۱ ځکه چې شريعت صرف د راتلونکو ښو څيزونو سورے دے او د هغه حقيقى څيزونو اصلى شکل نۀ دے، او کومې قربانۍ چې هر کال بېناغې کولے شى دا کله هم هغه خلق کاملولے نۀ شى څوک چې د خُدائ پاک عبادت کوى. ۲ کۀ چرې هغوئ مکمل پاکوالے ورکولے شو، نو دا قربانۍ به ختمې شوې وې او عبادت کوونکى به يو ځل د تل دپاره پاک شوى وُو نو بيا به هغوئ خپل ځان ګناه ګار نۀ ګڼلو. ۳ بلکې دا قربانيانې هر کال ګناهونه رايادوى. ۴ ځکه چې دا ممکنه نۀ ده چې د غوَيانو او چېلو وينه ګناهونه لرې کړى. ۵ ځکه خو کله چې مسيح دُنيا ته راغلو نو هغۀ وفرمائيل چې، ”تا قربانى او نذرانه خوښه نۀ کړه بلکې تا زما دپاره يو بدن تيار کړو. ۶ په سوزېدلې نذرانه او د ګناه په نذرانه تۀ خوشحاله نۀ وې. ۷ بيا ما وفرمائيل، وګوره خُدايه پاکه، زۀ راغلم چې ستا مرضى پوره کړم، اے خُدايه پاکه، د کِتاب مقدس په پاڼو کښې يې زما په حقله دا ليکلى دى.“ ۸ مسيح اول وفرمائيل چې، ”نۀ خو تا قربانى او نذرونه او پوره سوزېدونکې نذرانې او د ګناه نذرانې خوښې کړې او نۀ په هغې خوشحاله شوے وې“ کۀ څۀ هم چې دا قربانۍ د شريعت په مطابق پېش کيږى. ۹ او بيا هغۀ دا وفرمائيل چې، ”وګوره، زۀ راغلم چې ستا مرضى پوره کړم.“ هغه اولنۍ قربانى ځکه منسوخ کوى چې دوېمه قربانى هغه ځائ ونيسى. ۱۰ او د خُدائ پاک د مرضۍ په وسيله مونږ د عيسىٰ مسيح د بدن د يو ځل قربانېدو په وجه د همېشه دپاره پاک کړے شُو. ۱۱ او هر يو اِمام روزانه د هغۀ خدمت کښې ولاړ وى او هم هغه يو رنګ قربانۍ بيا بيا پېش کوى کومې چې هيڅکله هم ګناهونه نۀ شى ختمولے. ۱۲ خو کله چې مسيح د همېشه دپاره د ګناهونو د ختمولو دپاره يوه قربانى ورکړه نو بيا هغه د خُدائ پاک ښى لاس ته کښېناستو. ۱۳ او د هغه وخت نه په دې انتظار دے چې د هغۀ دشمنان د هغۀ د پښو د لاندې کړے شى. ۱۴ ځکه چې هغه د يوې قربانۍ ورکولو په وسيله هغوئ د همېشه دپاره کامِل کړل څوک چې پاک کړے شوى دى. ۱۵ او روحُ القُدس هم مونږ ته دغه ګواهى راکوى ځکه چې هغه فرمائى چې، ۱۶ ”خو دا هغه نوے لوظ دے کوم به چې زۀ پس د دې نه د بنى اِسرائيلو د قبيلې سره وکړم، زۀ به خپل شريعت د هغوئ په مازغو کښې واچوم او د هغوئ په زړونو باندې به يې وليکم.“ ۱۷ او بيا دا هم فرمائى چې، ”زۀ به د هغوئ ګناهونه او بېشرعې کارونه نور بيا کله هم ياد نۀ کړم.“ ۱۸ او چې د هغوئ معافى شوې ده نو بيا نور د ګناهونو دپاره د قربانۍ پېش کولو حاجت نشته.
