۲۰۲۳ فبروري ۲۳
ورځنۍ رڼا, فبروري ۲۴: په هغه ورځ به تاسو زما په نوم غواړئ
ورځنۍ رڼا
مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، يو ځل بيا به د بنى اِسرائيلو درخواست ته توجو وکړم او د هغوئ دپاره به دا وکړم.
حزقىايل ۳۶:۳۷
خو تاسو سره هغه څۀ نشته کوم چې تاسو غواړئ ځکه چې تاسو هغه د خُدائ پاک نه نۀ غواړئ.
يعقوب ۴:۲
وغواړئ نو تاسو له به درکړے شى، ولټوئ نو تاسو به يې ومومئ، ور وټکوئ نو درته به کولاو کړے شى. ځکه هر څوک چې يې غواړى، هغۀ ته ملاويږى، او څوک يې چې لټون کوى، هغه يې مومى، او څوک چې ور ټکوى، هغۀ ته کولاويږى.
متى ۷:۷–۸
او په دې زمونږ باور دے چې کۀ مونږ د هغۀ د مرضۍ په مطابق د هغۀ نه څۀ وغواړو نو هغه زمونږ سوالونه اورى. او کۀ مونږ په دې پوهه شو چې خُدائ پاک زمونږ خواست اورى نو دا راته هم پته ده چې څۀ هم ترې غوښتى دى هغه مونږ ته مِلاو شوى دى.
اول يوحنا ۵:۱۴–۱۵
خو کۀ په تاسو کښې په چا کښې د حِکمت کمے وى نو هغه دې د خُدائ پاک نه وغواړى څوک چې بېخفګانه ټولو له په سخاوت سره ورکوى او تاسو له به يې هم درکړى.
يعقوب ۱:۵
خپلې خولې خلاصې کړئ نو زۀ به تاسو له خوراک درکړم.
زبور ۸۱:۱۰
او ورته يې دا وښودل چې هغوئ دې ضرور بار بار دُعا غواړى او زړۀ دې نۀ بائيلى.
لوقا ۱۸:۱
د مالِک خُدائ نظر په صادقانو وى او د هغوئ فريادونه اورى. نو مالِک خُدائ يې اورى کله چې صادقان فرياد کوى، او د ټولو مصيبتونو نه ورته خلاصون ورکوى.
زبور ۳۴:۱۵, ۱۷
په هغه ورځ به تاسو زما په نوم غواړئ. زۀ دا نۀ وايم چې زۀ به د پلار نه ستاسو دپاره خواست کوم. ځکه چې پلار په خپله تاسو سره مينه کوى، ځکه چې تاسو ما سره مينه کوئ او ستاسو دا ايمان دے چې زۀ د خُدائ پاک د طرف نه راغلے يم. ... وغواړئ نو تاسو له به درکړے شى نو چې ستاسو خوشحالى پوره شى.
يوحنا ۱۶:۲۶–۲۷, ۲۴
ولې مونږ به د خُدائ د طرفه صرف ښۀ څيزونه اخلو څۀ او هيڅکله به ترې نه بد نۀ اخلو؟ خو د دې ټولو خبرو باوجود ايُوب د خُدائ پاک خِلاف يوه خبره هم ونۀ کړه.
ايُوب ۲:۱۰
زۀ په دې پوهېږمه اے مالِکه خُدايه چې ستا شريعت صادق دے او د خپلې وفادارۍ په وجه دې زۀ په تکليف کړے يمه.
زبور ۱۱۹:۷۵
خو اے مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ پلار يې. مونږ د خټې په شان يُو او تۀ د کُلال په شان يې. تا مونږ جوړ کړى يُو.
يشعياه ۶۴:۸
هغه مالِک خُدائ دے، هغۀ ته چې څۀ ښۀ ښکارى نو هم هغه به وکړى.
اول سموئيل ۳:۱۸
اے مالِکه خُدايه، تۀ همېشه ما سره اِنصاف کوې کله چې زۀ يوه مسئله ستا په حضور کښې وړاندې کړم.
يرمياه ۱۲:۱
هغه به لکه د سپينو زرو د صفا کوونکى او خالص کوونکى په شان کښېنى.
ملاکى ۳:۳
ځکه چا سره چې مالِک خُدائ مينه کوى نو د هغۀ تنبيه هم کوى. او هغه هر هغه چا له سزا هم ورکوى چې هغه يې د خپل زوئ په توګه قبول کړى.“
عبرانيان ۱۲:۶
د شاګرد دپاره دا کافى ده چې د اُستاذ په شان شى او نوکر د خپل مالِک په شان.
متى ۱۰:۲۵
اګر چې هغه زوئ وو، خو د تکليفونو په تېرولو هغۀ فرمانبردارى زده کړه.
عبرانيان ۵:۸
بلکې خوشحالى کوئ چې تاسو د مسيح په مصيبتونو کښې شريک شوئ، نو چې تاسو هم خوشحالى وکړئ او د خوشحالۍ نه چغې کړئ کله چې د هغۀ جلال ظاهر شى.
اول پطروس ۴:۱۳
تۀ خبر يې.“ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”دا هغه کسان دى چې د لوئ مصيبتونو نه راغلى دى، هغوئ خپلې جامې د ګډُورى په وينو وينځلې او په هغې سپينې کړې دى.
رويا ۷:۱۴
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۳ فبروري ۲۲
زبور ۲۵:۱۲ · متى ۶:۲۲
۲۰۲۳ فبروري ۲۱
ليويانو ۲۰:۸ · ليويانو ۲۰:۲۴
۲۰۲۳ فبروري ۲۰
يشعياه ۵۳:۱۱ · يوحنا ۱۹:۳۰
۲۰۲۳ فبروري ۱۹
متلونه ۲:۶ · متلونه ۳:۵
۲۰۲۳ فبروري ۱۸
يرمياه ۱۷:۱۷ · زبور ۴:۶
۲۰۲۳ فبروري ۱۷
ليويانو ۴:۱۲ · يوحنا ۱۹:۱۶
