د داؤد د زوئ د سليمان متلونه چې د بنى اِسرائيلو بادشاه وو. د دوئ مقصد دا دے چې خلقو ته د حِکمت او تربيت په حقله تعليم ورکړى او چې هغوئ په عقلمندو خبرو پوهه شى. دا به تاسو ته تعليم درکړى چې څنګه به خپل ژوند په صداقت، عدل او اِنصاف سره تېروئ. دا متلونه ساده خلق هوښياروى او ځوانانو له عقل او تميز ورکوى. دا متلونه د هوښيارانو پوهه نوره هم زياتوى او د عالِم رهنمائى کوى، نو هغوئ به په متلونو او مِثالونو او د هوښيارانو په خبرو او د هغوئ په معماګانو دواړو به پوهه شى.
د مالِک خُدائ يره د عِلم شروع ده، خو کم عقل خلق د حِکمت او تربيت سپکاوے کوى. زما زويه، د خپل پلار لارښودنو ته غوږ شه او د خپلې مور تعليم دې مۀ هېروه. د هغوئ نصيحتونه به ستا د سر دپاره ښائسته سهره او ستا د غاړې دپاره د عزت هار وى. زما زويه، کله چې ګناهګاران ستا د بېلارې کولو کوشش کوى، نو د هغوئ نه ځان ساته. کۀ چرې هغوئ ووائى، ”راځه، چې يو ځائ شُو او د پټ ځائ نه ګزار وکړُو او قتل وکړُو. راځه چې په يو بېګناه کس باندې هسې د خوند دپاره غلې حمله وکړُو. راځه چې د قبر په شان هغوئ ژوندى تېر کړُو، د هغوئ په شان لکه څوک چې د مرګ کندې ته کوزيږى. مونږ به هر قِسمه قيمتى څيزونه حاصل کړُو او د لوټ د مال نه به خپل کورونه ډک کړُو. راځه مونږ سره ملګرے شه او مونږ چې څۀ لوټ کړُو نو په هغې کښې به تا له هم برخه درکړُو.“ زما زويه، د داسې خلقو سره مۀ ځه، او د هغوئ په نقش قدم مۀ ځه. ځکه چې هغوئ د بدکارۍ طرف ته په منډه روان وى، او د وينې تويولو په اړخ تېزۍ سره روان وى. د يو مارغۀ د سترګو د وړاندې جال خورول څومره بېفائدې دى. خو دغه شان خلق د خپل ځان دپاره دام خوروى، داسې دام چې هغوئ به په خپله په کښې تباه شى. هم دغه به وى اَنجام د هغه کسانو څوک چې د ناجائزه پېسو ګټلو لالچى وى نو په دې وجه به د خپل ژوند نه لاس ووينځى.
حِکمت په لارو کوڅو کښې په تېزه چغې وهى، او په چوکونو کښې په اوچت آواز نعرې وهى. د بازار په ګڼه کښې هغه چغې وهى، او د ښار په دروازو کښې چرته چې خلق راغونډيږى هلته تقرير کوى، ”جاهله خلقو، تاسو به تر کومې پورې ساده ګان يئ؟ ترڅو پورې به تاسو مسخره کوونکى په خپلو مسخرو کښې خوشحاله يئ؟ ترڅو پورې به تاسو بېوقوفان عِلم نه نفرت کوئ؟ راشئ او زما سختې خبرې واورئ. زۀ به خپل زړۀ نه تاسو خبر کړم او تاسو به هوښيار کړم. ما تاسو ته څو ځله آوازونه وکړل خو تاسو رانۀ غلئ. زۀ تاسو له درغلم خو تاسو ما ته توجو رانۀ کړه، تاسو زما ټول نصيحتونه نظر انداز کړل او زما اصلاح کول مو رد کړل، خو چې کله تاسو په تکليف کښې پرېوځئ نو زۀ به په تاسو پورې ملنډې کوم، او زۀ به تاسو پورې خندا کوم کله چې تاسو بدبختى راګېر کړى، کله چې بدبختى لکه د طوفان درباندې راشى، او چې مصيبت لکه د سيلۍ په شان درباندې راشى او چې مصيبت او سختى په تاسو باندې غالبه شى، نو بيا چې کله دوئ ما ته چغې وهى، خو زۀ به دوئ له جواب نۀ ورکوم. دوئ به ما هر چرته د زړۀ نه ولټوى، خو دوئ به ما پېدا نۀ کړى. ځکه چې دوئ د پوهې نه نفرت کولو او دوئ د مالِک خُدائ نه نۀ يرېدل خوښ کړل، دوئ زما نصيحت رد کړو، کله چې مې اصلاح کوله نو دوئ ما ته هيڅ توجو رانۀ کړه. نو په دې وجه دوئ به د خپل چال چلن ترخه مېوه وخورى او په خپلو منصوبو به ماړۀ شى. د ساده خلقو سرکشى به دوئ مړۀ کړى، کم عقلان د خپل قناعت په وجه تباه کيږى. خو هر څوک چې ما ته غوږ نيسى نو هغه به په امن کښې اوسيږى، او د نقصان څۀ يره به پرې نۀ وى.“
متلونه ۲۱:۲
نو هغه بختور دے او بختور به وى
څوک چې د بدعملو په خبرو عمل نۀ کوى،
په لار د ګناهګارو چې تلل نۀ کوى،
د مسخره کوونکو په ډله کښې چې نۀ کښېنى.
خو په قانون د مالِک خُدائ چې خوشحاليږى،
شپه او ورځ چې د هغۀ په شريعت غور کوى.
نو هغه به د داسې ونې په مثال وى،
کومه ونه چې د ولې په غاړه نال وى،
مېوه کوى په موسم کښې مېوه داره وى
پاڼې يې تل شنې وى او په ژوندون کښې کاميابه وى.
خو بدعمله داسې نۀ دى، دوئ لکه د بوسو په شان وى،
د هوا سره الوځى په ځائ به پاتې نۀ شى.
نو ځکه په وخت د عدالت به بدعمله مجرم شى،
ګناهګاران به د صادقانو سره شمېرلے نۀ شى.
بېشکه مالِک خُدائ د صادقانو د لارې خيال ساتى،
په لار د تباهۍ خو بدعمله ورروان وى.
زبور ۱:۶
د دوېم کال د دوېمې مياشتې په وړومبۍ ورځ بنى اِسرائيلو د مِصر مُلک پرېښودو نه پس، د سينا په بيابان کښې مالِک خُدائ د خپل حضور په مقدسه خېمه کښې موسىٰ ته وفرمائيل، ”تۀ او هارون د ټولو بنى اِسرائيلو د قبيلو او کورَنو مردمشمارى وکړئ. د هغه ټولو سړو نومونه وليکئ چې عُمر يې شل کاله يا د دې نه زيات وى او چې جنګ کولے شى. د هرې قبيلې نه يو يو مشر راوغواړه چې ستا مدد وکړى.“ 5-16 دا هغه سړى دى چې د خپلو قبيلو مشران دى، کوم چې ستاسو د ملګرتيا دپاره د قوم نه خوښ کړے شوى دى يعنې د روبين د قبيلې نه اليصور د شدِيُور زوئ، د شمعون د قبيلې نه سلومىاېل د صورىشدى زوئ، د يهوداه د قبيلې نه نحشون د عمىنداب زوئ، د يساکار د قبيلې نه نتنىايل د ضُعر زوئ، د زبولون د قبيلې نه اِلياب د حيلون زوئ، د اِفرائيم د قبيلې نه اليسمع د عميهود زوئ، د منسى د قبيلې نه ګملىاېل د فداهصور زوئ، د بنيامين د قبيلې نه ابِدان د جدعونى زوئ، د دان د قبيلې نه اخيعزر د عمىشدى زوئ، د آشر د قبيلې