تاسو خُدائ پاک ته رانزدې شئ او هغه به تاسو ته رانزدې شى. اے ګناهګارانو، خپل لاسونه د بدو کارونو نه صفا کړئ او اے دوه زړيو خلقو، خپل زړونه پاک کړئ.
يعقوب 4:8
ورځنی رڼا

تاسو خُدائ پاک ته رانزدې شئ او هغه به تاسو ته رانزدې شى. اے ګناهګارانو، خپل لاسونه د بدو کارونو نه صفا کړئ او اے دوه زړيو خلقو، خپل زړونه پاک کړئ.
يعقوب 4:8
حنوک خپل ژوند د خُدائ پاک په ملګرتيا کښې تېر کړو او د هغې نه پس خلقو ونۀ ليدو، ځکه چې هغه خُدائ پاک خپل ځان ته پورته اوچت کړو.
پېدايښت 5:24
آيا دوه کسان يو ځائ سفر کولے شى ترڅو چې هغوئ داسې کولو باندې متفِق نۀ وى؟
عاموس 3:3
خو زما دپاره به دا ښۀ وى چې زۀ خُدائ ته نزدې شم. ما تۀ خپله پناه ګاه جوړه کړې قادر مطلق مالِکه خُدايه، زۀ به ستا ټول کارونه بيانوم.
زبور 73:28
او هغه د آسا سره مِلاوېدو له لاړو. هغۀ ورته اوچت آواز وکړو، ”آسا بادشاه او د يهوداه او بنيامين ټولو خلقو، ما ته غوږ ونيسئ. مالِک خُدائ تاسو سره دے چې تر څو پورې تاسو د مالِک خُدائ سره يې. کۀ تاسو د هغۀ طلب وکړئ نو هغه به پېدا کړئ، خو کۀ تاسو ترې نه واوړئ، نو هغه به تاسو پرېږدى.
دوېم تاريخ 15:2
خو چې کله به مصيبت راغلو، نو هغوئ به مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته راوګرځېدل. هغوئ به د خُدائ پاک لټون وکړو او پېدا به يې کړو.
دوېم تاريخ 15:4
مالِک خُدائ فرمائى چې، ما ته د هغه منصوبو پته ده زۀ چې کومې ستاسو دپاره لرم، هغه منصوبه چې تاسو آبادوى او خوشحالوى، نه چې تاسو ته نقصان رسوى، هغه منصوبه چې تاسو ته مستقبل او اُميد درکړى. بيا به په هغه وخت تاسو ما ته مِنت زارى وکړئ، ما ته به رجوع وکړئ او ما نه به دُعا وغواړئ، او زۀ به ستاسو دُعا واورم. تاسو به زما لټون کوئ او کۀ چرې په پوره زړۀ سره زما لټون وکړئ نو تاسو به مې پېدا کړئ.
يرمياه 29:11-13
نو په دې وجه اے وروڼو او خوېندو، مونږ د عيسىٰ د وينې په سبب زيات مقدس ځائ ته په اطمينان سره ورننوځو. هغۀ د خپل مرګ په وسيله د ژوندون دپاره يوه نوې لار د پړدې د مينځ نه کولاو کړه، نو ځکه چې مونږ سره لوئ اِمام دے څوک چې د خُدائ پاک د کور مختيار دے، نو راځئ چې د زړۀ د اخلاصه او په پوره باور سره د خُدائ پاک په حضور کښې داخل شُو. ځکه چې زمونږ په ګناه ګار ضمير د مسيح وينه نوستلے شوې ده چې مونږ پاک کړى، او زمونږ بدن په پاکو اوبو سره وينځلے شوے دے.
عبرانيان 10:19-22
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۴ دسمبر ۲۸
Mark 2:5
۲۰۲۴ دسمبر ۲۷
2 Corinthians 4:18
۲۰۲۴ دسمبر ۲۶
1 Corinthians 15:58
۲۰۲۴ دسمبر ۲۵
Titus 3:4
۲۰۲۴ دسمبر ۲۴
Romans 8:13
۲۰۲۴ دسمبر ۲۳
Isaiah 27:5
۲۰۲۴ دسمبر ۲۲
1 Thessalonians 1:3
ګناه
د زړه او ګناه انجیلي معنی د هغې د روحاني ناروغۍ په توګه وپلټئ. د خدای لید، د شیطان بریدونه، او د انسان سقوط…

شاگردي
کشف کړئ چې د مسیح لپاره په بشپړ زړه ژوند کول څه معنی لري، د دنیوي نښلولو څخه آزاد. زده کړئ چې څنګه د هغه سره…
عبادت
عیسی څرګندوي چې ریښتیني عبادت په روح او حقیقت کې دی، نه په خالي رسمونو یا فزیکي معبدونو کې. د عبادت نوی نظم…
ابدیت
په ځمکه کې ژوند لنډ دی، چې ابدي برخلیک ته لاره هواروي. ومومئ چې څنګه د ابدیت لپاره چمتو شئ او نن ورځ عیسی…
روحاني جنګ
د روحاني زغره په اړه پوه شئ چې خدای د مومنانو لپاره چمتو کوي ترڅو د شیطان د دسیسو په وړاندې ټینګ ودریږي.
هیله
په ننګونو ډکو وختونو کې د خپلې کورنۍ لپاره امید ومومئ. دا مقاله اته دلیلونه په ګوته کوي چې ولې د خدای نه…