څښتن نږدې دی — ۲۰۲۴ نومبر ۲۹: غرور د تباهۍ څخه مخکې راځي: د صحیفې څخه درسونه

څښتن نږدې دییوجین پي. ویډر، جونیور

څښتن نږدې دی
ټولې لیکنې

۱ شېطان غوښتل چې په بنى اِسرائيلو باندې مصيبت راولى، نو هغۀ داؤد ولمسولو چې يوه مردم‌شمارى وکړى. ۲ نو داؤد يوآب او نورو آفسرانو له حُکم ورکړو، ”د بنى اِسرائيل مُلک د يو سر نه تر بل سر پورې وګرځئ او خلق وشمېرئ. ما له تفصيل راوړئ چې پته راته ولګى چې خلق څومره دى.“ ۳ يوآب جواب ورکړو، ”بادشاه سلامت، مالِک خُدائ دې بنى اِسرائيليان د هغې نه يو په سل زيات کړى چې څومره اوس دى. هغوئ ټول ستا نوکران دى. تۀ ټول قوم ولې مجرم کول غواړې؟“ ۴ خو بادشاه په يوآب باندې دا حُکم ومنلو. نو يوآب لاړو او هغه د بنى اِسرائيلو په ټول مُلک کښې وګرځېدو او يروشلم ته واپس راغلو. ۵ هغۀ داؤد بادشاه د دې نه خبر کړو او د هغه ټولو سړو شمېر دا وو چا چې جنګ کولے شو: په بنى اِسرائيلو کښې يوولس لاکه او په يهوداه کښې څلور لاکه او اويا زره. ۶ يوآب د بادشاه حُکم ته سپک وکتل نو هغۀ ځکه د ليوى او بنيامين د قبيلو مردم‌شمارى ونۀ کړه. ۷ چې څۀ شوى وُو خُدائ پاک په هغې ناراضه شو، نو هغۀ بنى اِسرائيلو له سزا ورکړه. ۸ داؤد خُدائ پاک ته وفرمائيل، ”ما د دې کار کولو سره يوه سخته ګناه کړې ده. زۀ تا ته سوال کوم چې زما غلطى معاف کړه. ما د ډېر کم عقلتوب نه کار اخستے دے.“ ۹ بيا مالِک خُدائ جاد ته وفرمائيل چا به چې د داؤد دپاره نبوت کولو، ۱۰ ”لاړ شه او داؤد ته ووايه چې زۀ هغۀ له درې خوښې ورکوم. چې هغه کومه يوه خوښه کړى نو زۀ به هم هغه شان وکړم.“ ۱۱ نو جاد داؤد له لاړو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ داسې فرمائى چې په دې کښې يوه خبره خوښه کړه: ۱۲ د قحط درې کالونه دې خوښ دى؟ يا چې خپل دشمن درباندې درې مياشتې تباهى راولى؟ او يا چې درې ورځې د مالِک خُدائ د تُورې لاندې راشې او هغه ستا په مُلک باندې يوه وبا راولېږى، او د خپلې فرښتې په ذريعه په ټولو بنى اِسرائيلو کښې مرګ راولى؟ نو تۀ فېصله وکړه چې زۀ مالِک خُدائ له څۀ جواب ورکړم، چا چې زۀ رالېږلے يم؟“ ۱۳ داؤد جاد ته وفرمائيل، ”زۀ د نااُميدۍ په حالت کښې يم. ما دې ته مۀ پرېږده چې د انسانانو لاسونو ته حواله شم. زۀ دې مالِک خُدائ ته حواله شم، ځکه چې د هغۀ رحم ډېر لوئ دے.“ ۱۴ نو مالِک خُدائ په بنى اِسرائيلو باندې يوه وبا راولېږله او د هغوئ اويا زره کسان مړۀ شول. ۱۵ بيا هغۀ د يروشلم د تباه کولو دپاره يوه تباه کوونکى فرښته راولېږله، خو د تباهۍ نه لږ مخکښې مالِک خُدائ خپله فېصله بدله کړه او د مرګ فرښتې ته يې وفرمائيل، ”بس کړه، دا تباهى کافى ده.