نه فجعىاېل د عکران زوئ، د جاد د قبيلې نه اِلياسف د دعواېل زوئ، د نفتالى قبيلې نه اخيرع د عينان زوئ. 17 د دې دولسو سړو په مدد سره موسىٰ او هارون، 18 د دوېمې مياشتې په اوله ورځ د بنى اِسرائيلو ټول قوم راغونډ کړو او د ټولو خلقو نومونه يې د قبيلو او کورَنو په مطابق وليکل. د هغه ټولو سړو نومونه وليکلے شول او وشمېرلے شول چې عُمر يې شل کاله يا د دې نه زيات وو، 19 هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو. د سينا په بيابان کښې، موسىٰ خلق وشمېرل. 20-46 هغه ټول سړى چې عُمر يې شل کاله يا د شلو کالو نه زيات وو او چې جنګ يې کولے شو نو د هغوئ نومونه د قبيلو او کورَنو په مطابق وليکلے شول، شروع د روبين د قبيلې نه وشوه، چې د يعقوب مشر زوئ وو. ټول شمېر دا دے. د روبين اولاد شپږ څلوېښت زره او پينځۀ سوه کسان وُو، د شمعون اولاد يو کم شپېتۀ زره او درې سوه کسان وُو، د جاد اولاد پينځۀ څلوېښت زره شپږ سوه او پنځوس کسان وُو، د يهوداه اولاد څلور اويا زره او شپږ سوه کسان وُو، د يساکار اولاد څلور پنځوس زره او څلور سوه کسان وُو، د زبولون اولاد اووۀ پنځوس زره او څلور سوه کسان وُو، د اِفرائيم اولاد څلوېښت زره او پينځۀ سوه کسان وُو، د منسى اولاد دوه دېرش زره او دوه سوه کسان وُو، د بنيامين اولاد پينځۀ دېرش زره او څلور سوه کسان وُو، د دان اولاد دوه شپېتۀ زره او اووۀ سوه کسان وُو، د آشر اولاد يو څلوېښت زره او پينځۀ سوه کسان وُو، د نفتالى اولاد درې پنځوس زره او څلور سوه کسان وُو. دا ټول په شمېر کښې شپږ لاکه درې زره او پينځۀ سوه پنځوس کسان وُو. 47 د ليويانو نومونه د نورو قبيلو سره نۀ وُو ليکلے شوى، 48 ځکه چې مالِک خُدائ موسىٰ ته فرمائيلى وُو چې، 49 ”کله چې تۀ د هغه سړو مردمشمارى کوې چې جنګ کولے شى، نو د ليوى قبيله په کښې مۀ شاملوه. 50 خو ليويان زما د حضور مقدسې خېمې او د دې د ټول سامان مشران مقرر کړه. هغوئ به خېمه او د دې سامان وړى، خِدمت به کوى او د دې نه ګېرچاپېره به خېمې لګوى. 51 هر کله چې تاسو خېمې بل ځائ ته اوړئ نو ليويان به مقدسه خېمه راټولوى او په هر يو نوى ځائ کښې به يې لګوى. بل هر څوک چې مقدسې خېمې ته ورنزدې شى نو وبه وژلے شى. 52 او نور اِسرائيليان به قبيله په قبيله خېمې ودروى، هر يو سړے به د خپلې قبيلې سره وى او د خپلې جنډې لاندې به وى. 53 خو ليويان به د مقدسې خېمې د حِفاظت دپاره د دې نه ګېرچاپېره خېمې ولګوى، چې څوک نزدې رانۀ شى، هسې نه چې د بنى اِسرائيلو قوم ته زۀ په قهر شم.“ 54 نو بنى اِسرائيلو هم هغه شان وکړل څنګه چې مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو.
