۱ په شروع کښې چې کله خُدائ پاک ټول کائنات پېدا کړو، ۲ زمکه خالى وه او هيڅ په کښې نۀ وُو. سمندر هر څۀ ګېر کړى وُو. او هر څيز په توره تيارۀ کښې پټ وو او د خُدائ پاک روح په اوبو حرکت کولو. ۳ بيا خُدائ پاک حُکم وکړو چې، ”رڼا دې شى،“ نو رڼا شوه. ۴ خُدائ پاک په دې ليدو خوشحاله وو. بيا هغۀ رڼا د تيارې نه جدا کړه، ۵ او په رڼا يې ”ورځ“ نوم کېښودو او په تيارۀ يې ”شپه.“ شپه تېره شوه او سحر شو. دا وړومبۍ ورځ وه. ۶ بيا خُدائ پاک حُکم وکړو چې، ”د پاسنو او لاندينو اوبو تر مينځه دې فضا جوړه شى.“ ۷ نو هم داسې وشول. نو خُدائ پاک فضا جوړه کړه چې لاندې اوبۀ د پاس اوبو نه جدا وى. ۸ هغۀ په دې چت ”آسمان“ نوم کېښودو. شپه تېره شوه او سحر شو. دا دوېمه ورځ وه. ۹ بيا خُدائ پاک حُکم وکړو، ”د آسمان لاندې اوبۀ دې په يو ځائ راغونډې شى، نو اوچه به راښکاره شى.“ نو هم داسې وشول. ۱۰ هغۀ په اوچه ”زمکه“ نوم کېښودو او په يو ځائ راغونډو شوو اوبو يې ”سمندر“ نوم کېښودو. او خُدائ پاک د دې په ليدو خوشحاله وو. ۱۱ بيا هغۀ حُکم وکړو، ”زمکه دې هر قِسم بوټى رازرغون کړى، هغه ټول بوټى چې غله او مېوه به کوى.“ نو هم داسې وشول. ۱۲ نو زمکې هغه هر قِسم بوټى زرغون کړل کوم چې غله او مېوه کوى او خُدائ پاک د دې په ليدو خوشحاله وو. ۱۳ شپه تېره شوه او سحر شو. دا درېمه ورځ وه. ۱۴ بيا خُدائ پاک حُکم وکړو، ”ځلېدونکى څيزونه دې په آسمان کښې راښکاره شى چې ورځ د شپې نه جدا کړى او چې د ورځو، مياشتو او د کالونو دپاره نښې شى، ۱۵ دا به په آسمان کښې زمکې ته ځليږى.“ نو هم داسې وشول. ۱۶ نو خُدائ پاک هغه دوه غټ ځلېدونکى څيزونه جوړ کړل، نمر به د ورځې ځليږى او سپوږمۍ به د شپې ځليږى، هغۀ ستورى هم پېدا کړل. ۱۷ هغۀ دا ځلېدونکى څيزونه په آسمان کښې مقرر کړل چې زمکې له رڼا ورکوى، ۱۸ چې په ورځ او شپه باندې اختيار ولرى او رڼا د تيارې نه جدا کړى. او خُدائ پاک د دې په ليدو خوشحاله وو. ۱۹ شپه تېره شوه او سحر شو. دا څلورمه ورځ وه. ۲۰ بيا خُدائ پاک حُکم وکړو، ”سمندر دې د ډېر قِسم ساه اخستونکى څيزونو نه ډک شى او هوا دې د مارغانو نه ډکه شى.“ ۲۱ نو خُدائ پاک غټې سمندرى بلاګانې پېدا کړې، هر قِسم ساه لرونکى څيزونه چې په اوبو کښې اوسيږى او هر قِسم مارغان يې پېدا کړل. او خُدائ پاک د دې په ليدو خوشحاله وو. ۲۲ او خُدائ پاک برکت ورکړو او د اوبو مخلوق ته يې وفرمائيل چې، ”ډېر شئ او سمندر ډک کړئ،“ او مارغانو ته يې وفرمائيل چې، ”زيات شئ.“ ۲۳ شپه تېره شوه او سحر شو. دا پينځمه ورځ وه. ۲۴ بيا خُدائ پاک حُکم وکړو، ”زمکه دې هر قِسم څاروى او ځنګلى، واړۀ او غټ ځناور پېدا کړى.“ نو هم داسې وشول. ۲۵ نو خُدائ پاک دا ټول ځناور، څاروې او خزنده پېدا کړل او هغه د دې په ليدو خوشحاله وو. ۲۶ بيا خُدائ پاک وفرمائيل، ”اوس به مونږ انسان د خپل صورت په شان جوړ کړُو چې زمونږ په شان شى. هغوئ به په کبانو، مارغانو او په ټولو ځناورو، څاروو او ځنګلى، وړو او غټو ځناورو باندې اختيار لرى.“ ۲۷ نو خُدائ پاک بنى آدم پېدا کړل او د خپل صورت په شان يې جوړ کړل. هغوئ يې نر او ښځه پېدا کړل، ۲۸ برکت يې ورکړو او وې فرمائيل، ”ډېر بچى پېدا کړئ، نو ستاسو اولاد به په ټوله دُنيا کښې اوسيږى او زمکه به د هغوئ په لاس کښې وى. زۀ تاسو له په کبانو، مارغانو او په ټولو ځناورو باندې اختيار درکوم. ۲۹ ما تاسو له د خوراک دپاره هر قِسم غله او هر قِسم مېوې پېدا کړې دى، ۳۰ خو ټولو ځنګلى ځناورو او ټولو مارغانو له ما د خوراک دپاره واښۀ او شنۀ بوټى پېدا کړى دى.“ نو هم داسې وشول. ۳۱ خُدائ پاک دا ټول څيزونه وکتل او هغه ډېر خوشحاله وو. شپه تېره شوه او سحر شو. دا شپږمه ورځ وه.