۱۹ نو په دې وجه اے وروڼو او خوېندو، مونږ د عيسىٰ د وينې په سبب زيات مقدس ځائ ته په اطمينان سره ورننوځو. ۲۰ هغۀ د خپل مرګ په وسيله د ژوندون دپاره يوه نوې لار د پړدې د مينځ نه کولاو کړه، ۲۱ نو ځکه چې مونږ سره لوئ اِمام دے څوک چې د خُدائ پاک د کور مختيار دے، ۲۲ نو راځئ چې د زړۀ د اخلاصه او په پوره باور سره د خُدائ پاک په حضور کښې داخل شُو. ځکه چې زمونږ په ګناه ګار ضمير د مسيح وينه نوستلے شوې ده چې مونږ پاک کړى، او زمونږ بدن په پاکو اوبو سره وينځلے شوے دے. ۲۳ راځئ چې مونږ د خپل اُميد په اقرار کولو بغېر د يرېدو نه کلک ودرېږو ځکه چا چې لوظ کړے دے هغه وفادار دے. ۲۴ او راځئ چې سوچ وکړُو چې څنګه يو بل ته د مينې او نېکو کارونو د کولو ترغيب ورکوو. ۲۵ او چې مونږ په خپلو کښې د جماعت د راټولېدو نه منع نۀ شُو څنګه چې د ځينو خلقو عادت دے، بلکې يو بل له ډاډګيرنه ورکړئ، او څنګه چې تاسو د مالِک ورځ په رانزدې کېدو وينئ. ۲۶ کۀ چرې مونږ د حق د پېژندلو نه پس هم قصداً ګناهونه کوُو نو بيا زمونږ د ګناهونو دپاره د يوې قربانۍ هم څۀ فائده نشته. ۲۷ خو يو يروونکے عدالت او غضبناک اور پاتې دے چې د خُدائ پاک مخالفين به وسوزوى. ۲۸ هر څوک هم چې د موسىٰ شريعت نۀ منى هغه به د دوو يا درېو ګواهانو په ګواهۍ بغېر د څۀ رحم نه هلاک کړے شى، ۲۹ نو تاسو سوچ وکړئ چې هغوئ به د څومره زياتې سزا لائق وګرځى چا چې د خُدائ پاک زوئ سپک ګڼلے وى، او د لوظ وينه چې هغوئ پرې پاک شوى وُو د هغې بېحرمتى کړى وى، او د فضل د روح بېعزتى يې کړى وى؟ ۳۰ ځکه چې مونږ هغه پېژنو چا چې فرمائيلى دى چې، ”بدل اخستل زما کار دے، بدل به زۀ اخلم،“ او بيا دا چې، ”مالِک به د خپل اُمت عدالت کوى.“ ۳۱ د ژوندى خُدائ پاک په لاسونو کښې ورتلل ډېره هيبتناکه خبره ده. ۳۲ خو هغه اولنۍ ورځې رايادې کړئ کله چې د خُدائ پاک نُور په تاسو وځلېدو، نو تاسو په سخت وخت کښې مصيبتونه وزغمل او قائم پاتې شوئ. ۳۳ تاسو په څو څو کرَته بېعزته او د مصيبتونو په وجه د خلقو تماشه شوئ، او کله کله تاسو د هغوئ په بد سلوکۍ کښې هم مدد وکړو چا چې دا مصيبتونه زغمل، ۳۴ د قېديانو سره تاسو همدردى وکړه، او تاسو د خپل مال لوټ کېدل په خوشحالۍ سره منظور کړل، ځکه چې تاسو په دې پوهه وئ چې تاسو سره يو بهتر او د تل ميراث دے. ۳۵ نو په دې وجه خپله زړۀ ورتيا مۀ پرېږدئ ځکه چې د دې ډېر اجر دے. ۳۶ نو تاسو ته د صبر ضرورت دے نو چې کله تاسو د خُدائ پاک مرضى پوره کړئ نو تاسو به دا لوظ کړے شوى څيزونه حاصل کړئ. ۳۷ ځکه، ”اوس ډېر لږ وخت دے چې څوک چې راتلونکے دے هغه به راشى او ايسار به نۀ شى. ۳۸ څوک چې صادق وى هغه به په ايمان پائى. او زما زړۀ د هغوئ نه خوشحاله نۀ دے څوک چې د ايمان نه وروستو کيږى.“ ۳۹ خو مونږ هغه خلق نۀ يُو څوک چې ايمان نه وروستو شى او بيا هلاک شى، خو مونږ وفادار خلق يُو څوک چې به بچ شى.