شمېر ۱۶:۵
د عيسىٰ مسيح نسبنامه، نسل د داؤد، نسل د اِبراهيم. اِبراهيم د اِسحاق پلار وو، اِسحاق د يعقوب، يعقوب د يهوداه او د هغۀ د وروڼو پلار وو. او يهوداه د فارص او زارح پلار وو، د دوئ مور تامار وه. فارص نه حصرون او حصرون نه رام پېدا شو. د رام نه عمىنداب پېدا شو. د عمىنداب نه نحشون پېدا شو او د نحشون نه سلمون، د سلمون نه بوعز، د دۀ مور راحب وه، د بوعز نه عوبيد پېدا شو، د دۀ مور روت وه. د عوبيد نه يَسى، او د يَسى نه داؤد بادشاه پېدا شو. داؤد د سليمان پلار وو، د هغۀ مور اول د اورِياه ښځه وه، د سليمان زوئ رحُبعام وو، د رحُبعام زوئ ابياه، د ابياه زوئ آسا. د آسا زوئ يهوسفط، د يهوسفط زوئ يورام او د يورام زوئ عُزياه، او د عُزياه زوئ يوتام او د يوتام زوئ احاز، د احاز زوئ حزقياه، د حزقياه زوئ منسى، د منسى زوئ امون، د امون زوئ يوسياه، د يوسياه زوئ يکونياه، او د هغۀ وروڼه په هغه زمانه کښې پېدا شول چې بابل ته جلاوطن کړے شو. د جلاوطنۍ او بابل ته د دوئ د بوتللو نه پس د يکونياه نه شلتىاېل پېدا شو او شلتىاېل د زرُبابل پلار وو، زرُبابل د ابيهود، او ابيهود د اِلياقيم او اِلياقيم د عازور پلار وو. او د عازور نه صدوق پېدا شو، صدوق د اخيم پلار وو، اخيم د اليهود، اليهود د اِلىعزر، اِلىعزر د متان، متان د يعقوب، او يعقوب د يوسف پلار وو. يوسف د مريم خاوند وو چې عيسىٰ ترې پېدا شو څوک چې مسيح بللے کيږى. د اِبراهيم نه تر داؤد پورې ټولې څوارلس پيړۍ دى، او د داؤد نه بابل ته د جلاوطنۍ پورې څوارلس پيړۍ، او د جلاوطنۍ نه تر مسيح پورې څوارلس پيړۍ دى.
نو د عيسىٰ مسيح د پېدايښت قيصه داسې ده چې هرکله چې د هغۀ مور مريم يوسف ته کوژدن شوه نو د وادۀ نه وړاندې دا پته ولګېده چې د هغې اُميدوارى د روحُ القُدس نه ده. يوسف د هغې چنغول يو نېک سړے وو، نو هغۀ د هغې د بدنامۍ نه د بچ کولو دپاره په پړده کښې د کوژدن ماتولو اراده وکړه. هغۀ دا اراده کړې وه چې په دې کښې د مالِک خُدائ يوه فرښته په خوب کښې ورته راغله او وې فرمائيل چې، ”اے د داؤد زويه يوسفه، د مريم سره د وادۀ کولو نه مۀ يرېږه ځکه چې د هغې اُميدوارى د روحُ القُدس په قدرت ده. د هغې به زوئ وشى او تۀ پرې عيسىٰ نوم کېږده، ولې چې هغه به خپل اُمت د ګناهونو نه خلاصوى.“ دا هر څۀ ځکه وشول چې مالِک خُدائ د پېغمبر په وسيله څۀ فرمائيلى وُو هغه پوره شى، ”ګوره، يوه پېغله به اُميدواره شى او زوئ به يې وشى او د هغۀ نوم به عمانوايل کېږدى، چې مطلب يې دے، خُدائ پاک زمونږ مل دے.“ هرکله چې يوسف د خوبه بېدار شو نو د مالِک خُدائ د فرښتې حکم يې ومنلو او مريم سره يې وادۀ وکړو او کور ته يې راوسته. نو بيا هغه تر هغه وخته پورې د هغې سره مِلاو نۀ شو ترڅو چې د هغې زوئ پېدا شوے نۀ وو. نو هغۀ پرې عيسىٰ نوم کېښودو.
متى ۶:۴
نو هغه بختور دے او بختور به وى
څوک چې د بدعملو په خبرو عمل نۀ کوى،
په لار د ګناهګارو چې تلل نۀ کوى،
د مسخره کوونکو په ډله کښې چې نۀ کښېنى.
خو په قانون د مالِک خُدائ چې خوشحاليږى،
شپه او ورځ چې د هغۀ په شريعت غور کوى.
نو هغه به د داسې ونې په مثال وى،
کومه ونه چې د ولې په غاړه نال وى،
مېوه کوى په موسم کښې مېوه داره وى
پاڼې يې تل شنې وى او په ژوندون کښې کاميابه وى.
