اُستاذان موجود دى چې هر قِسم کار کولے شى ۱۶ لکه د سرو زرو، سپينو زرو، زېړو او اوسپنې. اوس کار شروع کړه او مالِک خُدائ دې ستا مل شى.“
۹ او هغۀ سليمان ته وفرمائيل، ”زما زويه، زۀ تا ته وايم چې د پلار خُدائ پاک وپېژنه او د زړۀ د اخلاصه او د خپلې مرضۍ سره د هغۀ خِدمت کوه. هغه زمونږ ټول فکرونه او خواهشونه معلوموى. کۀ تۀ د هغۀ طلب کوې نو پېدا به يې کړې، خو کۀ تۀ د هغۀ نه اوړې، نو هغه به تا د تل دپاره پرېږدى. ۱۰ تۀ په دې پوهه شه چې مالِک خُدائ تۀ د هغۀ د مقدس کور جوړولو دپاره خوښ کړے يې. نو تکړه شه او دا کار وکړه.“
۲۰ داؤد بادشاه خپل زوئ سليمان ته وفرمائيل، ”تکړه شه او اراده مضبوطه کړه. کار شروع کړه او چې ونۀ يرېږې او نه بېحوصلې شې. مالِک خُدائ زما خُدائ پاک به ستا مل وى. هغه به تا نۀ پرېږدى، خو هغه به تر هغې پورې تا سره وى چې د هغۀ يعنې د مالِک خُدائ د کور کار ختم شوے نۀ وى.
اول تواريخ ۲۲:۶–۱۶ · اول تواريخ ۲۸:۹–۱۰ · اول تواريخ ۲۸:۲۰ · PYPB