“ هغه فرښته د يو يبوسى اُرنان د درمند سره ولاړه وه. ۱۶ داؤد فرښته وليده چې پاس په هوا کښې ولاړه وه او تُوره يې د يروشلم تباه کولو دپاره په خپل لاس کښې نيولې وه. بيا داؤد او د خلقو مشران، چا چې د ټاټ جامې اغوستې وې هغه ټول لاندې ټيټ شول او په زمکه يې سجده ولګوله. ۱۷ داؤد دُعا وکړه، ”اے خُدايه پاکه، زۀ هغه څوک يم چا چې ګناه کړې ده. زۀ هغه څوک يم چا چې د مردم‌شمارۍ حُکم ورکړو. دې غريبانانو خلقو څۀ کړى دى؟ مالِکه خُدايه، زما خُدايه پاکه. ما او زما خاندان له سزا راکړه او خپل خلق بچ کړه.“ ۱۸ د مالِک خُدائ فرښتې جاد ته وفرمائيل چې داؤد ته ووايه چې هغه د مالِک خُدائ دپاره د اُرنان په درمند کښې يوه قربان‌ګاه جوړه کړى. ۱۹ داؤد د مالِک خُدائ حُکم ومنلو او لاړو، هم هغه شان کار يې وکړو چې څنګه ورته جاد وئيلى وُو. ۲۰ هلته په درمند کښې اُرنان او د هغۀ څلورو زامنو غنم غوبل کول او کله چې هغوئ فرښته وليده، نو د هغۀ زامنو منډه کړه او پټ شول. ۲۱ څنګه چې اُرنان داؤد بادشاه وليدو چې راورسېدو، نو هغه د درمند نه لاړو او د هغۀ په مخکښې د عزت نه ټيټ شو او په زمکه يې سجده ولګوله. ۲۲ داؤد هغۀ ته وفرمائيل، ”په ما باندې خپل درمند خرڅ کړه، نو چې داسې زۀ د مالِک خُدائ دپاره يوه قربان‌ګاه جوړه کړم او چې د دې سره وبا بنده شى. نو زۀ به تا له د دې پوره قيمت درکړم.“ ۲۳ اُرنان ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، دا واخله او چې څۀ دې خوښه وى هغه وکړه. دا غوَيى دې د نذرانې په توګه په قربان‌ګاه باندې وسوزولې شى، د درمند دا تختې دې د خشاک په توګه استعمال شى او د نذرانې ورکولو دپاره دا غنم دى. دا هر څۀ زۀ تا له درکوم.“ ۲۴ خو بادشاه جواب ورکړو، ”نه، زۀ به تا له پوره قيمت درکوم. زۀ به مالِک خُدائ ته داسې يوه نذرانه نۀ پېش کوم چې هغه ما ته مفت مِلاو شوې وى يا هغه ستا وى.“ ۲۵ او هغۀ اُرنان له د درمند دپاره شپږ سوه د سرو زرو سيکې ورکړې. ۲۶ هغۀ هلته د مالِک خُدائ دپاره يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او سوزېدونکې او د سلامتۍ نذرانې يې ورباندې پېش کړې. هغۀ دُعا وکړه او مالِک خُدائ د هغۀ دُعا قبوله کړه او په قربان‌ګاه باندې د نذرانو سوزولو دپاره مالِک خُدائ د آسمان نه اور راولېږلو. ۲۷ مالِک خُدائ هغه فرښتې ته وفرمائيل چې خپله تُوره په کاش کښې واپس کېږده او فرښتې حُکم ومنلو. ۲۸ نو د دې په وجه داؤد ته پته ولګېده چې مالِک خُدائ د هغۀ دُعا قبوله کړې ده، نو هغۀ د اُرنان په درمند کښې په قربان‌ګاه باندې قربانۍ پېش کړې. ۲۹ د مالِک خُدائ د حضور هغه خېمه کومه چې موسىٰ په بيابان کښې جوړه کړې وه او هغه قربان‌ګاه چې په کومه باندې قربانۍ سوزولے شوې په هغه وخت کښې لا په جبعون کښې د عبادت په ځائ کښې وې، ۳۰ خو داؤد د دې جوګه نۀ وو چې هلته لاړ شى او د خُدائ پاک عبادت وکړى، ځکه چې هغه د مالِک خُدائ د فرښتې د تُورې نه يرېدو.

