ورځنۍ رڼا, سېپتمبر ۲۵: خُدائ تعالىٰ سره داسې عِلم شته دے څۀ؟

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

نو پرېږدئ چې صبر په تاسو کښې خپل کار پوره کړى چې تاسو پاخۀ او بالغان شئ او په تاسو کښې به بلکل د څۀ خبرې کمے نۀ وى.

اګر چې اوس تاسو د لږ وخت دپاره مختلف تکليفونه وزغمل. او دا آزمېښتونه به دا خبره ثابته کړى چې ستاسو ايمان اصلى دے، او دا وآزمائيلے شو لکه څنګه چې سرۀ زر په اور آزمائيلے کيږى، خو ستاسو ايمان د فانى سرو زرو نه ډېر زيات قيمتى دے. نو ستاسو ايمان به د عيسىٰ مسيح د راښکاره کېدو په ورځ د جلال او احترام سبب شى.

نۀ صرف دا بلکې مونږ په خپلو تکليفونو هم خوشحالى کوُو، ځکه چې مونږ ته دا معلومه ده چې تکليفونه د برداشت طاقت پېدا کوى، او برداشت نه اخلاق پېدا کيږى، او اخلاق نه اُميد پېدا کيږى.

دا ښۀ ده چې يو کس په خاموشۍ سره انتظار وکړى، د مالِک خُدائ خلاصون ته انتظار وکړى.

ځکه چې تاسو په دې پوهه وئ چې تاسو سره يو بهتر او د تل ميراث دے. نو په دې وجه خپله زړۀ ورتيا مۀ پرېږدئ ځکه چې د دې ډېر اجر دے. نو تاسو ته د صبر ضرورت دے نو چې کله تاسو د خُدائ پاک مرضى پوره کړئ نو تاسو به دا لوظ کړے شوى څيزونه حاصل کړئ.

اوس دې زمونږ مالِک عيسىٰ مسيح په خپله او زمونږ خُدائ پلار چا چې مونږ سره مينه وکړه او مونږ ته يې د فضل په وسيله ابدى تسلى او ښۀ اُميد راکړو، هغه دې ستاسو زړونو ته ډاډګيرنه درکړى او په هر نېک کار او خبرو اترو کښې دې تاسو مضبوط کړى.

دا هغه زيرے دے چې زۀ يې تاسو ته اوروم، هغه ورځ راتلونکى ده چې خُدائ پاک به د عيسىٰ مسيح په وسيله د خلقو د پټو خيالونو عدالت وکړى.

نو په دې وجه د مقرر شوى وخت نه وړاندې فېصله مۀ کوئ، د مالِک د راتلو تر وخته انتظار وکړئ. هغه به د تيارې پټې خبرې رڼا ته څرګندې کړى او د زړۀ مقصدونه به راښکاره کړى. په هغه وخت کښې څوک چې د څومره تعريف قابل وى خُدائ پاک به دومره د هغۀ تعريف وکړى.

بيا دا چې پلار د هيچا عدالت هم نۀ کوى بلکې دا ټول اختيار يې زوئ ته سپارلے دے او هغۀ عيسىٰ ته د عدالت اختيار ورکړو ځکه چې هغه اِبن آدم دے.

د تواتيره د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه چې د خُدائ پاک زوئ داسې فرمائى د چا سترګې چې د اور د شغلو په شان دى او چې پښې يې د زېړو په شان ځليږى.

دوئ وائى چې، ”خُدائ پاک ته به پته لګى څۀ؟ خُدائ تعالىٰ سره داسې عِلم شته دے څۀ؟“

ستا په دې کارونو زۀ چپ پاتې شوم، زۀ دې هم د خپل ځان په شان وګڼلم. خو زۀ دې اوس رټمه او په تا اِلزام لګوم.

داسې يو پټ څيز نشته چې هغه به ښکاره نۀ شى او نۀ داسې پټ راز شته چې هغه به ښکاره نۀ شى.

اے مالِکه خُدايه، زما ټول ارمانونه ستا په وړاندې ښکاره دى، او زما اسويلى آهونه ستا نه پټ نۀ دى.

اے مالِکه خُدايه په ما آزمېښت وکړه او تيار مې کړه، زما د زړۀ او خيالونو آزمېښت وکړه.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