ورځنۍ رڼا, مارچ ۳: او په خپله پوهه باندې تکيه مۀ کوه

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

په خپل ټول زړۀ سره په مالِک خُدائ باندې توکل کوه. او په خپله پوهه باندې تکيه مۀ کوه. چې تۀ هر کار کوې نو په هغې کښې مالِک خُدائ ياد ساته، او هغه به تا ته صحيح لاره ښائى.

اے خلقو هر وخت هغۀ باندې يقين ساتئ. تاسو هغۀ ته د خپل زړۀ مشکل بيانوئ، ځکه چې خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه دے.

مالِک خُدائ فرمائى، زۀ به تا ته ښۀ او نېغه لار ستا د ژوند دپاره دروښايم. زۀ به تا ته نصيحت کوم او په تا به نظر ساتم. د مست آس يا قچر په شان مۀ جوړېږئ چې د واګو او قېزې نه بغېر نۀ قابو کيږى. بدکارانو او شريرانو له غمونه ډېر وى، خو د چا چې په هغۀ باندې توکل وى د مالِک خُدائ مينه د هغۀ نه ګېرچاپېره وى.

کۀ تاسو د لارې نه ښى يا ګس طرف ته واوړئ، نو د وروستو نه به ستاسو لار ښودنه کيږى چې، ”دا لاره صحيح ده، په دې روان شئ.“ تاسو به په خپلو غوږونو دا اورئ.

کۀ تۀ مونږ سره نۀ ځې، نو مونږ د دې ځائ نه مۀ بوځه. چې تۀ مونږ سره نۀ ځې نو چا ته به څنګه پته ولګى چې تۀ د خپلو خلقو او زما نه رضا يې؟ تۀ چې مونږ سره يې، نو چې د زمکې په مخ څومره خلق دى د هغوئ نه به مونږ بل شان شُو.

زۀ د مقصد په طرف په منډه يم چې هغه انعام حاصل کړم د کوم دپاره چې زۀ خُدائ پاک د عيسىٰ مسيح په وسيله آسمانى ژوند ته بللے يم.

نو بيا به تۀ آسمانى خزانې ومومې. بيا راځه، او په ما پسې شه.

زۀ ستا ډال يم او زۀ به تا له يو لوئ اِنعام درکوم.

شاباش زما اعتبارى او ايمانداره نوکره، تا په لږ څۀ کښې ځان اعتبارى ثابت کړو، اوس به زۀ تا د ډېر څۀ اختيارمند کړم. راشه او د خپل مالِک په خوشحالۍ کښې شريک شه.

او هغوئ به هلته تل تر تله بادشاهى کوى.

او کله چې مشر شپونکے څرګند شى نو تاسو له به د جلال تاج درکړے شى چې کله به هم نۀ مړاوے کيږى.

ځکه کله چې هغه په آزمېښت کښې قائم پاتې شى نو هغه به د ژوندون تاج حاصل کړى د کوم چې خُدائ پاک د خپلو مينه والو سره وعده کړې ده.

کوم چې به د صداقت قاضى مالِک ما ته په هغه ورځ راکړى.

خو مونږ دا د ابدى تاج دپاره کوُو.

اے پلاره، هغه خلق څوک چې تا ما له راکړى دى زۀ غواړم چې دوئ هم ما سره وى چرته چې زۀ يم، چې دوئ زما لوئى ووينى کومه چې تا ما له راکړې ده ځکه چې تا د دُنيا د پېدا کېدو نه مخکښې ما سره مينه کړې ده.

او دغه شان به مونږ تل تر تله د مالِک سره يُو.

زما په دې باور دے چې دا کوم تکليفونه چې مونږ يې اوس زغمو د هغه جلال په مقابله کښې هيڅ نۀ دى کوم چې مونږ ته ملاوېدونکے دے.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