بيا هم زۀ غريب او حاجتمند يم، زۀ دې د مالِک خُدائ په نظر يم. زما مددګار او خلاصوونکيه، زر راشه، اے پاکه خُدايه.
زبور 40:17
ورځنی رڼا

بيا هم زۀ غريب او حاجتمند يم، زۀ دې د مالِک خُدائ په نظر يم. زما مددګار او خلاصوونکيه، زر راشه، اے پاکه خُدايه.
زبور 40:17
کۀ مالِک خُدائ د نېکانو د کردار نه خوشحاله وى، هغه د هغوئ قدمونه سموى. کۀ تيندک وخورى نو وبه نۀ غورزيږى، ځکه چې مالِک خُدائ يې په خپلو لاسونو کښې اوچتوى.
زبور 37:23-24
هغه څوک چې د مالِک خُدائ نه يره کوى هغه به د هغۀ محفوظه قلعه وى، او د هغۀ ماشومانو ته به دا پناه ګاه وى.
متلونه 14:26
”زۀ، صرف زۀ تاسو له تسلى درکوم. نو بيا تاسو د انسانانو نه ولې يرېږئ، چې هغوئ د واښو نه هم زر فنا کيږى؟ تاسو هغه مالِک خُدائ هېر کړے دے چا چې پېدا کړئ، چا چې آسمانونه خوارۀ کړل او چې د زمکې بنيادونه يې ولګول؟ تاسو هر وخت د هغه خلقو نه ولې په يره کښې يئ څوک چې د غصې نه په تاسو باندې ظلم زياتے کوى، څوک چې ستاسو د تباه کولو دپاره تيار دى؟ اوس د هغوئ غصه چرته ده؟
يشعياه 51:12-13
د خلقو نه مۀ يرېږه، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ دا وايم چې زۀ ستا مل يم، او زۀ به تا بچ ساتم.“
يرمياه 1:8
تکړه او زړَور اوسئ. د هغوئ نه مۀ يرېږئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به په خپله تاسو سره وى. هغه به کله هم تاسو سره بېوفائى ونۀ کړى او نۀ به مو يواځې پرېږدى.“
ګردان 31:6
خو زۀ به ستا طاقت بيانوم، زۀ به ستا مينه هر سحر په خوشحالۍ سره ستايم. هم دا تۀ زما اوچته قلعه او پناه ګاه يې او په تکليفونو کښې زما خلاصون يې.
زبور 59:16
تۀ زما پناه ګاه يې او د تکليفونو نه دې بچ کړم، او زۀ دې د کاميابۍ په نغمو کښې تاو کړم.
زبور 32:7
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۴ نومبر ۱۳
Ephesians 5:25-26
۲۰۲۴ نومبر ۱۲
2 Corinthians 7:10
۲۰۲۴ نومبر ۱۱
Psalms 78:53
۲۰۲۴ نومبر ۱۰
Colossians 1:10
۲۰۲۴ نومبر ۹
Psalms 89:19
۲۰۲۴ نومبر ۸
1 Thessalonians 5:8
۲۰۲۴ نومبر ۷
Psalms 107:8

وحی
اشعیا ۵۳ د مسیح د کړاوونو او وروستي لوړوالي وړاندوینه کوي. د هغه سپکاوی، رد او کفاره کار وپلټئ، چې د هغه…
ایمان
په ایمان سره تګ زده کړئ، نه په لیدلو سره. لکه د اردن په غاړه اسرائیلیانو په څیر، په اطاعت کې مخ په وړاندې لاړ…
شاگردي
دا پیغام د شاگردۍ ننګوونکی سفر سپړنه کوي، د عیسی له اوبو باندې تګ څخه درسونه اخلي.

وحی
اشعیا ۵۳ د مسیح د کړاوونو او وروستي لوړوالي وړاندوینه کوي. د هغه سپکاوی، رد او کفاره کار وپلټئ، چې د هغه…
بیا پورته کیدل
د عیسی مسیح له لارې د بیا راژوندي کیدو مسیحي هیله وپلټئ، چا چې مرګ ته ماتې ورکړه. ومومئ چې څنګه مومنان ابدي…
ایمان
له ایمان پرته، د خدای خوښول ناممکن دي. دا مقاله تشریح کوي چې ولې بې ایماني ګناه ده او د خدای په ژمنو باور ته…
شاگردي
د مسیح غږ ومنئ چې له ځان څخه انکار وکړئ او هره ورځ د هغه پیروي وکړئ. د ژوند له ننګونو څخه د هغه په مینه او…

ایمان
په ایمان سره تګ زده کړئ، نه په لیدلو سره. لکه د اردن په غاړه اسرائیلیانو په څیر، په اطاعت کې مخ په وړاندې لاړ…