۱ يشوَع په شِکم کښې د بنى اِسرائيلو ټولې قبيلې راغونډې کړې. هغۀ مالِکان، مشران، قاضيان او د بنى اِسرائيلو آفسران راوغوښتل او هغوئ د خُدائ پاک حضور ته راغلل. ۲ يشوَع خلقو ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې، ډېر وخت مخکښې، ستاسو پلار نيکۀ، سره د اِبراهيم او نحور د پلار تارح، د فرات سيند نه اخوا اوسېدل او هغوئ د نورو معبودانو عبادت کولو. ۳ بيا ما ستاسو پلار نيکۀ اِبراهيم د فرات سيند نه اخوا مُلک نه روان کړو او د کنعان په ټول مُلک کښې مې وګرځولو. ما هغۀ له ډېر اولاد ورکړو. ما هغۀ له اِسحاق ورکړو، ۴ او اِسحاق له مې يعقوب او عِيسو ورکړل. ما عِيسو له د ادوم د غرونو مُلک ورکړو چې خپل ميراث يې شى، خو ستاسو پلار نيکۀ يعقوب او د هغۀ بچى لاندې مِصر ته لاړل. ۵ ما بيا موسىٰ او هارون ولېږل او په مِصر باندې مې لوئ افتونه راوستل او د هغې نه پس ما تاسو راوويستلئ. ۶ ما ستاسو پلار نيکۀ د مِصر نه راوويستل او مِصريان د جنګى ګاډو او په آسونو سوارو کسانو سره په هغوئ پسې وُو. خو کله چې ستاسو پلار نيکۀ بحرِقُلزم ته ورسېدل ۷ نو هغوئ ما ته د مدد دپاره فرياد وکړو او ما د هغوئ او د مِصريانو په مينځ کښې تيارۀ راوستله. ما مِصريان په سمندر لاهُو کړل او هغوئ مې ورډُوب کړل. تاسو په خپلو سترګو وليدل چې ما په مِصر څۀ کړى دى. تاسو تر ډېره وخته پورې په هغه بيابان کښې اوسېدئ. ۸ بيا ما تاسو د اموريانو مُلک ته راوستلئ، کوم چې د اُردن نمرخاتۀ طرف ته اوسېدل. هغوئ ستاسو سره جنګ وکړو، خو ما تاسو له په هغوئ باندې فتح درکړه. تاسو د هغوئ مُلک قبضه کړو او چې تاسو مخ په وړاندې تلئ نو هغوئ مو تباه کول. ۹ بيا د موآب بادشاه صفور زوئ بلق ستاسو خِلاف جنګ وکړو. هغۀ د بعور زوئ بلعام راوغوښتو او ورته يې ووئيل چې په تاسو لعنت ووائى. ۱۰ خو ما بلعام ته غوږ نۀ نيولو، نو ځکه هغۀ تاسو له برکت درکړو، او داسې ما تاسو د بلق نه بچ کړئ. ۱۱ تاسو د اُردن نه پورې وتئ او يريحو ته راغلئ. د يريحو سړو ستاسو خِلاف جنګ وکړو، هم هغه شان چې څنګه اموريانو، فرزيانو، کنعانيانو، حِتيانو، جرجاسيانو، حِويانو او يبوسيانو کړى وُو. خو ما تاسو له په هغه ټولو باندې فتح درکړه. ۱۲ چې تاسو مخ په وړاندې تلئ نو ما هغوئ د دې دپاره په وارخطايۍ آخته کړل چې هغه دوه امورى بادشاهان وشړم، دا کار ستاسو د تُورو او ليندو په ذريعه نۀ وو شوے. ۱۳ ما تاسو له يو داسې زمکه درکړه چې تاسو هيڅکله کَرلې نۀ وه او داسې ښارونه مې درکړل چې تاسو جوړ کړى نۀ وُو. اوس تاسو هلته اوسېږئ او د هغه باغونو نه انګور خورئ چې تاسو کَرلى نۀ دى او د هغه ونو نه د زيتُونو مېوه خورئ چې تاسو کَرلى نۀ دى.