ورځنۍ رڼا, سېپتمبر ۱۸: آو، پلاره، دا ستا رضا وه (متى ۱۱:۲۵)

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

سترګې مې پرانيزه چې زۀ ووينم او ستا د قانون عجيبه حقائق وګورم.

بيا هغۀ د هغوئ ذهنونه کولاو کړل چې په صحيفو پوهه شى.

تاسو له دا موقع درکړے شوې ده چې د آسمان د بادشاهۍ په رازونو پوهه شئ، خو هغه نورو ته نۀ ده ورکړے شوې.

اے پلاره، د آسمان او د زمکې مالِکه، زۀ ستا ثنا او صِفت کوم چې تا دا خبرې د پوهانو او هوښيارو نه پټې کړې او وړو ماشومانو ته دې څرګندې کړې. آو، پلاره، دا ستا رضا وه.

خو مونږ دُنياوى روح نۀ دے حاصل کړے، بلکې هغه روح مو حاصل کړے دے چې د خُدائ پاک د طرفه دے، د دې دپاره چې هغه نعمتونه وپېژنو کوم چې خُدائ پاک مونږ ته وړيا راکړى دى.

ستا خيالونه ما ته څومره قيمتى دى، پاکه خُدايه، او دا څومره بې‌حسابه دى. کۀ چرې هغه وشمارم، نو د شګو نه ډېر دى. او زۀ چې کله راويښ شم.

واه، د خُدائ پاک دولت، عِلم او پوهه څومره بې‌پايانه ده، او د هغۀ اِنصاف څومره د عقل نه بهر دے او د هغۀ لارې څومره عجيبه دى. ”د مالِک خُدائ په اراده څوک پوهېدے شى؟ يا څوک هغۀ ته مشوره ورکولے شى؟ ځکه چې دا ټول څيزونه د هغۀ د لاسه ملاويږى او د هغۀ په وسيله موجود دى او د هغۀ لويئ دپاره دى. د هغۀ ثنا دې تل تر تله وى. آمين.

نو خُدائ پاک هلته د لحى په زمکه کښې يو خالى ځائ کولاو کړو او اوبۀ ترې نه راووتلې. سمسون اوبۀ وڅښلې او تازه دم شو. نو هغۀ په دې باندې دا نوم کېښودو، ”د چغې وهونکى چينه“ او دا تر اوسه پورې په لحى کښې ده.

کۀ چرې تا ته د خُدائ پاک د نعمت پته وے، او بله دا چې څوک چې ستا نه د څښلو اوبۀ غواړى دا څوک دے، نو تا به د هغۀ نه دا خواست کړے وو او هغۀ به تا له د ژوندون اوبۀ درکړې وې.

کۀ څوک تږے وى هغه دې ما له راشى، هغه دې وڅښى. عيسىٰ دا خبره د هغه روحُ القُدس په حقله وکړه، کوم چې په هغه چا نازلېدونکے وو چا چې په عيسىٰ ايمان راوړو.

په خپل دې کار سره ما وآزمايئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”نو تاسو به ګورئ چې زۀ درته د آسمان نه د باران دروازې خلاصى کړم او په تاسو به دومره ډېر نعمتونه راوروم چې بيا به تاسو سره د دې دپاره د کېښودو ځائ نۀ وى.

نو کۀ بيا تاسو چې دومره ګناهګاران يئ، په دې پوهېږئ چې خپل اولاد له ښۀ څيزونه ورکړئ نو ستاسو آسمانى پلار به څومره زيات روحُ القُدس هغه چا له ورکړى چې څوک يې ترې غواړى.“

او دغه شان زۀ تاسو ته وايم چې وغواړئ نو تاسو ته به درکړے شى، ولټوئ نو تاسو به يې ومومئ.

نو ځکه چې مونږ د خُدائ پاک بچى يُو نو خُدائ پاک د خپل زوئ روح زمونږ زړونو ته راولېږلو کوم روح چې په مونږ کښې دا آواز کوى چې، ”اے ابا، پلاره.“

ځکه چې تاسو هغه روح نۀ دے حاصل کړے چې تاسو بيا د يرې غلامان کړى، بلکې تاسو د بچو جوړېدو هغه روح حاصل کړو چې د دې په وسيله مونږ ”ابا“ يعنې ”پلار“ وايو.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