۲۰۲۲ اکتوبر ۳۱
ورځنۍ رڼا, نومبر ۱: مبارک دے هغه څوک چې ما ته غوږ نيسى
ورځنۍ رڼا
مبارک دے هغه څوک چې ما ته غوږ نيسى، چې روزانه زما په دروازه کښې ولاړ وى، او زما په دروازه کښې انتظار کوى.
متلونه ۸:۳۴
لکه څنګه چې غلام د خپل مالِک لاس ته ګورى، او لکه څنګه چې وينځه د خپلې بىبى لاس ته ګورى، نو دغه شان زمونږ سترګې د مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک ته ګورى، تر هغې چې هغه مونږ ته خپل رحم وښائى.
زبور ۱۲۳:۲
په راتلونکى ټولو وختونو کښې، دا سوزېدونکې نذرانه زما د حضور خېمې د دروازې په خولۀ کښې به پېش کولے شى. چې هلته به تاسو د مالِک خُدائ سره ملاقات وکړئ او تا سره به خبرې وکړى.
هِجرت ۲۹:۴۲
د خپل عبادت دپاره کوم ځائ چې زۀ درته وښايم نو هغه ځائ ته به زۀ تاسو له درځم او برکت به درکوم.
هِجرت ۲۰:۲۴
نو کۀ چرې دوه يا درې تنه چرته هم زما په نوم يو ځائ شى نو زۀ به د دوئ په مينځ کښې يم.“
متى ۱۸:۲۰
خو وخت راروان دے بلکې اوس دے چې رښتينى عبادت کوونکى به پلار ته په روح او په رښتيا سره عبادت وکړى او پلار هم دغه شان عبادت کوونکى غواړى. خُدائ پاک روح دے او هر څوک چې د هغۀ عبادت کوى نو هغه دې هم په روح او په رښتيا د هغۀ عبادت کوى.“
يوحنا ۴:۲۳–۲۴
او همېشه په هره موقع په روحُ القُدس کښې دُعا او زارى کوئ.
اِفِسيانو ۶:۱۸
په دُعا کښې ناغه مۀ کوئ.
اول تِسالونيکيان ۵:۱۷
هغه به په دې نومونو سره ياديږى.
يشعياه ۹:۶
د مالِک خُدائ روح به د هغۀ سره وى، او دا به د پوهې او حِکمت روح وى، د مشورې او د قوت روح، د عِلم او د مالِک خُدائ نه د يرې روح، او هغۀ ته به د مالِک خُدائ په تابعدارۍ کښې خوشحالى ملاويږى.
يشعياه ۱۱:۲–۳
غوږ شئ. ولې پوهه آوازونه نۀ کوى څۀ؟ پوهې خپل آواز نۀ دے پورته کړے څۀ؟ ”اے خلقو زۀ تاسو ټولو ته آواز کوم، او په زمکه باندې ټولو انسانانو ته آواز کوم. اے ساده خلقو، احتياط زده کړئ، اے بېوقوفو. عقل حاصل کړئ. غوږ شئ. ما سره ستاسو دپاره اعلىٰ خبرې دى، او زۀ چې شونډې پرانيزم نو هغه څۀ وايم څۀ چې صحيح وى. ښې مشورې او تميز ورکول زما کار دے، زۀ پوهه او طاقت لرم.
متلونه ۸:۱, ۴–۶, ۱۴
مالِک خُدائ ربُ الافواج زبردست اُستاذ دے، او هغه دې زميدارانو له ښۀ پوهه ورکوى.
يشعياه ۲۸:۲۹
خو کۀ په تاسو کښې په چا کښې د حِکمت کمے وى نو هغه دې د خُدائ پاک نه وغواړى څوک چې بېخفګانه ټولو له په سخاوت سره ورکوى او تاسو له به يې هم درکړى.
يعقوب ۱:۵
په خپل ټول زړۀ سره په مالِک خُدائ باندې توکل کوه. او په خپله پوهه باندې تکيه مۀ کوه. چې تۀ هر کار کوې نو په هغې کښې مالِک خُدائ ياد ساته، او هغه به تا ته صحيح لاره ښائى.
متلونه ۳:۵–۶
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۲ اکتوبر ۳۰
مرثيى ۳:۲۶ · زبور ۷۷:۹
۲۰۲۲ اکتوبر ۲۹
غزلې ۵:۱۶ · زبور ۱۰۴:۳۴
۲۰۲۲ اکتوبر ۲۸
يشعياه ۵۹:۱۶ · زبور ۴۰:۶–۸
۲۰۲۲ اکتوبر ۲۷
متى ۸:۱۷ · ليويانو ۱۴:۴–۷
۲۰۲۲ اکتوبر ۲۶
زبور ۹۹:۱ · يرمياه ۵:۲۲
۲۰۲۲ اکتوبر ۲۵
متى ۲۸:۲۰ · يوحنا ۱۴:۲۱–۲۳