خو بدعمله داسې نۀ دى، دوئ لکه د بوسو په شان وى،
د هوا سره الوځى په ځائ به پاتې نۀ شى.
نو ځکه په وخت د عدالت به بدعمله مجرم شى،
ګناهګاران به د صادقانو سره شمېرلے نۀ شى.
بېشکه مالِک خُدائ د صادقانو د لارې خيال ساتى،
په لار د تباهۍ خو بدعمله ورروان وى.
زبور ۱۳۹:۲۳–۲۴
مونږ تاسو ته د هغه کلام په حقله بيان وکړو کوم چې د ازل نه موجود وو، کوم چې مونږ واورېدو او په خپلو سترګو مو وليدلو. مونږ يې ننداره وکړه او خپل لاسونه مو ورسره ولګول. هغه د ژوندون کلام دے. دا ژوندون مونږ ته ښکاره کړے شوے وو او مونږ هغه ليدلے دے، او مونږ يې ګواهى کوُو او تاسو ته وايو چې هغه هغه څوک دے چې خپله د تل ژوندون دے. هغه پلار سره وو او بيا مونږ ته ظاهر شو. څۀ چې مونږ ليدلى او اورېدلى دى، مونږ هغه تاسو ته بيانوو د دې دپاره چې تاسو مونږ سره په کښې شريک شئ او په رښتيا مونږ د پلار او د هغۀ د زوئ عيسىٰ مسيح سره شراکت وساتو. مونږ دا څيزونه ځکه ليکُو چې زمونږ خوشحالى پوره شى.
دا هغه پېغام دے چې مونږ د مسيح نه واورېدلو او تاسو ته يې معلومات درکوو چې خُدائ پاک نُور دے او په هغۀ کښې هيڅ تيارۀ نشته. کۀ مونږ دا وايو چې هغۀ سره شراکت ساتو او په تيارو کښې ګرځو نو مونږ دروغژن يُو او په هغې عمل نۀ کوُو څۀ چې رښتيا دى. خو کۀ مونږ په نُور کښې ژوند کوُو لکه څنګه چې هغه په خپله په نُور کښې دے نو بيا مونږ په خپلو کښې شراکت ساتو، او د هغۀ د زوئ عيسىٰ وينه مونږ د هر يو ګناه نه پاکوى. کۀ چرې مونږ دا وايو چې بېګناه يُو نو په دې مونږ خپل ځان له دوکه ورکوو او په مونږ کښې رښتيا نشته. خو کۀ مونږ د خپلو ګناهونو اِقرار وکړُو نو هغه چې وفادار او صادق دے، هغه به زمونږ ګناهونه معاف کړى او مونږ به د هر قِسمه بدو نه پاک کړى. کۀ چرې مونږ دا وايو چې مونږ هيڅ ګناه نۀ ده کړې نو مونږ خُدائ پاک دروغژن کوُو او د هغۀ کلام په مونږ کښې نشته.
اول يوحنا ۴:۱۸
نو هغه بختور دے او بختور به وى
څوک چې د بدعملو په خبرو عمل نۀ کوى،
په لار د ګناهګارو چې تلل نۀ کوى،
د مسخره کوونکو په ډله کښې چې نۀ کښېنى.
خو په قانون د مالِک خُدائ چې خوشحاليږى،
شپه او ورځ چې د هغۀ په شريعت غور کوى.
نو هغه به د داسې ونې په مثال وى،
کومه ونه چې د ولې په غاړه نال وى،
مېوه کوى په موسم کښې مېوه داره وى
پاڼې يې تل شنې وى او په ژوندون کښې کاميابه وى.
خو بدعمله داسې نۀ دى، دوئ لکه د بوسو په شان وى،
د هوا سره الوځى په ځائ به پاتې نۀ شى.
نو ځکه په وخت د عدالت به بدعمله مجرم شى،
ګناهګاران به د صادقانو سره شمېرلے نۀ شى.
بېشکه مالِک خُدائ د صادقانو د لارې خيال ساتى،
په لار د تباهۍ خو بدعمله ورروان وى.
