يونۍ د ۲۰۲۶ د سېپتمبر ۲۷

ورځنی رڼا

۲۰۲۶ سېپتمبر ۲۷

مالِک خُدائ، خُدائ پاک چې څومره ځناور پېدا کړى وُو مار په کښې د ټولو نه چالاک وو. مار د ښځې نه تپوس وکړو، ”دا رښتيا دى څۀ چې تاسو ته خُدائ پاک فرمائيلى دى چې د باغ د هرې يوې ونې مېوه مۀ خورئ؟“

پېدايښت 3:1

بيا اِبليس ورغلو او ورته يې ووئيل، ”کۀ تۀ د خُدائ پاک زوئ يې نو دې کاڼو ته ووايه چې روټۍ شى.“ عيسىٰ جواب ورکړو، ”صحيفې وائى چې، بنى آدم تش په روټۍ نۀ پائى خو هغه په هره هغه خبره پائى چې د خُدائ پاک د خولې نه راوځى.“

متى 4:3-4

عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”صحيفې دا هم وائى چې، تاسو په خپل مالِک خُدائ پاک آزمېښت مۀ کوئ.“

متى 4:7

خو عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”ورک شه اِبليسه. صحيفې وائى چې، تۀ تش مالِک خُدائ پاک ته سجده کوه او صرف هم د هغۀ عبادت کوه.“ نو اِبليس هغه پرېښودو او فرښتې راغلې او د هغۀ په خِدمت کښې حاضرې شوې.

متى 4:10-11

خو د يهوداه پېغمبر ورته وفرمائيل، ”زۀ تا سره واپس نۀ شم تلے او نۀ په دې ځائ کښې تا سره روټۍ خوړے شم او نۀ اوبۀ څښلے شم، د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې تۀ به هلته نۀ روټۍ خورې او نۀ به اوبۀ څښې او چې په کومه لاره تلے يې، نو په هغې به واپس نۀ راځې.“ نو د بيت‌ايل بوډا پېغمبر هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ هم ستا په شان پېغمبر يم او د مالِک خُدائ په حُکم ما ته يوې فرښتې وفرمائيل چې د ځان سره دې کور ته بوځم او زۀ ستا مېلمستيا وکړم.“ خو دروغ يې ورته ووئيل. نو د يهوداه پېغمبر د هغه بوډا پېغمبر سره کور ته لاړو او د هغۀ سره يې روټۍ وخوړه او اوبۀ يې ورسره وڅښلې.

اول بادشاهان 13:16-19

کله چې بوډا پېغمبر د دې نه خبر شو، نو هغۀ وفرمائيل، ”دا هغه پېغمبر دے چې د مالِک خُدائ نافرمانى يې کړې ده. نو دا ځکه مالِک خُدائ زمرے ورولېږلو چې حمله پرې وکړى او مړ يې کړى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو.“

اول بادشاهان 13:26

But even though we, or an angel from heaven, should preach to you any “good news” other than that which we preached to you, let him be cursed.

Galatians 1:8

ستا کلام مې خپل زړۀ کښې ساتلے دے نو چې زۀ ستا خلاف ګناه ونۀ کړم.

زبور 119:11

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې