ورځنۍ رڼا, سېپتمبر ۱: خو د خُدائ پاک د روح مېوه مينه

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

خو د خُدائ پاک د روح مېوه مينه ... نرمى او پرهيزګارى ده.

عاجزان به بيا د مالِک خُدائ ورکړے شوې خوشحالۍ نه په جامو کښې نۀ ځائيږى، او غريبانان به د بنى اِسرائيل د مقدس ذات خوشحالى کوى.

زۀ تاسو ته رښتيا وايم ترڅو چې تاسو خپل ځان بدل نۀ کړئ او د ماشومانو په شان نۀ شئ نو تاسو به هيڅکله هم په آسمانى بادشاهۍ کښې داخل نۀ شئ. هر هغه څوک چې ځان د دې ماشوم په شان عاجز کړى نو هغه به په آسمانى بادشاهۍ کښې د ټولو نه لوئ وى.

بلکې ستاسو غېر فانى ډول سنګار دې په هغه باطنى انسانيت کښې په حليمۍ او په سکون کښې وى چې د خُدائ پاک په نزد ډېر قيمتى دے.

مينه لافې نۀ کوى او نۀ لوئى کوى.

تۀ د دې ټولو خبرو نه ځان وساته او د صداقت.

زما جغ په غاړه کړئ او زما نه زده کړئ، ځکه چې زۀ په زړۀ نرم او په روح کښې عاجز يم.

هغۀ باندې ظلم زياتے وشو، خو هغۀ په خولۀ باندې هيڅ هم ونۀ وئيل. لکه چې يو ګډُورے د حلالولو دپاره بوتلے شى، لکه چې يوه ګډه د وړۍ کلولو والا په مخکښې خاموش وى، نو هم هغه شان هغۀ د خولې نه يوه خبره هم نۀ ويستله.

ځکه چې مسيح هم ستاسو دپاره مصيبت وزغملو او تاسو ته يې يو مثال قائم کړو نو چې تاسو د هغۀ په نقش قدم تلل پرې نۀ ږدئ. ”نۀ هغۀ څۀ ګناه وکړه، او نۀ يې څوک دوکه کړى وُو.“ نۀ هغۀ د کنځلو په بدل کښې کنځل کول او نۀ يې په مصيبتونو زغملو چا ته دهمکى ورکوله بلکې هغۀ خپل ځان رښتونى اِنصاف کوونکى ته وسپارلو.

کۀ څوک زما مريدان جوړېدل غواړى، هغه دې د خپل ځان نه منکر شى، او هره ورځ دې خپله سولۍ راواخلى او ما پسې دې راځى.

مونږ په هر حالت کښې په عزت او بې‌عزتۍ، په بدنامۍ او په نېک نامۍ کښې د خُدائ پاک خِدمت کوُو.

په حقيقت کښې هر هغه څوک چې د عيسىٰ مسيح په يووالى کښې په ديندارۍ ژوند تېرول غواړى، نو هغوئ به زورول کيږى.

کۀ ما د مسيح د سولۍ په وسيله د خلاصون تعليم نۀ وے ورکړے، نو څوک به هم خفه شوى نۀ وو.

کۀ چرې ما تر اوسه پورې خلق خوشحالول نو بيا به زۀ د مسيح غلام نۀ وم.

کۀ تاسو ته د مسيح د نوم په وجه بدرد ووئيلے شى نو تاسو بختور يئ ... خو په تاسو کښې دې څوک قاتل، غل، بدکاره يا د نورو په کار کښې د لاس وهلو په وجه مصيبت ونۀ زغمى. اوس کۀ په تاسو کښې څوک د مسيحى په توګه تکليف وزغمى، نو هغه دې دا شرم نۀ ګڼى، بلکې د دې نوم په وجه دې د خُدائ پاک ثنا ووائى.

ځکه چې تاسو ته دا امتياز نۀ صرف په مسيح د ايمان په وجه درکړے شو، بلکې دا چې د هغۀ د خاطره تکليفونه هم وزغمئ.

چې مونږ په دې پوهه شُو چې هغه يو د ټولو دپاره مړ شو نو مطلب يې دا شو چې ټول مړۀ شول. او هغه د ټولو دپاره مړ شو نو چې څوک ژوندى دى هغه دې د ځان دپاره نۀ وى ژوندى بلکې د هغۀ د خاطره دې ژوندى وى څوک چې د هغوئ دپاره مړ شو او بيا ژوندے شو.

کۀ مونږ سختۍ وزغمو نو د هغۀ سره به بادشاهى هم کوُو.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