زبور ۳۸:۹
نو هغه بختور دے او بختور به وى
څوک چې د بدعملو په خبرو عمل نۀ کوى،
په لار د ګناهګارو چې تلل نۀ کوى،
د مسخره کوونکو په ډله کښې چې نۀ کښېنى.
خو په قانون د مالِک خُدائ چې خوشحاليږى،
شپه او ورځ چې د هغۀ په شريعت غور کوى.
نو هغه به د داسې ونې په مثال وى،
کومه ونه چې د ولې په غاړه نال وى،
مېوه کوى په موسم کښې مېوه داره وى
پاڼې يې تل شنې وى او په ژوندون کښې کاميابه وى.
خو بدعمله داسې نۀ دى، دوئ لکه د بوسو په شان وى،
د هوا سره الوځى په ځائ به پاتې نۀ شى.
نو ځکه په وخت د عدالت به بدعمله مجرم شى،
ګناهګاران به د صادقانو سره شمېرلے نۀ شى.
بېشکه مالِک خُدائ د صادقانو د لارې خيال ساتى،
په لار د تباهۍ خو بدعمله ورروان وى.
زبور ۱۴۲:۳
د پولوس د طرف نه، چې د عيسىٰ مسيح خادِم او بللے شوے رسول دے څوک چې د خُدائ پاک د زيرى د خورولو دپاره مقرر کړے شوے دے. د دې زېرى وعده خُدائ پاک د مخکښې نه په مقدسو صحيفو کښې د خپلو نبيانو په وسيله کړې ده. دا زيرے د هغۀ د زوئ په حقله دے، څوک چې په انسانى طور د داؤد په نسل کښې پېدا شو، خو د روحُ القُدس په قدرت سره هغه د مړو نه بيا راژوندے شو، په دې وجه هغه د خُدائ پاک زوئ وبللے شو، يعنې زمونږ مالِک عيسىٰ مسيح. د هغۀ په وسيله مونږ ته دا فضل او رسالت بخښلے شوے دے چې د هغۀ د نوم دپاره ټولو غېرو قومونو ته بلنه ورکړُو چې د ايمان په وسيله تابعدارى وکړو. او تاسو هم په هغه رابللے شوو خلقو کښې شامل يئ چې د عيسىٰ مسيح سره تړون ولرئ. زۀ د روم هغه ټولو اوسېدونکو ته سلام وايم چې د خُدائ پاک محبوبان دى او چې د ايماندار کېدو دپاره رابللے شوى دى. زمونږ خُدائ پلار او مالِک عيسىٰ مسيح دې تاسو لا فضل او سلامتى درکړى.
د ټولو نه اول زۀ د عيسىٰ مسيح په نوم ستاسو دپاره د خپل خُدائ پاک شُکر ادا کوم ځکه چې په ټوله دُنيا کښې ستاسو د ايمان خبرې کيږى. هغه خُدائ پاک د چا چې زۀ د خپل زړۀ نه خِدمت کوم او د هغۀ د زوئ زيرے خوروم، هغه خُدائ پاک زما ګواه دے چې زۀ تاسو مسلسل په خپلو دُعاګانو کښې يادوم. او همېشه دا سوال کوم چې د خُدائ پاک په مرضۍ دې آخر هم زۀ د دې جوګه شم چې تاسو ووينم. زۀ ستاسو د ليدو خواهشمند يم او دا غواړم چې تاسو ته څۀ روحانى نعمت درکړم چې تاسو پرې قوى او مضبوط شئ، هغه دا چې په خپلو کښې به يو بل ته په ايمان کښې ډاډ ورکړو. اے زما وروڼو او خوېندو، زۀ غواړم چې تاسو په دې پوهه شئ چې ما ډېر ځله تاسو ته د راتلو کوشش کړے دے خو تر اوسه پورې د دې نه منع کړے شوے يم. او زۀ په دې طمع ناست يم چې په تاسو کښې کار وکړم او تاسو د ايمان ملګرى جوړ کړم، لکه څنګه چې مې په نورو غېرو يهوديانو کښې جوړ کړى دى. زۀ د مهذب او د غېر مهذب خلقو، د عالمانو او د عاميانو، د ټولو احسان مند يم. ځکه زۀ دا غواړم چې تاسو ته چې په روم کښې يئ، زيرے درورسوم.