“ ۱۴ نو يشوَع فرمائيل چې، ”د مالِک خُدائ نه يرېږئ او په اخلاص او ايماندارۍ سره د هغۀ خِدمت وکړئ. او د هغه معبودانو نه ځان خلاص کړئ چې ستاسو پلار نيکۀ په مسوپتاميه او مِصر کښې د هغوئ عبادت کولو او صِرف د مالِک خُدائ خِدمت کوئ. ۱۵ کۀ ستاسو زړۀ نۀ کيږى چې د هغۀ خِدمت وکړئ، نو نن دا فېصله وکړئ چې د چا خِدمت به کوئ، د هغه معبودانو چې ستاسو پلار نيکۀ په مسوپتاميه کښې د هغوئ عبادت کولو يا د اموريانو د معبودانو، چې د چا په مُلک کښې تاسو اوس اوسېږئ. خو پاتې شوه زما او زما د خاندان خبره، نو مونږ به د مالِک خُدائ خِدمت کوُو.“ ۱۶ خلقو ورته په جواب کښې ووئيل، ”مونږ به هيڅکله مالِک خُدائ نۀ پرېږدو چې د نورو معبودانو عبادت وکړُو. ۱۷ مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک زمونږ پلار نيکۀ او مونږ په مِصر کښې د غلامۍ نه راوويستلو او چې هغۀ کومې معجزې کولې نو هغه مو وليدلې. چې مونږ د هر يو قوم نه هم تېرېدو او هر ځائ له هم تلو نو هغۀ مونږ په حِفاظت کښې ساتلو. ۱۸ کله چې مونږ دې مُلک ته مخ په وړاندې تلو، نو مالِک خُدائ هغه ټول اموريان وشړل کوم چې دلته اوسېدل. نو ځکه مونږ به هم د مالِک خُدائ خِدمت کوُو، هغه زمونږ خُدائ پاک دے.“ ۱۹ يشوَع خلقو ته وفرمائيل، ”خو کېدے شى چې تاسو د دې قابل نۀ شئ چې د مالِک خُدائ خِدمت وکړئ. هغه يو مقدس او غيرتى خُدائ پاک دے او هغه به ستاسو ګناهونه نۀ معاف کوى، ۲۰ او کۀ تاسو هغه پرېږدئ او د پردو معبودانو خِدمت وکړئ، نو هغه به ستاسو خِلاف شى او تاسو له به سزا درکړى. هغه به تاسو تباه کړى، اګر چې هغه ستاسو سره مخکښې ښۀ هم وو.“ ۲۱ نو خلقو يشوَع ته ووئيل، ”نه، مونږ به د مالِک خُدائ خِدمت کوُو.“ ۲۲ يشوَع هغوئ ته وفرمائيل، ”تاسو په خپله د دې حقيقت ګواهان يئ چې تاسو د مالِک خُدائ خِدمت خوښ کړے دے.“ هغوئ ووئيل، ”آو، مونږ د دې خبرې ګواهان يُو.“ ۲۳ نو يشوَع ورته وفرمائيل، ”تاسو سره چې کوم پردى بُتان دى نو د هغې نه ځان خلاص کړئ، نو داسې به تاسو د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک سره وفادار اوسئ.“ ۲۴ بيا خلقو يشوَع ته ووئيل، ”مونږ به د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک خِدمت کوُو. مونږ به د هغۀ حُکمونه منو.“ ۲۵ نو په هغه ورځ يشوَع د خلقو سره يو لوظ وکړو او هلته په شِکم کښې هغۀ ورته قانون او اصُول وښودل. ۲۶ يشوَع دا حُکمونه د خُدائ پاک د شريعت په کِتاب کښې وليکل. بيا هغۀ يو لوئ کاڼے واخستلو او د مالِک خُدائ په مقدس ځائ کښې يې د څېړۍ د ونې لاندې ودرولو. ۲۷ هغۀ ټولو خلقو ته وفرمائيل، ”دا کاڼے به زمونږ ګواه وى. دې کاڼى هغه ټولې خبرې اورېدلې دى کومې چې مالِک خُدائ مونږ سره کړې دى. نو دا به ستاسو خِلاف يو ګواه وى، چې د خُدائ پاک خِلاف د سرکشۍ نه مو وساتى.“ ۲۸ بيا يشوَع خلق ولېږل او هغوئ ټول د هغه مُلک خپلې برخې ته راواپس شول.
