۲۰۲۲ سېپتمبر ۱۰
ورځنۍ رڼا, سېپتمبر ۱۱: خو هغوئ غوږ نۀ کېښودو (يشعياه ۲۸:۱۲)
ورځنۍ رڼا
خپل ځان د دې موجوده دُنيا په شان مۀ جوړَوئ، بلکې خُدائ پاک له دا موقع ورکړئ چې ستاسو زاړۀ خيالونه بدل کړى.
روميان ۱۲:۲
د ډېرو خلقو په بد عمل کښې يا د قانون ماتولو په ګواهۍ کښې ملګرتيا مۀ کوئ او بېاِنصافى مۀ کوئ.
هِجرت ۲۳:۲
ولې تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې د دُنيا سره ملګرتيا کول د خُدائ پاک سره دشمنى کول دى؟ نو ځکه څوک چې د دې شريرې دُنيا سره مينه کوى، هغه د خُدائ پاک سره دشمنى کوى.
يعقوب ۴:۴
ځکه چې د صادقانو او د شريرانو په خپلو کښې څۀ تعلق وى؟ او د رڼا او تيارې په خپلو کښې د يو بل سره څۀ تعلق وى؟ ولې د مسيح د شېطان سره څۀ قسم جوړښت شته؟ يا يو ايماندار د يو بېايمانه سره څۀ تعلق ساتلے شى څۀ؟ نو د خُدائ پاک د کور او د بُتانو په خپلو کښې د جوړښت امکان نشته.
دوېم کورنتيان ۶:۱۴–۱۶
د دُنيا او د هغې د څيزونو سره مينه مۀ کوئ، ځکه چې څوک چې د دُنيا سره مينه کوى، په هغوئ کښې د پلار مينه نشته. دُنيا او د هغې شوق تېرېدونکى دى، خو څوک چې د خُدائ پاک په مرضۍ عمل کوى هغه به تل تر تله ژوندے وى.
اول يوحنا ۲:۱۵, ۱۷
ځکه چې تاسو هم پخوا د دې دُنيا په کږو لارو روان وئ، او د پيريانو د سردار، يعنې هغه روح پسې تلئ کوم چې اوس په نافرمانو بچو کښې کار کوى.
اِفِسيانو ۲:۲
خو دا هغه طريقه نۀ ده کومه چې تاسو د مسيح په حقله زده کړې ده. د کله نه چې تاسو د عيسىٰ په حقله اورېدلى دى او هغه حقيقت مو زده کړے دے کوم چې د هغۀ نه راځى.
اِفِسيانو ۴:۲۰–۲۱
نو بيا بنى آدم خپلو کارونو پسې ځى، چې تر ماښامه خپله مزدورى وکړى.
زبور ۱۰۴:۲۳
د سخت محنت او د تندى په خولو به خپله روټۍ ګټئ.
پېدايښت ۳:۱۹
ځکه کله چې مونږ تاسو سره وُو نو مونږ هغه وخت تاسو ته دا حکم درکړو چې څوک کار کول نۀ غواړى نو هغه دې خوراک هم نۀ کوى.
دوېم تِسالونيکيان ۳:۱۰
په آرام سره ژوند تېرول خپل مقصد جوړ کړئ او په خپل کار کښې مشغول اوسئ او په خپلو لاسونو په کار کسب کښې همت کوئ.
اول تِسالونيکيان ۴:۱۱
تۀ چې هر څۀ کولے شې هغه پوره د زړۀ نه کوه، ځکه چې چرته تۀ روان يې يعنې قبر ته، هلته به نۀ کار وى او نۀ منصوبې، نۀ به عِلم وى او نۀ حِکمت.
معلِم ۹:۱۰
شپه راروانه ده چې هيڅوک په کښې کار نۀ شى کولے.
يوحنا ۹:۴
نو مونږ دې په ښۀ کار کولو کښې همت نۀ بائيلو، ځکه کۀ مونږ همت ونۀ بائيلو نو مونږ به په خپل صحيح وخت فصل وريبو.
ګلتيان ۶:۹
ټينګ او قائم اوسئ او همېشه د مالِک په کار کښې بوخت اوسئ ځکه چې تاسو ته پته ده چې په مالِک کښې ستاسو خوارى بېفائدې نۀ ده.
اول کورنتيان ۱۵:۵۸
نو بيا د خُدائ پاک د خلقو دپاره د سبت ورځ د آرام ورځ تر اوسه انتظار کوى.
عبرانيان ۴:۹
دې وروستنو خلقو خو يوه ګينټه کار کړے دے او مونږ سره دې يو برابر کړل چا چې ټوله ورځ په سره غرمه د ځانه خولې ويستې دى.
متى ۲۰:۱۲
خُدائ پاک خپلو خلقو ته فرمائيلى دى، ”دا د آرام ځائ دے. ستړى دې دلته آرام وکړى، ولې چې هم دا ځائ د آرام دے.“ خو هغوئ غوږ نۀ کېښودو.
يشعياه ۲۸:۱۲
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۲ سېپتمبر ۹
لوقا ۱:۵۳ · رويا ۳:۱۷–۱۹
۲۰۲۲ سېپتمبر ۸
دانيال ۵:۲۷ · اول سموئيل ۲:۳
۲۰۲۲ سېپتمبر ۷
روميان ۱۲:۱۲ · کولوسيان ۱:۵
۲۰۲۲ سېپتمبر ۶
مرثيى ۳:۴۱ · زبور ۱۱۳:۵–۶
۲۰۲۲ سېپتمبر ۵
اول کورنتيان ۱۲:۱۲ · کولوسيان ۱:۱۸
۲۰۲۲ سېپتمبر ۴
روت ۳:۱۸ · يشعياه ۷:۴
