۲۰۲۳ فبروري ۱۸
ورځنۍ رڼا, فبروري ۱۹: او په خپله پوهه باندې تکيه مۀ کوه
ورځنۍ رڼا
ځکه چې مالِک خُدائ عقل او حِکمت ورکوى، او د هغۀ د خولې نه عِلم او پوهه راوځى.
متلونه ۲:۶
په خپل ټول زړۀ سره په مالِک خُدائ باندې توکل کوه. او په خپله پوهه باندې تکيه مۀ کوه.
متلونه ۳:۵
خو کۀ په تاسو کښې په چا کښې د حِکمت کمے وى نو هغه دې د خُدائ پاک نه وغواړى څوک چې بېخفګانه ټولو له په سخاوت سره ورکوى او تاسو له به يې هم درکړى.
يعقوب ۱:۵
کۀ چرته بنى آدمو ته د خُدائ پاک حکمت بېوقوفى ښکارى خو دا د بنى آدم د حکمت نه زيات حکمت دے او کۀ دوئ ته د خُدائ پاک زور کمزورے ښکارى خو دا بيا هم د بنى آدمو د زور نه زورَور دے.
اول کورنتيان ۱:۲۵
خو خُدائ پاک د دُنيا بېوقوفان غوره کړل د دې دپاره چې هوښياران شرمنده کړى، ... نو چې بيا هيڅوک هم د خُدائ پاک په وړاندې فخر ونۀ کړى.
اول کورنتيان ۱:۲۷, ۲۹
ستا د کلام تعليم نُور ورکوى او جاهلانو خلقو ته پوهه ورکوى.
زبور ۱۱۹:۱۳۰
ستا کلام مې خپل زړۀ کښې ساتلے دے نو چې زۀ ستا خلاف ګناه ونۀ کړم.
زبور ۱۱۹:۱۱
هغوئ ټولو د هغۀ صِفت وکړو او د هغۀ د خولې نه د داسې برکتناک کلام په اورېدو حېران شول.
لوقا ۴:۲۲
هيڅکله هم چا داسې خبرې نۀ دى کړى څنګه يې چې دا سړے کوى.
يوحنا ۷:۴۶
خُدائ پاک په خپله مونږ د عيسىٰ مسيح سره يو کړو، او د عيسىٰ مسيح په وسيله يې حکمت راکړو او هغه زمونږ دپاره صداقت، پاکوالے او خلاصون وګرځېدو.
اول کورنتيان ۱:۳۰
او هغه کال راغلے دے چې هغوئ په بيعه واخلم.
يشعياه ۶۳:۴
نو تاسو پنځوسم کال خاص وګڼئ او د مُلک ټولو خلقو ته د آزادۍ اِعلان وکړئ. په دې کال هغه هر څۀ هم چې خرڅ شوى وى نو هغه به اصلى مالِک يا د هغۀ اولاد ته واپس ملاويږى او هر څوک چې د غلام په توګه خرڅ شوے وى نو هغه به خپل خاندان ته واپس شى.
ليويانو ۲۵:۱۰
خو زمونږ کوم خلق چې مړۀ شوى دى نو هغه بيا راژوندى شى. د هغوئ مړۀ جسمونه به بيا راژوندى شى. کوم چې په قبرونو کښې پراتۀ دى نو هغه به راپاڅى او د خوشحالۍ سندرې به وائى. لکه څنګه چې د پرخې څاڅکى زمکه تازه کوى، نو داسې به مالِک خُدائ هغه خلق بيا راژوندى کړى کوم چې پخواه مړۀ شوى دى.
يشعياه ۲۶:۱۹
ځکه چې مالِک به په خپله د آسمان نه د اوچت آواز سره، او د مقربې فرښتې د آواز سره، او د خُدائ پاک د بيګل د آواز سره راکوز شى، او په هغۀ کښې مړۀ شوى به اول د قبر نه راپاڅى. او بيا مونږ څوک چې ژوندى يُو او پاتې يُو به د هغوئ سره يو ځائ په وريځو کښې پورته کړے شُو د دې دپاره چې په هوا کښې د مالِک سره مِلاو شُو، او دغه شان به مونږ تل تر تله د مالِک سره يُو.
اول تِسالونيکيان ۴:۱۶–۱۷
زۀ ولې فديه ورکړم او هغوئ د عالِم ارواح نه آزاد کړم؟ زۀ هغوئ د مرګ د پنجې نه ولې خلاص کړم؟ اے مرګه، ستا د طاقت هغه لشه څۀ شوه؟ اے عالمِ ارواح ستا بربادى څۀ شوه؟
هوسيع ۱۳:۱۴
خو د هغوئ بچ کوونکے ډېر زورَور دے، او مالِک خُدائ ربُ الافواج د هغۀ نوم دے.
يرمياه ۵۰:۳۴
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۳ فبروري ۱۷
ليويانو ۴:۱۲ · يوحنا ۱۹:۱۶
۲۰۲۳ فبروري ۱۶
غزلې ۱:۳ · اِفِسيانو ۵:۲
۲۰۲۳ فبروري ۱۵
متلونه ۲۰:۹ · زبور ۱۴:۲–۳
۲۰۲۳ فبروري ۱۴
متى ۳:۱۵ · زبور ۴۰:۸
۲۰۲۳ فبروري ۱۳
حزقىايل ۱:۲۶ · اول تيموتيوس ۲:۵
۲۰۲۳ فبروري ۱۲
ملاکى ۳:۱۷ · يوحنا ۱۷:۶