۱ نو ايمان دا دے چې په هغه څيزونو باور وکړُو چې د کوم په اُميد يُو، او په ناليدلو څيزونو يقين وکړُو. ۲ په حقيقت کښې زمونږ مشرانو د ايمان په وسيله د خُدائ پاک قبوليت حاصل کړو. ۳ د ايمان په وسيله مونږ ته پته ده چې عالمونه د خُدائ پاک په کلام جوړ شوى دى، نو چې څۀ په نظر راځى هغه د هغه څيزونو نه جوړ شوى دى کوم چې په نظر نۀ ښکارى. ۴ د ايمان په وسيله د خُدائ پاک دپاره هابيل د قائِن نه بهتره قربانى پېش کړه، او هم د دې په وسيله هغه د صادق په توګه منظور شو، او خُدائ پاک په خپله د هغۀ قربانى قبوله کړه، هغه مړ هم شو، خو د خپل ايمان په وسيله هغۀ زمونږ دپاره يو مثال پېش کړو. ۵ د ايمان په وسيله حنوک مړ نۀ شو بلکې آسمان ته ژوندے پورته کړے شو. هغه هيچا ونۀ موندلو ځکه چې خُدائ پاک هغه بره اوچت کړے وو، ځکه چې د هغۀ د پورته کېدو نه مخکښې دا ګواهى ورکړے شوه چې د هغۀ نه خُدائ پاک راضى دے. ۶ او بغېر د ايمان نه د خُدائ پاک خوشحالول ناممکن دى، ځکه چې څوک خُدائ پاک ته راځى هغوئ ته په دې ايمان راوړل په کار دى چې هغه موجود دے او چې څوک هغه لټوى، هغوئ ته اجر ورکوى. ۷ د ايمان په وسيله نوح د هغه څيزونو په باب کښې چې تر هغه وخته په نظر نۀ راتلل، هدايت وموندو او د خپل خاندان د بچ کولو دپاره يې کِشتۍ جوړه کړه. هغۀ د خپل ايمان په وسيله ټوله دُنيا مجرمه کړه او د هغه صداقت وارث شو چې د ايمان په سبب وو. ۸ د ايمان په وسيله کله چې اِبراهيم وبللے شو نو هغه حُکم يې ومنلو او هغه ځائ ته لاړو کوم چې هغۀ ته په ميراث کښې ملاوېدونکے وو، او ورته دا پته نۀ وه چې چرته روان دے خو بيا هم د خپل مُلک نه روان شو. ۹ او د ايمان په وسيله په هغه مُلک کښې د مسافرو په شان دېره شو د کوم چې ورسره لوظ شوے وو، او سره د اِسحاق او يعقوب چې هغوئ هم په هغه لوظ وارثان وُو، په خېمو کښې اوسېدل. ۱۰ ځکه چې اِبراهيم د هغه مضبوط ښار ليدو اُميد ساتلو چې د منصوبې ماهر او جوړوونکے يې خُدائ پاک دے. ۱۱ هم د ايمان په وسيله ساره د ماشوم پېدا کولو طاقت وموندو، اګر کۀ هغه ډېره بوډۍ او شنډه هم وه خو د هغې دا ايمان وو چې خُدائ پاک به خپل لوظ پوره کوى. ۱۲ نو په دې وجه بيا د يو سړى نه چې د مړى په شان وو، چې په آسمان کښې څومره ستورى دى او چې د سمندر په غاړه څومره شګې دى بېشمېره اولاد پېدا شو. ۱۳ هغه ټول خلق مړۀ شول د چا چې تر مرګ پورې د خُدائ پاک په ورکړے شوى لوظ ايمان وو. هغوئ ته هغه څۀ مِلاو نۀ شو د کوم څيز چې لوظ شوے وو خو هغوئ د لرې نه دا وليدو او ورته خوشحاله شول. هغوئ دا خبره قبوله کړه چې په زمکه هغوئ مسافر او غېر مُلکيان وُو. ۱۴ ځکه چې کوم خلق دغه شان خبرې کوى، د هغوئ نه د دې خبرې پته لګى چې هغوئ د خپل مُلک په تلاش کښې دى. ۱۵ کۀ هغوئ د هغه مُلک ارمان کولو د کوم نه چې هغوئ راوتلى وُو، نو هغوئ ته د واپس تللو موقع وه. ۱۶ خو په حقيقت کښې هغوئ د يو بهتر ځائ، يعنې