زۀ د مسيح د زيرى نه نۀ شرمېږم، ځکه چې د هر چا دپاره چې ايماندار وى دا د خلاصون دپاره د خُدائ پاک قدرت دے، اول د يهوديانو دپاره، بيا د غېريهوديانو دپاره. ځکه چې هم د دې نه د خُدائ پاک هغه صداقت څرګنديږى چې د ايمان نه شروع کيږى او په ايمان تر سره کيږى، لکه چې صحيفې وائى، ”څوک چې صادق وى هغه به په ايمان پائى.“
خو د خُدائ پاک غضب د آسمان نه په هغه ټولو بېدينه او بدکارو خلقو نازليږى، څوک چې حقيقت په خپل منافقت سره پټوى. او هغوئ د خُدائ پاک په حقله د حقيقت نه خبر دى، ځکه چې خُدائ پاک په خپله هغه هغوئ ته ښکاره کړے دے. د کله نه چې خُدائ پاک دا دُنيا پېدا کړې ده د هغۀ پټ صِفتونه لکه د هغه دائمى او الاهى قوت په هغه ټولو څيزونو کښې ښکارى کوم چې هغۀ پېدا کړى دى. نو ځکه د چا سره هم د خُدائ پاک د نۀ پېژندلو په حقله هيڅ عُذر نشته. اګر کۀ هغوئ خُدائ پاک پېژندلو، خو بيا هم د خُدائ پاک د احترام کولو نه يې اِنکار کولو او ناشُکره وُو، بلکې د هغوئ ټول خيالات باطل شول او د هغوئ بېاحساسه زړونه په تيارۀ کښې وُو. هغوئ د هوښيارتيا دعوىٰ کوله خو هغوئ بېعقله وُو. او هغوئ د ابدى او لوئ خُدائ پاک په ځائ د فانى انسان، د مارغانو، د ځناورو او مارانو په شکل څيزونو عبادت وکړو. هم په دې وجه خُدائ پاک هغوئ د خپل نفس ناپاکه خواهشاتو ته پرېښودل، او آخر دا چې هغوئ په خپلو کښې ځانونه يو تر بله وشرمول، ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک حقيقت په دروغو بدل کړو او د مخلوق عبادت او خِدمت يې د هغه خالِق په ځائ وکړو، څوک چې تل تر تله د حمد لائق دے، آمين. نو ځکه خُدائ پاک هغوئ بېشرمه شهوتونو ته پرېښودل. د هغوئ ښځو د فطرى جنسى عمل په ځائ غېر فطرى جنسى عمل خپل کړو. او د هغوئ سړو هم دغه شان د ښځو سره د فطرى جنسى عمل په ځائ د يو بل سره بدکارى راواخسته او سړو د سړو سره شرمناک کارونه وکړل، او اَنجام يې دا چې په خپله يې د دې ګمراهۍ بدله او سزا وموندله او څنګه چې هغوئ د خُدائ پاک پېژندل خوښ نۀ کړل نو خُدائ پاک هم هغوئ خپلو باطلو خيالاتو ته پرېښودل چې په هم دې بدعملۍ آخته وى. هغوئ د هر قِسم بېاِنصافۍ، بدۍ، لالچ او بدو خواهشاتو نه ډک شول. او هغوئ د حسد، قتل، جګړې، ټګۍ او بُغض نه ډک دى. پشى شا خبرې کوونکى غېبت کوونکى، د خُدائ پاک نه نفرت کوونکى، بد سره، مغروره او لافې کوونکى دى. دوئ ورانے جوړوى او د مور پلار نافرمانه دى. دوئ کم عقل، بېايمانه، بېرحمه، ظلم کوونکى دى. د خُدائ پاک په دې فرمان هغوئ ښۀ خبر دى چې هغه څوک چې داسې عمل کوى، هغوئ د مرګ لائق دى خو بيا هم هغوئ داسې کوى. هغوئ نۀ صرف دا کوى بلکې داسې کوونکو ته شاباسے هم ورکوى.
روميان ۸:۲۷