۳ ځکه چې تاسو مړۀ شوى يئ خو ستاسو ژوند د مسيح سره په خُدائ پاک کښې پټ دے.
۱ نو تاسو چې د مسيح سره بيا راژوندى شوئ نو تاسو بره د آسمانى څيزونو لټون کوئ، چرته چې مسيح د خُدائ پاک ښى لاس ته ناست دے. ۲ د آسمانى څيزونو په حقله سوچ کوئ او د دُنياوى څيزونو په حقله سوچ مۀ کوئ. ۳ ځکه چې تاسو مړۀ شوى يئ خو ستاسو ژوند د مسيح سره په خُدائ پاک کښې پټ دے. ۴ کله چې مسيح څوک چې ستاسو ژوندون دے راښکاره شى نو تاسو به هم د هغۀ سره په جلال کښې ښکاره شئ. ۵ نو هم په دې وجه هر هغه خواهش مړ کړئ کوم چې ستاسو دُنياوى فطرت سره تعلق ساتى لکه زناکارى، پليتى، شهوت پرستى، بد خواهشات او حرص چې بُت پرستى ده. ۶ ځکه چې د دې په وجه د خُدائ پاک غضب په هغه چا نازليږى څوک چې نافرمانه دى. ۷ څۀ وخت تاسو هم د دې دُنيا برخه وئ او داسې ژوند مو تېرولو. ۸ خو اوس تاسو له په کار دى چې د غصې، قهر، بدخواهۍ، چُغلۍ او سپکې خبرې پرېږدئ. ۹ يو بل ته دروغ مۀ وايئ ځکه چې تاسو خپل زوړ د ګناه فطرت د دې د عملونو سره اخوا کړو، ۱۰ تاسو نوے فطرت خپل کړئ، او داسې نوى شئ لکه څنګه چې تاسو د خپل خالق په حقله معرفت حاصل کړو او ورسره ورسره د هغۀ په شان شئ. ۱۱ په دې نوى ژوند کښې نۀ يهودى پاتې شو، نۀ غېر يهودى، نۀ سنت شوى، نۀ ناسنته، نۀ بهرنى، نۀ وحشى، نۀ غلام او نۀ آزاد، بلکې مسيح په تاسو ټولو کښې هر څۀ دے. ۱۲ نو بيا چې خُدائ پاک تاسو غوره او مقدس وګرځولئ او درسره يې مينه وکړه نو بيا د زړۀ سواندۍ، مهربانۍ، شرافت، عاجزۍ، او صبر جامې واغوندئ. ۱۳ يو بل برداشت کوئ، او کۀ د يو بل خلاف مو څۀ شکايت وى نو هغه داسې معاف کړئ لکه څنګه چې تاسو مالِک معاف کړئ. ۱۴ او د دې هر څۀ نه بغېر تاسو په خپلو کښې د مينې جامې واغوندئ چې هغه هر څۀ په پوره يووالى سره په خپلو کښې يوځائ کوى. ۱۵ نو د مسيح سلامتى دې ستاسو په زړونو حکومت وکړى ځکه چې تاسو د يو بدن د اندامونو په طور د سلامتۍ دپاره رابللے شوى يئ. او شُکر ګزارى هم کوئ. ۱۶ د مسيح کلام دې ستاسو په زړونو کښې ډېر ځائ ومومى، او په خپلو کښې يو بل له پوره حکمت سره تعليم ورکوئ او نصيحت کوئ، او په خپلو زړونو کښې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک ثناء، زبور او روحانى سندرې وايئ. ۱۷ او هر څۀ چې تاسو کوئ، هغه کۀ تاسو خبرې کوئ يا څۀ کار، هر څۀ د مالِک عيسىٰ په نوم کوئ او د هغۀ په وسيله د خُدائ پلار شُکر ادا کوئ.
۱۸ اے ميرمنو، تاسو د خپلو خاوندانو تابعدارې اوسئ ځکه چې دا په مالِک کښې ستاسو فرض دى. ۱۹ اے خاوندانو، د خپلو ښځو سره مينه کوئ او د هغوئ سره ترخيږئ مه. ۲۰ اے بچو، د مور پلار هره خبره منئ ځکه چې په دې مالِک خُدائ خوشحاليږى. ۲۱ اے پلارانو، خپل بچى مۀ تنګوئ، هسې نه چې هغوئ زړۀ بائيلى. ۲۲ اے نوکرانو، تاسو د خپلو دُنياوى مالِکانو په هر څۀ کښې تابعدارى کوئ، او دا نۀ صرف د هغوئ په موجودګۍ کښې چې هغوئ خوشحاله کړئ، بلکې د زړۀ د اخلاصه او د مالِک د احترام دپاره يې کوئ. ۲۳ هر څۀ چې تاسو کوئ د زړۀ په مينه يې کوئ لکه چې دا تاسو د مالِک دپاره کوئ، او نۀ چې د بنى آدمو دپاره. ۲۴ ځکه چې تاسو ته پته ده چې د مالِک د طرف نه به د دې په اجر کښې تاسو ته ميراث مِلاو شى. تاسو د مالِک مسيح خِدمت کوئ. ۲۵ ځکه چې څوک بد کوى هغۀ ته به د خپلې بدۍ سزا مِلاو شى، ځکه چې خُدائ پاک د چا طرفدارے هم نۀ کوى.