د آسمانى مُلک په تلاش کښې وُو، نو ځکه خُدائ پاک په دې نۀ شرميږى چې د هغوئ خُدائ پاک دې وبللے شى، نو هغۀ هغوئ له يو ښار تيار کړے دے. ۱۷ هم د ايمان په وسيله اِبراهيم د آزمېښت په وخت اِسحاق د قربانۍ په توګه پېش کړو. اِبراهيم چا سره چې خُدائ پاک لوظونه کړى وُو هغه دې ته تيار شو چې خپل يکى يو زوئ قربان کړى، ۱۸ کۀ څۀ هم چې خُدائ پاک فرمائيلى وُو، ”چې هم د اِسحاق نه به ستا نسل قائم وى.“ ۱۹ ځکه چې د اِبراهيم په دې ايمان وو چې خُدائ پاک د مړو نه د بيا ژوندى کېدلو قدرت لرى، نو څنګه چې هغۀ وئيل نو هم هغسې يې هغه د مړو نه بيا ژوندے وموندلو. ۲۰ هم د ايمان په وسيله اِسحاق يعقوب او عِيسو دواړو ته د مستقبل برکت ورکړو. ۲۱ هم د ايمان په وسيله يعقوب چې کله مړ کېدو د يوسف وړو زامنو ته يې برکت ورکړو او د خپلې امسا په سر يې د تکيه کولو سره سجده وکړه. ۲۲ هم د ايمان په وسيله کله چې د يوسف مرګ نزدې شو نو د بنى اِسرائيلو د مِصر نه د وتلو هدايت يې وکړو او د خپلو هډُوکو د ښخولو په حقله يې حُکم ورکړو. ۲۳ هم د ايمان په وسيله د موسىٰ مور پلار د هغۀ د پېدايښت نه پس تر درېو مياشتو پورې هغه پټ وساتلو ځکه چې هغوئ وليدل چې ماشوم ښکلے دے او هغوئ د بادشاه د حُکم نه ونۀ يرېدل. ۲۴ د ايمان په وسيله موسىٰ چې کله لوئ شو نو د فِرعون د لور د زوئ بللو نه يې اِنکار وکړو. ۲۵ هغۀ د عارضى ژوندون د يو څو ورځو عېش عشرت او ګناه په ځائ د خُدائ پاک د اُمت سره د بد سلوک زغمل زيات خوښ کړل. ۲۶ هغۀ د مسيح دپاره بد سلوک زغمل د مِصر د خزانو نه لوئ دولت وګڼلو ځکه چې د هغۀ نظر په لوئ اجر حاصلولو وو. ۲۷ هم د ايمان په وسيله موسىٰ مِصر پرېښودو او د بادشاه د قهر نه ونۀ يرېدو، او خپل سفر يې جارى وساتلو ځکه چې د هغۀ نظر په ناليدلى خُدائ پاک باندې وو او پرې قائم پاتې شو. ۲۸ هم د ايمان په وسيله موسىٰ بنى اِسرائيلو ته د فسح اختر کولو حکم وکړو او د دروازو په دُرشلونو باندې يې په وينه نوستلو عمل وکړو د دې دپاره چې د مرګ فرښته د دوئ اول پېدا شوى زامن هلاک نۀ کړى. ۲۹ او د ايمان په وسيله بنى اِسرائيل په بحرِقُلزم داسې پورې وتل لکه چې په وُچه زمکه، خو کله چې مِصريانو د پورې وتو کوشش وکړو نو غرق شول. ۳۰ هم د ايمان په وسيله د يريحو ښار دېوالونه د بنى اِسرائيلو تر اوو ورځو پورې ګېرچاپېره تاوېدلو نه پس راونړېدل. ۳۱ هم د ايمان په وسيله راحب کنجره د نافرمانو سره هلاکه نۀ شوه ځکه چې هغې اِسرائيلى جاسوسان په خير قبول کړى وُو. ۳۲ او نور زۀ څۀ ووايم؟ ځکه دومره وخت راسره نشته چې د جدعون، برق، سمسون، جفتاه، داؤد، سموئيل او د نورو نبيانو حال بيان کړم. ۳۳ هغوئ د ايمان په وسيله بادشاهۍ فتح کړې، د عدل او اِنصاف حکومت يې قائم کړو او هغه لوظونه چې خُدائ پاک کړى وُو وې موندل، د زمرو خولې يې بندې کړې، ۳۴ د اور تاو يې بند کړو، او د تُورې د مخ نه بچ شول. هغوئ په کمزورتيا کښې طاقت حاصل کړو، په جنګ کښې طاقتور شول او د غېرو مُلکونو فوجونه يې په تېښته کړل. ۳۵ ښځو خپل مړى بيا ژوندى وموندل. ځينو په ځان وهل ټکول تير کړل، رهائى يې منظوره نۀ کړه، د دې دپاره چې هغوئ ته بهتر قيامت حاصل شى. ۳۶ په ځينو پورې يې ټوقې وکړې، په کوړو يې ووهل، او څۀ يې په زنځيرونو وتړل او په قېد کښې يې واچول. ۳۷ ځينې يې سنګسار کړل، او په اره يې وڅيرل، په تُورو يې مړۀ کړل، د ګډو بيزو څرمنې يې اغوستې وې، په محتاجۍ، په مصيبت، د بد سلوکۍ په حالت کښې سروهلى بروهلى ګرځېدل. ۳۸ دُنيا د هغوئ لائقه نۀ وه، هغوئ په دشتو، غرونو او د زمکې په غارونو او سوړو کښې هواګير وګرځېدل. ۳۹ د خپل ايمان په وجه د هغوئ ټولو ښۀ تعريف وشو، خو هغه څۀ ورته مِلاو نۀ شول د کوم چې ورسره لوظ شوے وو. ۴۰ نو خُدائ پاک زمونږ دپاره يوه ښۀ منصوبه جوړه کړې وه، هغه دا چې زمونږ سره به هغوئ کامِل کړے شى.
۱۱ همېشه په تنبيه کولو کښې مزه نۀ وى بلکې هغه دردناک وى. خو وروستو دا د هغوئ دپاره د صداقت او امن مېوه ونيسى د چا چې تنبيه شوى وى.
عبرانيان ۱۰ · عبرانيان ۱۱ · عبرانيان ۱۲:۱۱ · PYPB
په عبرانیانو 10 کې، موږ د مومنانو لپاره غوښتنه په پام کې ونیوله چې په ایمان کې پاتې شي د بیرته راستنیدو پرځای، د دوی د رنځونو سره سره. 11 څپرکی دا ښیې چې خدای تل هغه کسان پیاوړي کړي چې په ایمان ژوند کوي. دلته په 12 څپرکي کې، د رنځ په اړه یو بل نصیحت ورکړل شوی: خدای دا زموږ د نظم او روزنې لپاره کاروي. عبراني لوستونکي هیر کړي وو چې د څښتن تادیب د دوی لپاره د هغه د مینې ثبوت و.
رنځ تل د روحاني ودې لپاره فرصت برابروي. خدای د هیڅ ډول بې عدالتۍ تایید نه کوي چې ممکن زموږ د رنځ لامل شي؛ بیا هم، هغه زموږ مبارزې خلاصون کولی شي، د دوی له لارې زموږ د ګټې لپاره موږ تادیبوي. موږ ممکن په هغه وخت کې د هغه اصلاح څخه خوند ونه اخلو، مګر دا "د صداقت سوله ایز میوه" (12:11) تولیدوي که موږ د هغې لخوا روزل کیدو ته چمتو یو.
څرنګه چې دا داسې ده، راځئ چې خپل لاسونه پیاوړي کړو! راځئ چې خپلې لارې سمې کړو! که موږ یا زموږ وروڼه زموږ د مبارزو له امله له لارې واوړي، څه ګټه لري؟ که پښې خرابې شي، څه برکت دی؟ د کمزورۍ، ترخې، یا ناپاکۍ فضا به یقینا د هغو کسانو لپاره مناسبه نه وي چې د صیون غره ته راغلي دي، "د ژوندي خدای ښار" (v. 22).
د عبرانیانو کتاب اخطارونه د دې لپاره دي چې ټول هغه څه څرګند کړي چې غلط دي او ټول هغه څه پیاوړي کړي چې ریښتیا دي. په ورته ډول، د 12 څپرکي پای ته رسیدو غوښتنه کوي، "وګورئ چې تاسو هغه څوک رد نه کړئ چې خبرې کوي" (v. 25). هغه څوک چې غلط دي د هغه له قضاوت څخه به خلاص نشي؛ او موږ چې ریښتیا یو باید د هغه غږ ته غوږ نیولو ته چمتو یو. موږ یو سلطنت ترلاسه کوو چې نشي لړزیدلی، او پدې توګه موږ د فضل په فضا کې ژوند کوو کله چې موږ د خدای په درناوي او خدایي ویره سره خدمت کوو.