هغه به د يو شپون په شان د خپلو ګډو ساتنه کوى، هغه به ګډُورى په خپل غېږ کښې وړى او زړۀ سره به يې نزدې نيولى وى او ګډې به يې ډېر په خيال سره ځان سره روانې کړې وى.
يشعياه 40:11
ورځنی رڼا

هغه به د يو شپون په شان د خپلو ګډو ساتنه کوى، هغه به ګډُورى په خپل غېږ کښې وړى او زړۀ سره به يې نزدې نيولى وى او ګډې به يې ډېر په خيال سره ځان سره روانې کړې وى.
يشعياه 40:11
عيسىٰ خپل مريدان راوبلل او ورته يې وفرمائيل چې، ”په دې خلقو زما زړۀ سوزى، دوئ د درېو ورځو راسې زما سره دى او د خوراک دپاره ورسره هيڅ نشته. زۀ دوئ اوږى رخصتول نۀ غواړم، هسې نه چې په لاره کښې بېهوشه شى.“
متى 15:32
ځکه چې زمونږ داسې مشر اِمام نۀ دے څوک چې زمونږ په کمزورتياو کښې مونږ سره همدردى ونۀ کړى بلکې هغه په ټولو خبرو کښې زمونږ په شان وآزمائيلے شو خو بيا هم بېګناه وو.
عبرانيان 4:15
بيا خلقو د دې دپاره عيسىٰ له ماشومان راوستل چې د برکت دپاره لاس پرې کېږدى خو مريدانو هغوئ ورټل.
مرقوس 10:13
هغۀ هغوئ په غېږ کښې اوچت کړل، په سر يې ورله لاس کېښودو او برکت يې ورکړو.
مرقوس 10:16
زۀ د ورکې شوې ګډې په شان بېلارې شوے يمه خپل خِدمت کوونکے دې ولټوه ځکه چې ما هېر کړى نۀ دى ستا حُکمونه.
زبور 119:176
ځکه چې اِبن آدم دې له راغلے دے چې ورک شوى ولټوى او بچ يې کړى.“
لوقا 19:10
ځکه چې تاسو د بېلارې ګډو په شان ګرځېدئ خو اوس تاسو خپل شپونکى او حفاظت کوونکى له بيا راغلى يئ.
اول پطروس 2:25
اے وړې قبيلې. مۀ يرېږئ. ځکه چې ستاسو د پلار دا خوښه ده چې تاسو له بادشاهى درکړى.
لوقا 12:32
زۀ به په خپله د خپلو ګډو شپون يم او هغوئ له به آرام ورکړم، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.
حزقىايل 34:15
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۴ دسمبر ۱۸
Hebrews 4:16
۲۰۲۴ دسمبر ۱۷
Psalms 80:18
۲۰۲۴ دسمبر ۱۶
John 13:1
۲۰۲۴ دسمبر ۱۵
Galatians 6:2
۲۰۲۴ دسمبر ۱۴
Psalms 66:2
۲۰۲۴ دسمبر ۱۳
2 Timothy 2:1
۲۰۲۴ دسمبر ۱۲
Zephaniah 3:15
د خدای سلطنت
د خدای د سلطنت روحاني طبیعت، د هغې تاریخي شرایط، او دا چې عیسویان څنګه د رعیت په توګه ژوند کولو ته بلل شوي دي…

پادري پاملرنه
د شپونۍ روحاني ډالۍ او د خدای د رمې په تغذیه او څارنه کې د مشرانو حیاتي رول درک کړئ.
قضاوت
مرثیې د بې وفادارۍ او د بیت المقدس د ویجاړولو لپاره د اسراییلو په اړه د خدای د قضاوت یوه الهیاتي کتنه وړاندې…

پادري پاملرنه
د شپونۍ روحاني ډالۍ او د خدای د رمې په تغذیه او څارنه کې د مشرانو حیاتي رول درک کړئ.
کتاب
د دې خورا مهمې موضوع په اړه بې پروايي په ادعا کونکي کلیسا کې په ویرونکي حد کې خپریږي. په ډیری برخو کې دا فیشن…
تمثیلونه
په متی ۱۳ کې د غنمو او زیان رسوونکو واښو په اړه د عیسی تمثیل وپلټئ. د هغې معنی، تاریخي بشپړتیا، او نن ورځ د…
ګناه
د زړه او ګناه انجیلي معنی د هغې د روحاني ناروغۍ په توګه وپلټئ. د خدای لید، د شیطان بریدونه، او د انسان سقوط…