۱ لکه د خُدائ پاک د ګرانو بچو په شان، نو هغه د خپل ژوند مثال وګرځوئ. ۲ او د مينې نه داسې ډک ژوند تېر کړئ لکه څنګه مينه چې مسيح زمونږ سره وکړه او خپل ځان يې زمونږ دپاره د خوشبوداره نذرانې په طور خُدائ پاک ته قربان کړو. ۳ خو ستاسو په مينځ کښې دې د زناکارۍ، يا د څۀ قِسم ناپاکۍ، يا لالچ ذکر قدرې هم نۀ وى، ځکه چې دا د خُدائ پاک د مقدسينو دپاره مناسب نۀ دى. ۴ دغه شان بېحيا، پليتې خبرې او ګنده ټوقې مۀ کوئ، ځکه چې دا بېځايه خبرې دى. د دې په ځائ د خُدائ پاک شُکر ادا کوئ. ۵ نو تاسو په دې يقين ساتئ چې د حرام کار، ناپاک، يا حرصناک انسان چې د بُت پرست په مثال دے، نو د هغۀ د مسيح او د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې هيڅ ميراث نشته. ۶ تاسو دې څوک هم په تشو خبرو دوکه نۀ کړى، ځکه چې هم د دې څيزونو په وجه د خُدائ پاک غضب په هغوئ نازليږى څوک چې نافرمانه وى. ۷ نو په دې وجه د هغوئ سره په کارونو کښې مۀ شريک کېږئ، ۸ ځکه چې پخوا تاسو په تيارۀ کښې وئ، خو اوس تاسو په خپله په مالِک نُور يئ. نو اوس د نُور د بچو په شان ژوند تېروئ. ۹ ځکه کوم نُور چې په تاسو کښې دے هغه صرف د نېکۍ، صداقت او حقيقت مېوه نيسى. ۱۰ او د دې خبرې پته ولګوئ چې مالِک په څۀ خوشحاليږى. ۱۱ د تيارې په بېفائدې کارونو کښې حِصه مۀ اخلئ بلکې هغه رسوا کوئ. ۱۲ ځکه چې د هغې ذکر کول هم د شرم خبره ده کوم کارونه چې نافرمانه خلق په پټه کوى. ۱۳ خو چې په څۀ هم نُور وځليږى نو هغه راڅرګند شى. ۱۴ نو چې نُور هر څيز راڅرګندوى نو ځکه دا وئيلے شوى دى چې، ”اے اودو، ويښ شئ، د مړو نه راپاڅئ. نو د مسيح نُور به په تاسو روښانه شى.“ ۱۵ نو بيا د خپل چال چلن ډېر خيال ساتئ. د کم عقلو په شان ژوند مۀ تېروئ، بلکې د هوښيارانو په شان ژوند تېروئ. ۱۶ په دې ورځو کښې هره موقع د ښېګړې دپاره غنيمت وګڼئ ځکه چې زمانه بده ده. ۱۷ نو ځکه کم عقل کېږئ مۀ بلکې په دې ځان پوهه کړئ چې د مالِک مرضى څۀ ده. ۱۸ په شرابو مستېږئ مه ځکه چې د دې اَنجام عياشى ده، بلکې د دې په ځائ په روحُ القُدس معمور شئ. ۱۹ په خپلو کښې يو بل سره زبورونه، حمدونه او روحانى سندرې وايئ، او په خپلو زړُونو کښې مالِک ته سندرې او سرودونه وايئ. ۲۰ او د هر څۀ دپاره همېشه خُدائ پلار ته د مالِک عيسىٰ مسيح په نوم شُکر ګزارى کوئ.
