هم دغه شان د نمر او د سپوږمۍ او د ستورو په ښائست کښې فرق وى، او بله دا چې د يو ستورى ښائست د بل نه مختلف وى.
اول کورنتيان 15:41
ورځنی رڼا

هم دغه شان د نمر او د سپوږمۍ او د ستورو په ښائست کښې فرق وى، او بله دا چې د يو ستورى ښائست د بل نه مختلف وى.
اول کورنتيان 15:41
خو هغوئ غلى وُو، ځکه چې په لار کښې هغوئ د يو بل سره دا بحث وکړو چې د ټولو نه لوئ څوک دے. هغه کښېناستو او هغه دولس مريدان يې راوغوښتل او ورته يې وفرمائيل، ”کۀ څوک دا غواړى چې د ټولو نه اول شى نو هغه دې ځان د ټولو نه وروستو کړى او د ټولو خادِم دې شى.“
مرقوس 9:34-35
اے ځوانانو، هم دغه شان تاسو هم د مشرانو تابعدار اوسئ، بلکې د يو بل د خِدمت دپاره تاسو ټول په حليمۍ ملا وتړئ ځکه چې، ”خُدائ پاک د کبرژنو مقابله کوى خو عاجزانو له فضل ورکوى.“ نو په دې وجه د خُدائ پاک د مضبوط لاس لاندې په عاجزۍ اوسېږئ نو چې هغه تاسو له په وخت عزت درکړى.
اول پطروس 5:5-6
ستاسو خوى خصلت دې د يو بل سره هغه شان وى لکه څنګه چې د عيسىٰ مسيح وو. هغه اګر کۀ د خُدائ پاک په صورت وو خو د خُدائ پاک سره د برابرېدلو کوشش يې ونۀ کړو. بلکې خپل ځان يې خالى کړو او د غلام شکل يې اختيار کړو، او د انسان په صورت پېدا شو. کله چې په انسانى جسم کښې ښکاره شو،
فيليپيانو 2:5-7
هم په دې وجه خُدائ پاک هغۀ له د ټولو نه اوچت مقام ورکړو او هغۀ له يې هغه نوم ورکړو چې د ټولو نومونو نه اعلىٰ دے. نو چې د عيسىٰ په نوم ټول مخلوق په سجده شى، کۀ هغه په آسمان کښې وى، يا په زمکه، يا کۀ د زمکې د لاندې وى،
فيليپيانو 2:9-10
څوک چې هوښيار دى د نمر د شغلو په شان به ځليږى، او هغوئ څوک چې ډېرو خلقو ته د صداقت لارښودنه کوى، هغوئ به لکه د ستورو په شان د تل دپاره ځليږى.
دانيال 12:3
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ فبروري ۱
1 Peter 1:8
۲۰۲۵ جنوري ۳۱
Numbers 33:55
۲۰۲۵ جنوري ۳۰
Hebrews 12:1-2
۲۰۲۵ جنوري ۲۹
Genesis 16:13
۲۰۲۵ جنوري ۲۸
Deuteronomy 33:25
۲۰۲۵ جنوري ۲۷
1 John 3:5
۲۰۲۵ جنوري ۲۶
Hebrews 13:13-14
خلاصون
د خدای د وري ژور اغیز وپلټئ، چې د ټولو اړتیاوو لپاره کافي دی. ومومئ چې وری څنګه له یو واحد هلک څخه تر ابدیت…

خلاصون
د خدای لوی نجات وپلټئ، چې د مسیح د قربانۍ له لارې رامینځته شوي نوي تخلیق کې پای ته رسیږي.
روح القدس
انجیل د خدای کلام دی؛ یوازې دا کتاب زموږ واک دی کله چې د ایمان پوښتنو ته راځي. په ډیرو کلیساګانو کې د عصري…
روح القدس
د 'روح القدس څخه ډک' انجیل معنی وپلټئ، دا د استوګنې او نورو څرګندونو څخه توپیر کړئ.
وحی
د اسراییلو د دوو راتلونکو معبدونو په اړه د انجیل نبوتونه وپلټئ: د مصیبت معبد او د زریزې معبد.
د څښتن ډوډۍ
په نوي عهد نامې کې د "ډوډۍ ماتولو" جمله د څښتن ډوډۍ او یوې عادي خواړو دواړو ته اشاره کولی شي.

خلاصون
د خدای لوی نجات وپلټئ، چې د مسیح د قربانۍ له لارې رامینځته شوي نوي تخلیق کې پای ته رسیږي.

روح القدس
انجیل د خدای کلام دی؛ یوازې دا کتاب زموږ واک دی کله چې د ایمان پوښتنو ته راځي. په ډیرو کلیساګانو کې د عصري…

روح القدس
د 'روح القدس څخه ډک' انجیل معنی وپلټئ، دا د استوګنې او نورو څرګندونو څخه توپیر کړئ.