۱ څنګه چې حزقياه بادشاه د هغوئ بيان واورېدو، نو هغۀ د خفګان نه خپلې جامې وشلولې، د ټاټ جامې يې واغوستلې او د مالِک خُدائ کور ته ننوتو. ۲ هغۀ د محل مشر آفسر اِلياقيم، د دربار منشى شبناه، او مشران اِمامان، د آموص زوئ يشعياه پېغمبر له ولېږل، دې ټولو د ټاټ جامې اغوستې وې. ۳ هغوئ ته يې ووئيل چې يشعياه له دا پېغام ورسوئ، ”نن د خفګان، ملامتيا او د شرم ورځ ده. مونږ د هغه ښځې په شان يُو چې ماشوم يې پېدا کيږى، خو د پېدا کېدو طاقت نۀ لرى. ۴ د اسور بادشاه خپل مشر آفسر د ژوندى خُدائ د بې‌عزتۍ کولو دپاره رالېږلے دے. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک دې د دې بې‌عزتۍ نه خبر شى او چې چا دا بې‌عزتى کړې وى نو هغوئ له دې سزا ورکړى. زمونږ د ژوندو پاتې خلقو دپاره خُدائ پاک ته سوال وکړئ.“ ۵ کله چې يشعياه ته د حزقياه بادشاه پېغام مِلاو شو، ۶ نو يشعياه هغوئ ته وفرمائيل، ”خپل نېک ته ووايئ چې مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، کومې خبرې تا اورېدلې دى د هغې په وجه مۀ يرېږه، چې د اسور بادشاه نوکرانو په هغې کښې زما ګستاخى کړې ده. ۷ غوږ ونيسه، مالِک خُدائ به په بادشاه باندې يوه افواه واوروى نو هغه به واپس خپل مُلک ته لاړ شى او مالِک خُدائ به يې هلته په چا ووژنى.“ ۸ د اسور آفسر خبر شو چې بادشاه د لکيس نه تلے دے او د نزدې ښار لِبناه خِلاف جنګ کوى، نو هغه ورَغلو چې مشوره ورسره وکړى. ۹ اسوريانو له دا خبر ورورسېدو چې د ايتهوپيا بادشاه ترهاقه د مشرۍ لاندې مِصرے لښکر په هغوئ باندې د حملې دپاره راروان دے. کله چې بادشاه د دې نه خبر شو، نو هغۀ د يهوداه بادشاه حزقياه له دا پېغام ولېږلو ۱۰ چې هغۀ ته داسې ووائى، ”په کوم خُدائ چې تاسو يقين کوئ هغۀ تاسو ته فرمائيلى دى چې تاسو به زما په قبضه کښې نۀ راځئ، خو چې په هغۀ باندې دوکه نۀ شئ. ۱۱ ګورئ چې د اسور بادشاه د کوم مُلک تباه کولو فېصله وکړى نو په هغې باندې څۀ کوى، ستاسو خيال دے چې خلاص به شئ؟ ۱۲ زما پلار نيکۀ د جوزان، حاران او رصف ښارونه تباه کړل، د بيت‌عدن خلق يې ووژل چې کوم په تلسار کښې اوسېدل او د هغوئ يو خُدائ هم هغوئ بچ نۀ کړل. ۱۳ د حمات، ارفاد، سفروائم، هينع او د عِواه ښارونو بادشاهان چرته دى؟“ ۱۴ حزقياه بادشاه د پېغام وړونکو نه خط واخستلو او وې لوستلو. بيا هغه د مالِک خُدائ کور ته لاړو او خط يې هلته د مالِک خُدائ په حضور کښې کېښودو، ۱۵ او دُعا يې وکړه، ”اے مالِکه خُدايه، د اِسرائيل خُدايه پاکه، تۀ د وزرو والا مخلوق په مينځ کښې په تخت ناست يې، يواځې تۀ خُدائ پاک يې، چې د دُنيا په ټولو بادشاهانو باندې حکومت کوې. تا زمکه او آسمان پېدا کړى دى. ۱۶ نو مالِکه خُدايه، چې په مونږ څۀ کيږى هغې ته وګوره. هغه ټولې خبرې واوره چې سينحرب يې تا يعنې ژوندى خُدائ پاک ته د بې‌عزتۍ دپاره کوى. ۱۷ مالِکه خُدايه، دا رښتيا دى چې د اسور بادشاهانو ډېر قومونه تباه کړى دى او د هغوئ زمکې يې شاړې کړې دى. ۱۸ او د هغوئ خُدايان يې اور ته اچولى دى او سوزولى يې دى، اسوريانو دا ځکه تباه کړے شول، چې په حقيقت کښې دا خُدايان نۀ وُو او تش د لرګو او کاڼو نه انسانانو جوړ کړى وُو. ۱۹ نو زمونږ مالِکه خُدايه پاکه، مونږ د اسوريانو نه بچ کړه او اے مالِکه خُدايه، د دُنيا ټولو قومونو ته به پته ولګى چې صرف تۀ رښتونے خُدائ پاک يې.