ورځنۍ رڼا, نومبر ۵: دا ښې مصالحې واخله (هِجرت ۳۰:۲۳, ۲۵)

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

”دا ښې مصالحې واخله ... او د غوړولو مقدس تېل ترې نه جوړ کړه.

دا به د يو عام سړى په بدن باندې نۀ شى تويَولے او تاسو به د دې په شان خوشبويۍ نۀ جوړَوئ. دا مقدس دى او تاسو به خامخا دا مقدس ګڼئ.

بدن هم يو دے او روحُ القُدس هم يو دے او دغه شان تاسو هم د يو اُميد دپاره رابللے شوى وئ.

نو د نعمتونو خو مختلف قِسمونه دى خو روح يو دے.

ستا خُدائ پاک تۀ د خوشحالۍ په تېلو مسح کړے يې. او تۀ يې په خپلو دوستانو کښې اوچت کړے يې.

چې خُدائ پاک څنګه عيسىٰ ناصرى په روحُ القُدس او په قدرت مسح کړو.

ځکه چې خُدائ پاک روحُ القُدس بې‌اندازې ورکوى.

ځکه چې مونږ ټولو د هغۀ د ټولې معمورتيا نه په فضل دپاسه فضل وموندلو.

نو چې روحُ القُدس تاسو ته د هر څۀ په حقله تعليم درکوى، او څۀ چې درته هغه ښائى، رښتيا دى، نه چې دروغ، او څنګه تعليم چې هغۀ درکړے دے په هغۀ کښې پاتې شئ.

او هغۀ مونږ مقرر کړى يُو. هغۀ په مونږ خپل مُهر ولګولو او زمونږ په زړونو کښې يې روحُ القُدس د ضمانت په طور واچولو.

خو د خُدائ پاک د روح مېوه مينه، خوشحالى، سکون، صبر، مهربانى، ښېګړه، وفادارى، نرمى او پرهيزګارى ده. يو شريعت هم د داسې کارونو خلاف نۀ دے.

ځکه چې دا موجوده دُنيا فنا کېدونکې ده.

او د نهۀ سوه نهۀ شپېتو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو.

نو غريب ورور دې په خپله اوچته مرتبه فخر وکړى، خو مالدار دې په خپل عاجز حالت فخر وکړى، ځکه چې مالداره به لکه د ځنګلى ګل په شان اوچ شى. څنګه چې د نمر تاو واښۀ او ګلونه اوچوى او د هغوئ ښائست ختموى، نو دغه شان به مالدار هم سره د خپل ټول کاروبار ختم او د خاورو سره خاورې شى.

ستاسو ژوند څۀ څيز دے؟ د يو دوند په شان دے چې د لږ ساعت دپاره ښکاره شى او بيا فنا شى.

دُنيا او د هغې شوق تېرېدونکى دى، خو څوک چې د خُدائ پاک په مرضۍ عمل کوى هغه به تل تر تله ژوندے وى.

”اے مالِکه خُدايه، زما ژوندون چې څومره دے ما ته راوښايه، چې زما عمر به څومره وى ما ته زما د مرګ نېټه راوښايه،ما ته وښايه چې څومره فانى يم.

کله چې هغوئ وائى چې، ”امن او سلامتى ده،“ نو ناګهانه به په هغوئ هلاکت راشى لکه څنګه چې په اُميدوارې ښځې د ماشوم پېدا کېدو درد راشى، نو هغه خلق به تښتېدلے نۀ شى. خو اے وروڼو او خوېندو، تاسو په تيارۀ کښې نۀ يئ د هغه ورځ دپاره چې تاسو به لکه د غل په شان حېران کړى.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