۲۹ د هغې نه پس، د مالِک خُدائ خِدمتګار د نون زوئ يشوَع د يو سل او لسو کالو په عُمر کښې وفات شو. ۳۰ هغوئ هغه د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې د تمنتسِره سره په خپله زمکه کښې ښخ کړو چې دا مُلک د جعس غر شمالى طرف ته دے. ۳۱ ترڅو پورې چې يشوَع ژوندے وو، نو بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ خِدمت کولو او د هغۀ د مرګ نه پس هغوئ تر هغې پورې هم دغه شان کول چې هغه مشران ژوندى وُو چې کومو مشرانو په خپله هغه هر څۀ وليدل چې مالِک خُدائ څۀ د بنى اِسرائيلو دپاره کړى وُو. ۳۲ بنى اِسرائيلو چې د مِصر نه د يوسف کوم هډُوکى راوړى وُو نو هغوئ هغه د شِکم په هغه زمکه کښې ښخ کړل کومه چې يعقوب د شِکم د پلار د همور د زامنو نه د سپينو زرو په سلو سيکو باندې اخستې وه. دا هغه زمکه وه چې د يوسف د اولاد په ذريعه ميراث شوې وه. ۳۳ د هارون زوئ اِلىعزر مړ شو او په جبعه کښې ښخ شو، دا هغه ښار وو چې د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې وو او چې د هغۀ زوئ فينحاس له ورکړے شوے وو.
۱۴ نو يشوَع فرمائيل چې، ”د مالِک خُدائ نه يرېږئ او په اخلاص او ايماندارۍ سره د هغۀ خِدمت وکړئ. او د هغه معبودانو نه ځان خلاص کړئ چې ستاسو پلار نيکۀ په مسوپتاميه او مِصر کښې د هغوئ عبادت کولو او صِرف د مالِک خُدائ خِدمت کوئ. ۱۵ کۀ ستاسو زړۀ نۀ کيږى چې د هغۀ خِدمت وکړئ، نو نن دا فېصله وکړئ چې د چا خِدمت به کوئ، د هغه معبودانو چې ستاسو پلار نيکۀ په مسوپتاميه کښې د هغوئ عبادت کولو يا د اموريانو د معبودانو، چې د چا په مُلک کښې تاسو اوس اوسېږئ. خو پاتې شوه زما او زما د خاندان خبره، نو مونږ به د مالِک خُدائ خِدمت کوُو.“
پېدايښت · يشوَع ۲۴ · يشوَع ۲۴:۱۴–۱۵ · PYPB
د یوشع کتاب په ۲۴ فصل کې، موږ د یوشع وروستۍ جدي عامه وینا خپلو خلکو، اسراییلو، او په ځانګړې توګه د دوی مشرانو ته اورو. هغه په لنډه توګه د دوی د تاریخ الهامي بیاکتنه پیل کوي. دلته موږ هغه حقایق پیدا کوو چې په پیدایښت کې نه دي یاد شوي: د بیلګې په توګه، دا چې د ابراهیم پلار تارح او نور نیکونه بت پرستان وو. د ابراهیم بلنه او دا چې څنګه د هغه اولادونه په مصر کې ژوند کولو ته راغلل، لنډیز شوي، او د اسراییلو له غلامۍ څخه خلاصون. "تاسو ډیر وخت په صحرا کې اوسیدل" په صحرا کې ۴۰ کاله لنډیز کوي. دلته موږ وینو چې د کنعان دا فتح د اسراییلیانو د تورو او کمانونو پایله نه وه. خدای د اسراییلو لپاره جګړه کړې وه!
دا جدي بیاکتنه د یوې ننګونې او نصیحت لخوا تعقیب کیږي: "د څښتن څخه ویره وکړئ، په صداقت او حقیقت کې د هغه خدمت وکړئ." مګر که دوی دا کار وکړي نو دوی باید هغه غلط خدایان لرې کړي چې ځینې یې په ښکاره توګه لاهم ورسره تړلي وو. خدای یوازې د نورو خدایانو په مینځ کې یو خدای کیدو څخه راضي نه دی – هغه به خپل جلال له هیڅ شی یا بل چا سره شریک نه کړي! دا نن ورځ هماغسې ریښتیا ده لکه څنګه چې د یوشع په ورځ وه.
هر څه چې اسراییل یې غوره کړي، د یوشع موقف روښانه و: هغه او د هغه کور به د څښتن خدمت وکړي. یوشع به ژر تیریږي، مګر هغه خپله کورنۍ د څښتن پیژندلو او خدمت کولو لپاره لوی کړې وه. دا دې زموږ د هر یو او زموږ په کورنیو کې د هر یو لپاره هم همداسې وي!