۲۰۲۲ نومبر ۹
ورځنۍ رڼا, نومبر ۱۰: هغه کله هم نۀ بدليږى او نۀ تيارۀ رالېږى
ورځنۍ رڼا
د دې دپاره چې تاسو د مالِک لائق ژوند تير کړئ او په هره طريقه هغه راضى کړئ او په هر نېک کار کښې مېوه ونيسئ او د خُدائ پاک په عِلم کښې ترقى وکړئ.
کولوسيان ۱:۱۰
نو په دې وجه، زما وروڼو او خوېندو، زۀ د خُدائ پاک د رحمتونو په وسيله تاسو ته منت کوم چې خپل ځانونه خُدائ پاک ته د داسې ژوندۍ قربانۍ دپاره وړاندې کړئ چې هغۀ ته مقدسه او قبوله وى، او هم دا ستاسو اصلى عبادت دے. خپل ځان د دې موجوده دُنيا په شان مۀ جوړَوئ، بلکې خُدائ پاک له دا موقع ورکړئ چې ستاسو زاړۀ خيالونه بدل کړى. بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې د خُدائ پاک رضا څۀ ده او دا به وپېژنئ چې څۀ ښۀ او قبلېدونکى او کامِل دى.
روميان ۱۲:۱–۲
ځکه چې د سنتېدو او ناسنتېدو څۀ اهميت نشته، بلکې اهم کار نوے خلقت دے. د خُدائ پاک سلامتى او رحم دې په هغه چا وى څوک چې د دې قانون په مطابق ژوند تېروى، او هم دې د خُدائ پاک په خپلو ايماندارانو خلقو وى.
ګلتيان ۶:۱۵–۱۶
نو چې کله تاسو ډېره مېوه نيسئ نو په دې سره زما اصلى مريدان يئ او په دې سره زما پلار ته لوئى ملاويږى.
يوحنا ۱۵:۸
تاسو زۀ غوره کړے نۀ يم خو ما تاسو غوره کړى يئ او ما تاسو مقرر کړئ چې لاړ شئ او مېوه ونيسئ، هغه مېوه چې د تل ده. نو پلار به تاسو ته هر هغه څۀ درکړى څۀ چې تاسو زما په نوم د هغۀ نه وغواړئ.
يوحنا ۱۵:۱۶
د چا سره چې زۀ مينه کوم ما د هغۀ لټون وکړونه، خو هغه رانۀ غلونه.
غزلې ۳:۱
مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته راوګرځه، ولې چې ستا ګناهونه ستا د راغورزېدو سبب جوړ شوى دى. مالِک خُدائ ته راوګرځئ او د خپلو ګناهونو اقرار وکړئ، او هغۀ ته ووايئ، ”زمونږ ټول ګناهونه معاف کړه او رحم وکړه او مونږ قبول کړه چې مونږ ستا ثناء صِفت سره تا ته قربانى پېش کړُو.
هوسيع ۱۴:۱–۲
د آزمېښت په وخت کښې دې څوک هم داسې نۀ وائى چې، ”زۀ خُدائ پاک ووآزمائيلم،“ ځکه چې خُدائ پاک څوک هم په ګناه نۀ آزمائى او نۀ هغه څوک په آزمېښت کښې اچوى. خو هر څوک هغه وخت په آزمېښت کښې پرېوځى کله چې هغه د خپلو شهوانى خواهشاتو په جال کښې راګېر شى.
يعقوب ۱:۱۳–۱۴
اے زما خوږو وروڼو او خوېندو، مۀ دوکه کېږئ. هر ښۀ او کامِل نعمت زمونږ د خُدائ پلار د طرف نه راځى چا چې په آسمان کښې نُور پېدا کړے دے. هغه کله هم نۀ بدليږى او نۀ تيارۀ رالېږى.
يعقوب ۱:۱۶–۱۷
نو مالِک خُدائ ته په صبر او انتظار شه، نو ډاډه شه او زړَور شه او د مالِک خُدائ په صبر او انتظار شه.
زبور ۲۷:۱۴
دا ښۀ ده چې يو کس په خاموشۍ سره انتظار وکړى، د مالِک خُدائ خلاصون ته انتظار وکړى.
مرثيى ۳:۲۶
نو ولې خُدائ پاک به د خپلو غوره شوو دُعا نۀ اورى څوک چې ورته شپه او ورځ زارى او مِنت کوى؟ ولې هغه به د دوئ په مدد کولو کښې ډېر وخت ولګوى؟
لوقا ۱۸:۷
زما ځان صرف په خُدائ پاک کښې آرام مومى، ځکه چې زما د خلاصون مالِک هغه دے. اے زما روحه صرف په خُدائ پاک کښې په آرام سره صبر وکړه. ځکه چې زما ټول اُميدونه هغۀ پورې تړلى دى.
زبور ۶۲:۱, ۵
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۲ نومبر ۸
اول تِسالونيکيان ۵:۸ · اول پطروس ۱:۱۳
۲۰۲۲ نومبر ۷
زبور ۱۰۷:۸ · زبور ۳۴:۸
۲۰۲۲ نومبر ۶
کولوسيان ۳:۴ · يوحنا ۱۱:۲۵
۲۰۲۲ نومبر ۵
هِجرت ۳۰:۲۳ · هِجرت ۳۰:۲۵
۲۰۲۲ نومبر ۴
اول پطروس ۱:۶ · اول پطروس ۴:۱۲–۱۳
۲۰۲۲ نومبر ۳
هوسيع ۱۴:۹ · اول پطروس ۲:۷–۸