“ ۲۰ بيا د آموص زوئ يشعياه حزقياه له دا پېغام ولېږلو، ”مالِک خُدائ د اِسرائيل خُدائ پاک فرمائى چې، ما د اسوريانو بادشاه سينحرب په حقله ستا دُعا اورېدلې ده. ۲۱ مالِک خُدائ په دې حقله فرمائيلى دى چې، پېغله لور صيون تا پورې خاندى او تا ته سپک ګورى. ۲۲ دا تۀ په چا پورې خندا کوې او د چا بې‌عزتى کوې؟ تۀ زما يعنې د اِسرائيلو مقدس خُدائ پاک بې‌عزتى کوې. ۲۳ تا ما له ستا پېغام وړُونکى راولېږل چې ما ته دا لافې ووهى چې تا د خپلو ټولو جنګى ګاډو سره د لبنان اوچت غرونه فتح کړى دى، هلته دې د دِيار لوړې ونې او د نختر ښې ونې راوغورزولې او چې تۀ د ځنګلو هغه ګڼو برخو ته ورسېدلې. ۲۴ تا لافې وهلې چې تا کوهى وکنستل او په پردو مُلکونو کښې دې اوبۀ وڅښلې او ستا فوجيانو د پښو سره د نيل درياب اوچ کړو. ۲۵ تۀ خبر نۀ يې چې ما د دې هر څۀ ډېر د مخکښې نه منصوبه جوړه کړې وه؟ او اوس مې داسې وکړل او تا له مې دا طاقت درکړو چې د پَخو دېوالونو ښارونه د خاورو په ډېرو بدل کړې. ۲۶ د هغه ځائ خلق کمزورى وُو، هغوئ يرېدلى او شرمېدلى وُو. هغوئ په پټى کښې د بوټو په شان وُو يا لکه چې په چت باندې واښۀ شوى وى چې د نمرخاتۀ ګرمې هوا وهلى وى. ۲۷ خو ما ته پته ده چې تۀ څۀ کوې او چرته ځې او چې تۀ ما ته څومره غصه يې. ۲۸ ما ته ستا د غضب او غرور خبر رارسېدلے دے، نو زۀ به ستا په پوزه کښې کُنډه او ستا په خولۀ کښې واګې اچوم او چې په کومه لار راغلے يې نو په هغې به دې واپس ولېږم.“ ۲۹ نو يشعياه حزقياه بادشاه ته وفرمائيل، ”څۀ چې کېدونکى دى نو د هغې په حقله به درته ووايم. په دې کال او په بل کال به تۀ قدرتى شوے خوراک خورې، خو په ورپسې کال به غله وکرې او وبه يې رېبې او د انګورو باغونه به وکرې او انګور به وخورې. ۳۰ په يهوداه کښې چې کوم کسان ژوندى پاتې دى، نو هغوئ به د هغه بوټو په شان آباد شى چې جرړې يې په زمکه کښې ژورې ځى او مېوه کوى. ۳۱ په يروشلم کښې او د صيون په غرۀ باندې به خلق ژوندى پاتې شى، ځکه چې د مالِک خُدائ ربُ الافواج غېرت به داسې وکړى. ۳۲ مالِک خُدائ د اسور بادشاه په حقله فرمائيلى دى، هغه به دې ښار ته نۀ ننوځى او نۀ به د دې خِلاف يو غشے وولى. يو فوجى به هم د ډال سره دې ښار ته نزدې رانۀ شى او د دې محاصرې دپاره به د خاورو ډېرے جوړ نۀ کړے شى. ۳۳ هغه چې په کومه لار راغلے وى نو په هغې به واپس لاړ شى او ښار ته به دننه لاړ نۀ شى. ما، يعنې مالِک خُدائ داسې فرمائيلى دى. ۳۴ د خپل عزت او د خپل خِدمت کوونکى داؤد د خاطره به زۀ د دې ښار ساتنه او حِفاظت کوم.“ ۳۵ په هغه شپه د اسوريانو خېمو ته د مالِک خُدائ يوه فرښته ننوتله او يو لاک پينځۀ اتيا زره فوجيان يې ووژل. په ورپسې سحر وختى هغوئ ټول هلته مړۀ پراتۀ وُو. ۳۶ بيا د اسور بادشاه سينحرب راواپس شو او نينوه ته لاړو. ۳۷ يوه ورځ چې هغۀ د خپل معبود نِسروک په عبادتخانه کښې عبادت کولو، نو د هغۀ دوو زامنو ادرمُلِک او شراضر هغه د خپلو تُورو سره ووژلو او بيا هغوئ د اراراط مُلک ته وتښتېدل. د هغۀ يو بل زوئ اسرحدون د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.