۲۱ د مسيح د درناوى دپاره د يو بل تابعدارى کوئ. ۲۲ اے ښځو، د خپلو خاوندانو داسې تابعدارى کوئ لکه څنګه چې تاسو د مالِک تابعدارى کوئ. ۲۳ ځکه چې هر خاوند د خپلې ښځې سر دے لکه څنګه چې مسيح د خپل جماعت سر دے د کوم چې هغه بچ کوونکے دے. ۲۴ نو لکه څنګه چې جماعت د مسيح تابع دے دغه شان دې ښځې هم په هره خبره کښې د خپلو خاوندانو تابع وى. ۲۵ اے خاوندانو، د خپلو ښځو سره مينه کوئ، لکه څنګه چې مسيح د جماعت سره مينه کړې ده او خپل ځان يې د هغې دپاره قربان کړے دے ۲۶ چې هغه مقدس او پاک کړى او چې د خُدائ پاک د کلام په وسيله يې ووينځى. ۲۷ او هغۀ دا ځکه وکړل چې د ځان دپاره داسې د جلال جماعت تيار کړى، چې په کښې نۀ عېب وى، نۀ ګونجې، او نۀ په کښې بل څۀ عېب وى، بلکې پاک او بېداغه وى. ۲۸ هم دغه شان خاوندانو له په کار دى چې د خپلو ښځو سره داسې مينه وکړى لکه څنګه مينه چې د خپل بدن سره کوى. هر څوک چې د خپلې ښځې سره مينه کوى په حقيقت کښې هغه د خپل ځان سره مينه کوى. ۲۹ ځکه چې څوک هم د خپل بدن نه نفرت نۀ کوى بلکې هغه د زړۀ د اخلاصه د دې پالنه کوى، لکه څنګه چې مسيح د جماعت پالنه کوى. ۳۰ ځکه چې مونږ د هغۀ د بدن اندامونه يُو. ۳۱ ”په دې وجه به سړے خپل مور پلار پرېږدى او د خپلې ښځې سره به يو ځائ شى، او دا دواړه به يو بدن شى.“ ۳۲ دا يو لوئ راز دے خو زۀ يې د مسيح او جماعت په حقله وايم. ۳۳ بهرحال تاسو هر يو دې هم د خپلې ښځې سره د خپل ځان په شان مينه کوى، او ښځه دې هم د خپل خاوند عزت کوى.
کولوسيان ۳:۳ · کولوسيان ۳ · اِفِسيانو ۵ · PYPB
دا یو ډیر مبارک فکر دی، یو ډیر جدي حقیقت دی، چې د خدای په حساب کې هیڅ شی ارزښت نلري پرته لدې چې د مسیح ژوند له خپلو غړو څخه دلته بهر شي. هر هغه څه چې د دې ژوند مستقیمه میوه نه وي د خدای په فکرونو کې په بشپړ ډول بې ارزښته دي. د زاړه طبیعت فعالیتونه یوازې بې ارزښته ندي بلکې ګناه دي. ځینې طبیعي اړیکې شتون لري چې موږ پکې ولاړ یو، کوم چې د خدای لخوا تصویب شوي او په کوم کې چې مسیح زموږ نمونه ده. د مثال په توګه، "میړونو، خپلې میرمنې سره مینه وکړئ، لکه څنګه چې مسیح هم له کلیسا سره مینه درلوده." موږ د والدینو او ماشومانو، بادارانو او نوکرانو په توګه پیژندل شوي، او په دې سپیڅلو اړیکو کې زموږ د چلند په اړه لارښوونه شوې. مګر دا ټول د مسیح په راپورته شوي ژوند کې په نوې ځمکه کې دي (کولسیانو 3؛ افسیانو 5؛ 6 وګورئ).
زاړه سړی په هیڅ ډول نه پیژندل کیږي. دا د صلیب شوي، مړ او ښخ شوي په توګه لیدل کیږي، او موږ ته ویل کیږي چې دا د مړ په توګه حساب کړو، زموږ غړي چې په ځمکه کې دي د مړ په توګه حساب کړو، او لکه څنګه چې مسیح ګرځیدلی و، همداسې وګرځو. موږ باید د ځان تسلیمۍ ژوند وکړو، د مسیح ژوند څرګند کړو، هغه بیا تولید کړو. دا عملي مسیحیت دی. کاش موږ دا ښه پوه شو! کاش موږ په یاد ولرو چې د خدای په حساب کې هیڅ شی لږ ارزښت نلري پرته لدې چې د مسیح ژوند د روح القدس په ځواک سره په مومن کې هره ورځ څرګند شي! د دې ژوند ترټولو ضعیف بیان د خدای لپاره یو خوږ بوی دی. د ساده مذهبي غوښې ترټولو لویې هڅې، ترټولو قیمتي قربانۍ، ترټولو اغیزمن حکمونه او مراسم، د خدای په نظر کې یوازې "مړ کارونه" دي.