ورځنۍ رڼا, سېپتمبر ۱۹: بلکې هغه په مونږ زيات فضل کوى

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

د لږ وخت د مصيبت زغملو نه وروستو به د هر قسمه فضل ورکوونکى خُدائ پاک چا چې تاسو په مسيح کښې د خپل جلال دپاره رابللى يئ.

زما شان او شوکت به ستا په مخکښې تېر شى او ستا په مخکښې به زۀ خپل مقدس نوم واخلم کوم چې مالِک خُدائ دے. زۀ مالِک خُدائ يم او څوک چې زۀ غوره کړم زۀ هغوئ ته خپل رحم او ترس ښايم.

او هغه په هغه کس باندې مِهربانه شى او ووائى چې، هغه بچ کړه چې قبر ته لاړ نۀ شى، ځکه چې ما ته د هغۀ د ژوند قيمت مِلاو شوے دے.

خو هغوئ د خُدائ پاک په فضل سره مفت صادق شول د هغه خلاصون په وسيله چې په عيسىٰ مسيح کښې دے. ځکه چې خُدائ پاک مسيح د دې دپاره مقرر کړے وو چې د هغۀ د قربانۍ په کفاره او په هغۀ د ايمان په وسيله ګناهونه ووينځى. او هغۀ دا کار د دې دپاره وکړو چې خپل صداقت ښکاره کړى. ځکه چې خُدائ پاک صابر دے او په تېرو شوو ګناهونو يې څۀ غم غرض ونۀ کړو.

ځکه چې شريعت د موسىٰ په وسيله ورکړے شو خو فضل او حقيقت د عيسىٰ مسيح په وسيله راغلل.

ځکه چې خُدائ پاک د خپل فضل په سبب تاسو له د ايمان په وجه خلاصون درکړو، او دا ستاسو خپل کار نۀ وو، بلکې دا د خُدائ پاک د خوا نه انعام دے.

په تا دې د خُدائ پلار او زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د طرف نه فضل، رحم او سلامتى وى.

خو مونږ هر يو ته د مسيح د سخاوت په مطابق نعمتونه راکړے شوى دى.

تاسو هر يو ته خُدائ پاک د خپل روحانى لوئې خزانې نه جدا جدا نعمت درکړے دے. هغه په خپلو کښې د يو بل په خدمت کښې په ښۀ طريقه استعمال کړئ.

بلکې هغه په مونږ زيات فضل کوى.

بلکې زمونږ د مالِک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په فضل او عِلم کښې ترقى وکړئ. د هغۀ جلال دې اوس هم وى او تل تر تله دې وى.

ما خپلې سترګې غرونو ته نيولې دى. چې زما مدد به د کوم ځايه راځى؟ زما مدد د مالِک خُدائ نه راځى.

لکه څنګه چې غرونه د يروشلم نه راتاو دى، نو دغه شان مالِک خُدائ د خپلو خلقو نه راتاو دے يعنې د اوس نه تر ابده پورې.

ما خپلې سترګې تا ته نيولې دى، تا ته د چا تخت چې په آسمان کښې دے. لکه څنګه چې غلام د خپل مالِک لاس ته ګورى، او لکه څنګه چې وينځه د خپلې بى‌بى لاس ته ګورى، نو دغه شان زمونږ سترګې د مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک ته ګورى، تر هغې چې هغه مونږ ته خپل رحم وښائى.

ځکه چې تۀ زما مددګار يې، په سورى د وزرو کښې ستا د خوشحالۍ سندرې وايم.

تۀ زمونږ خُدائ پاک يې. تۀ هغوئ له سزا ورکړه، ځکه چې کوم لوئ لښکر په مونږ حمله کوى نو د هغوئ په وړاندې مونږ بې‌مددګاره يُو. مونږ ته پته نشته چې څۀ وکړُو، خو مونږ ستا د مدد په طمع يُو.“

زما نظر به همېشه د مالِک خُدائ طرف ته وى، هم هغه ما د دشمنانو د دام نه خلاصوى.

زمونږ مدد د مالِک خُدائ په نوم کښې دے، چې د آسمان او زمکې جوړونکے دے.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