۱ مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته يو ځل بيا غصه شو او د داؤد په ذريعه يې په هغوئ مصيبت راوستلو. مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”لاړ شه او د اِسرائيل او د يهوداه خلق وشمېره.“ ۲ نو داؤد د خپل لښکر مشر يوآب له حُکم ورکړو، ”د خپلو آفسرانو سره د بنى اِسرائيلو ټولو قبيلو ته لاړ شه د يو سر نه تر بل سره پورې وګرځه او خلق وشمېره. زۀ دا معلومول غواړم چې هغوئ څومره دى.“ ۳ خو يوآب بادشاه ته ووئيل، ”بادشاه سلامت، مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک دې بنى اِسرائيليان د اوس نه يو په سل نور هم زيات کړى او ژوندے اوسې چې تۀ يې وګورې. خو بادشاه سلامت، تۀ داسې کول ولې غواړې؟“ ۴ خو بادشاه په يوآب او د هغۀ په آفسرانو باندې د هغۀ حُکم ومنلو، هغوئ د هغۀ د حضور نه روان شول او د بنى اِسرائيلو خلقو شمېرلو له لاړل. ۵ هغوئ د اُردن سيند نه واوړېدل او د عروعير جنوبى طرف ته يې خېمې ولګولې، دا ښار د جاد په علاقه کښې د يعزير د وادۍ په مينځ کښې وو، ۶ او د حِتيانو په علاقه کښې جِلعاد او قادِس ته روان وُو. بيا هغوئ دان ته لاړل او د دان نه هغوئ نمرپرېواتۀ طرف صيدا ته لاړل. ۷ بيا هغوئ جنوبى طرف ته د پَخو دېوالونو ښار صور ته لاړل او هم هغسې د حِويانو او کنعانيانو ټولو ښارونو ته هم لاړل او په آخر کښې د يهوداه په جنوبى برخه کښې بيرسبع ته لاړل. ۸ نو نهۀ مياشتې او شل ورځې پس هغوئ يروشلم ته راواپس شول، چې په ټول مُلک کښې يې سفر کړے وو. ۹ هغوئ بادشاه له د هغه ټولو سړو شمېر ورکړو چا چې جنګ کولے شو، اتۀ لاکه سړى په اِسرائيل کښې او پينځۀ لاکه په يهوداه کښې وُو. ۱۰ خو چې کله داؤد مردم‌شمارى وکړه نو خپل ضمير هغه ملامته کول شروع کړل او هغۀ مالِک خُدائ ته وفرمائيل، ”ما چې څۀ کړى دى نو دا مې يوه سخته ګناه کړې ده، مالِکه خُدايه، زما غلطى معاف کړه. ما د کم عقلتوب کار کړے دے.“ 11‏-12 د مالِک خُدائ کلام په جاد نازل شو چې داؤد ته پېشګوئې ورکوونکے وو، ”لاړ شه او داؤد ته ووايه چې زۀ هغۀ له درې خوښې ورکوم او هغه دې په هغه درېو سزاګانو کښې يوه خوښه کړى نو زۀ به هم هغه شان وکړم.“ په ورپسې سحر د داؤد د پاڅېدو نه پس، 13 جاد هغۀ له لاړو او چې مالِک خُدائ څۀ فرمائيلى وُو هغه يې ورته وفرمائيل او تپوس يې ترې نه وکړو، ”په دې کښې ستا کوم يو خوښ دے؟ ستا په مُلک کښې درې کاله قحط وى يا درې مياشتې چې خپل دشمن نه منډې وهې يا چې درې ورځې ستا په مُلک وبا راشى؟ اوس په دې باندې سوچ وکړه او ما ته ووايه چې مالِک خُدائ چا چې زۀ رالېږلے يم کوم يو جواب يوسم.“ 14 داؤد جواب ورکړو، ”زۀ د نااُميدۍ په حالت کښې يم. خو زۀ دا نۀ غواړم چې ما له انسان سزا راکړى. پرېږده چې مالِک خُدائ په خپله مونږ له سزا راکړى، ځکه چې هغه رحمان او رحيم دے.“ 15 نو مالِک خُدائ په بنى اِسرائيلو باندې يوه وبا راولېږله، چې د هغه سحر نه واخله تر هغه وخت پورې وه چې کوم يې خوښ کړے وو. د مُلک د يو سر نه تر بل سره پورې اويا زره بنى اِسرائيليان مړۀ شول. 16 کله چې د مالِک خُدائ فرښته د يروشلم په تباه کولو باندې وه، نو مالِک خُدائ د خلقو سزا په حقله خپله فېصله بدله کړه او هغه فرښتې ته يې وفرمائيل کومې چې هغوئ وژل، ”بس دے، دا دومره ورله ډېر دى.“ فرښته د يو يبوسى اروناه د درمند سره وه. 17 داؤد فرښته وليده چې هغې خلق وژل او مالِک خُدائ ته يې وفرمائيل، ”زۀ ګناهګار يم. زۀ هغه کس يم چا چې غلطى کړې ده. دې عاجزو خلقو څۀ کړى دى؟ تا له په کار دى چې ما او زما خاندان له سزا راکړې.“ 18 هم په هغه ورځ جاد داؤد له ورَغلو او ورته يې وفرمائيل، ”د اروناه درمند ته وخېژه او مالِک خُدائ ته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه.“ 19 نو داؤد د مالِک خُدائ حُکم ومنلو او چې څنګه جاد ورته وئيلى وُو هغه لاړو. 20 اروناه لاندې وکتل او وې ليدل چې بادشاه او د هغۀ آفسران راروان وُو. هغه د داؤد په مخکښې پړمخې پرېوتو 21 او تپوس يې وکړو، ”بادشاه سلامت، تۀ دلته د څۀ دپاره راغلې؟“ داؤد ورته وفرمائيل، ”د دې دپاره چې ستا درمند واخلم او مالِک خُدائ ته يوه قربان‌ګاه جوړه کړم، دا د دې دپاره چې وبا ودريږى.“ 22 اروناه ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، وايې خله او چې څۀ دې خوښ وى نو هغه مالِک خُدائ ته پېش کړه. دا غوَيى دى چې په قربان‌ګاه باندې به يې د نذرانې په توګه وسوزوې، د هغوئ جغونه او د غوبل تختې دا دى چې د سوزولو د لرګو په توګه يې استعمال کړې.“ 23 اروناه هر څۀ بادشاه له ورکړل او ورته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک دې ستا نذرانه قبوله کړى.“ 24 خو بادشاه ورته وفرمائيل، ”نه، زۀ به د دې قيمت درکوم. زۀ به مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته هغه څۀ په نذرانه کښې نۀ پېش کوم چې مفت مِلاو شى.“ نو هغۀ درمند او غوَيى د سپينو زرو په پنځوسو سيکو باندې واخستل. 25 بيا هغۀ مالِک خُدائ ته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې يې پېش کړې. مالِک خُدائ د هغۀ سوال قبول کړو او په بنى اِسرائيلو کښې وبا بنده شوه.

اول تواريخ ۲۱ · دوېم بادشاهان ۱۹ · دوېم سموئيل ۲۴ · PYPB

په ټوله صحیفه کې زموږ خدای موږ ته ښیې چې هغه له غرور څخه کرکه لري او په ډیره سختۍ سره ورسره معامله کوي. د خدای په کلام کې مثالونه موږ ته ښیې چې څنګه افرادو په ځان او ډیری نورو باندې ناورین راوړی ځکه چې په خپل غرور کې یې د خدای سره مقاومت کولو لپاره ځانونه چمتو کړي وو.

په کې، ، د واکمن، وویل، "څوک دی څښتن، چې زه باید د هغه غږ وکړم ترڅو پریږدم؟ زه څښتن نه پیژنم، او نه به پریږدم." خدای هغه ته وښودله چې هغه، څښتن، څوک و د په لسو آفتونو لیږلو سره، چې وروستی یې د مصریانو د ټولو لومړي زیږیدلي زامنو واخیست.

کله چې په غرور کې د اسراییلو ټول جنګیالي شمیرلي وو، په او کې، خدای په اسراییلو باندې یو چټک آفت ولیږه چې دومره و چې په دریو ورځو کې 70,000 اسراییلي سړي مړه شول.

کله چې د سنحاریب د کولو په حال کې و، هغه د ته یو مغرور، ویاړلی، ویونکی لیک ولیږه. په او کې، موږ وینو چې په معبد کې د خدای په وړاندې لیک خپور کړ. ، خدای یو واحد فرښته ولیږله چې په یوه کې یې 185,000 له منځه یوړل، چې سنحاریب یې په سره ته بیرته شو.

په کې، د بلشاصر، د د خدای له معبد څخه اخیستل شوي د خپلې څښلو میلمستیا لپاره وکارول. په هماغه د میډیانو او فارسیانو لخوا سقوط شو، او بلشاصر ووژل شو.

د دې خلکو او هغه چا ترمنځ څومره توپیر دی چې ځان یې عاجز کړ، تر پورې یې وکړ، د ! بې ملیونونو د هغه د کار له ابدي نجات ترلاسه کړی دی.

په اصل کې په https://thelordisnear.org خپور شوی. د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ronnie Schmutz لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/a-very-tall-waterfall-in-the-middle-of-a-mountain-beO051yJ-iM)

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ
  • ۲۰۲۴ نومبر ۲۷

    یهویاقیم د فرعون لخوا ټاکل شوی و. خو د پاچا په توګه د هغه له څلورم کال څخه، نبوکدنصر...

  • ۲۰۲۴ نومبر ۲۶

    د متی انجیل څښتن دوه ځله د هغه چا په توګه بیانوي چې “بهر لاړ” (متی 13:1؛ 24:1). دا پیښې د...

  • ۲۰۲۴ نومبر ۲۰

    کله چې د څښتن کلام چې باروک د یرمیاه په املا لیکلی و، یهویاقیم ته ولوستل شو، یوازې له...

  • ۲۰۲۴ نومبر ۱۹

    ایا تاسو کله هم په مسیح عیسی کې د شتون حیرانونکي حقیقت ته رسیدلي یاست؟ ځکه چې "نو اوس په...

  • ۲۰۲۴ نومبر ۱۸

    هرڅوک چې د نوي عهد او د هغې له تاریخ سره بلد وي، رسول پاول ته د مسیح لپاره د هغه د کارونو...

  • ۲۰۲۴ نومبر ۱۷

    پخوا موږ د ابیګیل د مایوسۍ ژورو ته پام وکړ چې هغه باید احساس کړې وي که چیرې هغې په عامه...